نظــر

آیا سمه ده چې دکوالالمپور سرمشریزه غونډه ناکامه شوه؟

لیکنه د الجزیرې دمشهور شناند او ژورنالست احمد منصور
ژباړن: علی أحمد راصد

هو د کوالالمپور سرمشریزه غونډه ناکامه شوه، شرمېدلې ناکامي، او له پېلېدو مخکې ناکامه شوه! خو حقیقت دادی چې ناکامي یې د هغو دولتونو د رسنیزو ګومارل شویو لښکرو په زړونو، عقلونو، وهمونو او مسخره لیکنو کې وه چې د یادې غونډې د ناکامېدو په پار یې خپل ټول ځواک وکاراوه څو یې ناکامه کړي؛ په د اسې حال کې چې واقعیتونو خورا توپیر درلود، حقیقت دادی چې د هرې چارې د ناکامۍ او بري معیار د هغې له موخو سره ستړلی؟ کله چې موخې ترلاسه شي همدا یې کامیابي ده او کله چې موخې ترلاسه نه شي همدا یې ناکامي ګنل کېږي، ددې لپاره چې د کوالالمپور د سرمشریزې غونډې د بري او ماتې په اړه پوی شو په کار ده لومړۍ د یادې غونډې د موخو په اړه وپوهېږو.

پوښتنه داده چې آیا د یادې غونډې موخه داوه چې دتېرو لسګونو کلونو په څېر د عربي او اسلامي نړۍ پنځه، لس او یا شل کسه مشران ورغونډ شي چپه او راسته انځورونو واخلي د ډوډۍ د میز پر سر خبرې وکړي بیا سره بیل شي او هرسړی په خپله مخه ولاړ شي او له هغه وروسته د یو او بل پر ضد خپلو بختونو او ورانکاریو ته دوام ورکړي؟ او که دیادې غوندې موخې د افرادو غیاب او حضور ته په نه پام سره تردې هم خورا سترې وې؟

نو ددې لپاره چې د لوړو همتونو او اوچتو عزمونو او د نافده ارادې خاوندان تل د ګوتو په شمار سړی او مشران وي او هغوی بیا تل خپلې موخې د بریا تر منزله رسوي، ځکه خو دا مهمه ده، څوک دی چې موخې ټاکي او په خپلو موخو باور لري، ځواک یې لري او د تحقق لپاره مینه اوهیله لري او ټینګار پرې کوي، په دې اساس، د کوالالمپور د سرمشریزې غونډې اهمیت په دوو ټکو کې دی، لومړی هغه مشران چې د یادې غونډې لپاره ورغوښتل شوي وو، دویم هغه موخې چې اعلان یې کړې؟

لومړی هغه مشران چې د یادې غونډې لپاره ورغوښتل شوي وو، هر یو مهاتیر محمد د مالیزیا ولسمشر، رجب طیب اردوغان، د قطر ولسمشر تمیم بن حمد آل ثانی او د پاکستان د وزیرانو رئیس عمران خان او د اندونیزیا ولسمشر چې د اندونیزیا له ولس مشر سره یې په یاده غونډه کې د ګډون ژمنه کړې وه. چې په دې سره پنځه ایزه غونډه کېده.

د غونډې له پیل مخکې د یادې غونډې د ناکامېدو خبرونه نشر شول، تر دې چې ځینې دولتونو یې د مؤثریت
او کامیابېدو له ویرې د ناکامولو هڅې پیل کړې، د سعودي ټولو رسنیزو شبکو د خلکو تر منځ دا باور پیاوړی کاوه چې د کوالالمپور سرمشریزې غونډې موخه د اسلامي مرستې سازمان چې مقر یې په سعودی کې دی د ټغر ټولول دی، دا سره له دې چې د یادې سرمشریزې غونډې له خوا په وارو ورارو اعلانېده چې که څوک د دوی له اهدافو سره موافق وي کولای شي برخه پکې واخلي، دوی نه غواړي د چا تر پښو لاندې ټغر ټول کړي او یا د کوم سازمان ځایګوټی ونیسي.

د یادې غونډې موخه چې د مالیزیا ولسمشر په خپلو خبرو کې ترې یادونه وکړه لنډېز یې په لاندې ټکو کې وړاندې کوو.

لومړی: د غونډې موخه د مسلمانانو د حالت څېړنه ده نه د اسلامي دین قضیې.

دوهم: په ډېری اسلامی هیوادونو کې د حاکم استبداد، وژنو، او د جګړې او مهاجرتونو د ودرولو څېړنه چې ډیری قربانیان یې مسلمانان دی.

د اسلامی هیوادونو تر منځ د عسکري ټکنالوجۍ او وسائلو او تجارتي بنسټونو په برخو کې چې مالیزیا، ترکیې او پاکستان پکې پرمختګونه کړي مرسته او همکاري کول.

څلورم: د فلسطین ولس پر ضد د اسرائیلي جرمونو د مخنیوی لپاره د لارو چارو ټاکل.

خو د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثانی دوه نورې اساسي موخې ور زیاتې کړي چې په لاندې ډول دي:
پنځم: د هیواد واکۍ او خپلواکۍ بنسټیز رکن روزنه په دې معنی چې : « انسان و روزل شي چې هغه بیا
خپل هیواد ورغوي او له هیواد واکۍ څخه موخه د پرېکړې کولو واک دی».

شپږم: په غرب کې د مسلمانانو پر وړاندې د جګړې د مخنیوي لپاره د لارو چارو رامنځته کول او د اسلام حقیقي تصویر وړاندې کول دا په داسې حال کې چې غربي نوماندان د وکیلانو د رایو د ترلاسه کولو لپاره د مسلمانانو پر ضد پارونې یوه وسیله ګڼي.

همدارنګه اردوغان د یادې غونډې په موخو کې لاندې درې نورې ور زیاتې کړې:

اووم: په اسلامی نړۍ کې د فقر د لمنځه وړو لپاره د زکاة ټولول او په عادلانه ډول یې د بېوزلو ترمنځ ویشل، که مسلمانان خپل زکات په منظم ډول را غونډ کړي او په عدل سره یې وویشي په اسلامي امت کې به بې وزلی انسان پاتې نه شي، د اسلامی علماوو اتحاد د مسلمانانو کلنی زکات ۴۰۰ ملیارده ډالر تخمین کړی.

د یوه نوي نړیوال نظام رامنځته کول ځکه چې د امنیت شوری پنځه دائمي غړي نورو ته په هغه کې د غړیتوب حق نه ورکوي په داسې حال کې چې 1.7ملیارده مسلمانان د نړۍ د ټولو وګړو یو پر څلورمه برخه جوړوي او لکه اردوغان چې په خپلو خبرو کې وویل « نړۍ عبارت له پنځو څخه نه ده».

نهم: د نړیوالوبدلونونو، پیمانونو او جوړښتونو په سیوري کې په نړۍ کې د مسلمانانو لپاره د پښو ایښودو د ځای لټون.

لسمه او نا اعلان شوې موخه د مسلمانانو لپاره یو حقیقي قیادت رامنځته کول، ددې لپاره، کله چې سل کاله وړاندې په نړۍ کې د مسلمانانو خلافت سقوط کړی له هغو را په دېخوا مسلمانان یتیمان دي چې نه قیادت لري نه مشر او نه هم هیبت او واکمني.

د اسلامي امت د خیر لپاره او د دوی تر منځ د جګړو د بندېدو د دوی د وینو د نه توېدو، په خپلو پښو د ودرېدو او د عزت او خپلواکۍ د تر لاسه کولو لپاره داهغه اهداف او موخې وې چې اعلان شوې، دانو هغه هیلې دي چې په نړۍ کې د هر مسلمان په زړه کې دي، خو ناببره لیدل کېږي چې ځینې غواړي یاده سرمشریزه غونډه ناکامه کړي، دوی ګومان کوي د کوم مشر او د کوم حکومت د رئیس په نه ګډون کولو به دا غونډه بې ګټې کړي چې دانو هغه ناسم تصور، معیوب فهم او د سیاست په علم کې ماشومانه چلند او د دولتونو تر منځ د ژورې ستراتیژۍ، ګډو مصلحتونو او د تاریخ او جغرافیې په اړه محض جهل او ناپوهي ده.

د یادې سرمشریزه غونډې د کامیابۍ لپاره په نړیواله سطحه د هغې انعکاس او غبرګونونه بسنه کوي او لکه په غونډه کې چې د پاکستان او اندونیزیا نه شتون پوښتنې را ولاړې کړې اوپه پای کې معلومه شوه کوم هیوادونه دي چې د مسلمانانو د پرمختګ او یو والي په لار کې خنډ کېږي.

همدارنګه د پنځو هیوادونو ترمنځ هوکړه لیک چې د درې هیوادونو ترمنځ د خوړو، ټکنالوجۍ او د وسلو د تولید په برخه کې لاسلیک شو.

دوهم باید وویل شي، دوه هغه هیوادونه پاکستان او اندونیزیا چې په یاده غونډه کې یې ګډون ونه کړ له قطر، مالیزیا او ترکیې سره ستراتیژیکې اړیکې لري، په داسې حال کې چې د مالیزیا او اندونیسیا ترمنځ ژبنی، جغرافیه یې موقعیت، دیني او تاریخي ژور تړاو شتون لري. همدارنګه د پاکستان او ترکیې ترمنځ د ټکنالوجۍ او پوځي برخو کې د عمران خان له حضور او نه حضور څخه خورا ژور تړاو شتون لري، حقیقت دادی چې عمران خان په ژنیو کې له یادې غونډې یوه ورځ مخکې له اردوګان سره کتلي ؤ او هغه ته یې له هغو
فشارونو څخه پرده پورته کړې چې هغه ورسره مخ دی او یادو درې مشرانو دا موضوع ښه درک کړې.

او لکه د مالیزیا د اقتصاد وزیر چې وویل: حقیقت دادی چې پاکستان او اندونیزیا په دې غونډه کې ګډون ونه
کړ خو زمونږ ترمنځ به د مرستو، پرېکړو او تړاو لړۍ تل پاتې روانه وي او هیڅکله به دا لړۍ ونه شلېږي، په یاده سرمشریزه غونډه کې چې څه تر سره شول د امت د یو والي، ددوی د وینو د نه توېدو او ددغه امت د برم د بیا راګرځېدو لپاره د اوږدې لیارې لومړی ګام دی؛ اروپایي اتحاد د دریو هغو هیوادونو په هوکړې سره پیل شوه چې یواځې یې په سوداګریزه برخه کې د یووالي عزم او اراده درلوده تر دې چې د وخت په تېرېدو یې اوسنی حالت ځانته غوره کړ، په دې اساس ټولې پایلې ددې ښکارندویه دي چې یاده غونډه ښه کامیابه تر سره شوه، یواځنۍ ناکامي یې داوه، هغوی چې د ناکامۍ کوښښ يې کاوه ناکام شول، خو د یادې غوندې په مخ کې هغه کومې ننګونې دي چې د یادو درې مشرانو ترمنځ ترسره شوه چې هغه بیا یوه ځانګړې تاریخي غونډه ثابته شي او خلک یې د یوې عادې غونډې په څېر له یاده ونه باسي، په دې اړه ځنډ وروسته په بله لیکنه کې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د پورته لیکنی لیکوال فکر کوم احمد زیدان نومیږی نه احمد منصور، د ټایپی تېروتنی له وجی په لیکنه کی د مسلمانانو نفوس د یو اعشاریه اووه میلیارډو پر ځای یو اعشاربه اووه میلونه یاد سوی دی. پورته لیکنه یوه هیله پاروونکې او د اُمیدونو د غوټۍ غوړولو زېری بخښونکې لیکنه ده. سعودی او ځینی خلیجی هیوادونه د مصر په ګډون د غربیانو په منګولو کی ښکیل او د اسلامی نړۍ د اصلی ستونزو د منځه وړلو څخه عاجز دی یا عاجز ساتلی سوی دی بناً د غیر عربی نړۍ مسلمان رهبران ( چی ټول ئې د سیسی خبیث او… نور لوستل »

میرافغان

اوس نور باید او آی سي منحل شي او یو نوې د اسلامي هیوادونو اتحادیه را مینځ ته شي چي د مسلمانانو ستونزي حل کړای شي۔

عبدالواحد

اول چه ددی اتحادیادونه ضیاءالحق شهید وکه چه(پاکستان،افغانستان،ایران ،ترکیه اومالدیب )به دیورپین یونین په شکل یواتحادیه جوړوی چه دافغانستان مشریی دشوروی ترشکست وروسته ګلبدین حکومت یاروبالۍ ولی دامریکاداسلامی اتحاد څخه دروسیی ترکمونزم ډیربدکیدوضیاءالحق شهیدته یی وویل نجیب ګوپرحکومت پریږده ولی ضیاءالحق شهیدوویل چه د پلخشتی په مسجد کی لمونځ ونکم ترهغو جهاد نه پریږدم هغه ووچه امریکاشهیدکۍ دغه اوسنۍ اسلامی تحاد جوړول دضیاءالحق شهید دافکاروکړۍ ده انشاءالله داکړۍ به دونه لوییږی چه دټولی دنیاسوپرپاوربه جوړیږی همیشه به پاکستان نوی مسکین چه دسعودی وهابیانوترامرلاندی به ژوند کوی نه به دغه له قرآنه ناخبرکرکټ فلیردپاکستان حاکم وی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x