افغانستان

اشرف غني: د ټرمپ له ځانګړې مینې مننه کوم، چې ماته یې د امریکايي عسکرو په مخ کې وینا بلنه راکړه

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۱ مرغومي، ۱۳۹۸ل):  د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» وایي، د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» ځانګړې مننه کوي، چې ده ته یې د امریکایي عسکرو په وړاندې د وینا کولو فرصت ورکړ.

غني، چې په کابل کې یې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په تړاو خبرې کولې، وویل « د ولسمشر ټرمپ نه مننه کوم دده د راتګ لپاره، ځیني مبصرین وایي، د امریکې په تاریخ کې اول وار د امریکې ولسمشر له یو بل ولسمشر نه وغوښتل، چې دده سرتېرو ته وغږېږي، دده ددې ځانګړې مینې نه مننه کوم.»

اشرف غني، داسې مهال د امریکايي عسکرو په وړاندې وینا کول پر خپل ځان د ټرمپ پیرزوینه بولي، چې افغانانو هماغه مهال بګرام اډې ته د اشرف غني تګ په کلکو ټکو وغانده او دا يې د یوه هیواد د ولسمشر ښکاره غلامي وبلله.

د شنونکو او ټولنیزو رسنیو د فعالانو په باور، اشرف غني بګرام ته په ورتګ سره ټول حدود مات کړل او د ټولو ديپلوماټیکو اصولو خلاف ددې پر ځای چې ارګ ته ټرمپ وروغواړي، دی بګرام ته ورغی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالقادر

غلام خوتل دبادار په مخکی فقط په دی هم خوشحاله کیږی چه باداریی بل چاته ووایی زما دیرغشتلی غلام ده کنی وی په هغه ورزخو بایداشرف غنی زان وژنه کړی وای چه ټرمپ شاته ټیله کی اوله عسکروسره به قطارکی ودریدی خوغلام هیڅ وخت شرم نلری زکه نو غلام وی

عبدالله

غلامی خو مفته نه ده همداسی مهارت یا چاپلوسی غواری، مخالف لوری طالبان هم خپلو بادارانو لپاره په لژ او دیر تفاوت په سلامی دی. پوشتنه ترئ وکری چی کورونه نو چیرته دی؟ اوامر د چا منی؟ خو اشرف غنی عین حال کی اولس ته کارهم کوی او دا نور بیا ورانول.

احمد

وایی چی پک می لیدلی وو خو نه ماغزه وتلی دوسان به نور هم وی خو دومره غټ دوس به بیا مشکله وی اخ چی لږ حیا خو درکی وی

جميل

که ټرمپ غواړی چی په تاريخ کی نوم وکړی نو بيشرفه غنی دی امريکا ته وروغواړی او د ډيرو کمرو په مخکی دی دا بيشرفه څو ټينګی څپيړی ووهی او بيرته يی وليږی او د رسيدو سره سم دی د ځانګړی مينی مڼنه ځنی وغواړی . داسی نه چی هغه يی ځنی وغواړی ، دی پخپله همداسی بی وجدانه او رزيل دی ، که همدا اوس د امريکی قوت و ده ته ورکړل سی دا خر ليونی به تر همدی ظالمو او وحشی امريکايانو ډير ظلم او وحشت وکړی . څه چی مو د وسه پوره وی هغه به کوو… نور لوستل »

اجمل

غلامان دی الله وشرمه وی. همدا اوس درې تنه طالب مشران د قطره له دفتره پاکستان ته تللی څو له خپلو بادارانو اجازه واخلی چی څه وکړو. غلام تر غلامه فرق لری. څو د بادار غلام وی او څوک هم د غلام، غلام. الله د مونږه ټولو افغانانو باندی رحم وکړی تر څو یو او بل ته د غلام خطاب ونکړو. په ولا که یو غلام وی ټولو د پښتنی مور شیدی رودلی خو زمانی ځینی مجبوره کړی چی څنګه سیاست وکړی. حکمتیار صیب د جمعیت دښمن وه هغوی یی ټول په کفر کی شمیرل خو اوس ګورو چی د… نور لوستل »

جميل

اجمل خانه غلط قياس مه کوه .
ړانده او ليدونکی سره يو ندی ، غلامان او خپلواکان سره يو ندی ، منافقين او موئمنين سره يو ندی .
يوازی ديته ګوره او منه يی چی څوک د دين او د هيواد ساتنه کوی او تکليفونه ګالی او څوک يی پلوری او عياشی کوی .
بيا می هم لکه چی ونکړای سوای چی پوه دی کړم .

الحاج استاذ بیانزی

غلام غنی باید ویلی وه چه [[ له بادار څخه مننه چه د خبرو کولو اجازه یی راکړه، غلام غنی څوک او د بادار له خوا د بادار په مخکی د خبرو کولو جرات له کومه؟؟؟؟ ]] تاسی به د ترمپ او غلام غنی او بادار ټرمپ هغه ویدیو خامخا لیدلی وی چه غلام غنی او ترمپ د لمړی ځل د باره له یوی شپی تیرولو وروسته سره ګوری، ترمپ غلام غنی ته لاس ورکړی او غنی ته خبری کوی مګر غنی زمکی ته ګوری او کله داسی اوړی راوړی لکه تیره شبه چه کومه ستونزه ورته پیښه شوی وی.… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا

دغه بیعقله متفکرپخپله اقرارکوی، چی امریکا چارواکی د یوعادی عسکر په حیث هم نه ورته ګوری. او دا بد بخته غلامګی د ځان افتخار بولی، چی د امریکایی سرتیرو مخکی یی خبری کړی دی. تو لعنت دی پرتا او ستا همفکره نور غلامان. اسلامیت، افغانیت، پښتونولی…… دا ټول دی تر پښولاندی کړل. شرم، حیا، غیرت، ناموس، وطن، وجدان…… دا دی ټوله خرڅ کړل؟

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close