
امريکا: په شیکاګو ايالت کې د وسله وال برید پر مهال ۱۳ کسان ټپيان شوي «ويډيو»
نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۱ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امريکا شيکاګو ايالت په ختيځ کې د وسله وال بريد پر مهال ديارلس کسان ټپيان شوي دي.
امريکايي رسنۍ د چارواکو له قوله وايي، د څلورو ټپيانو روغتيايي وضعيت ترينګلی دی.
چارواکي وايي، برید په يوه کور کې د موسيقي محفل پر مهال وروسته تر هغه وخت وشو، چې د راغلو ګډونوالو ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه.
د پوليسو په وينا په دغه پېښه کې د ټپيانو عمرونه له ۱۸ تر ۴۸ کالو دي، چې د بدن په مختلو برخو لګېدلي دي.
پوليس دا پېښه استثنائي بولي او وايي، دا ډول پېښې ډېرې لږ رامنځته کيږي.
تر اوسه د پېښې کره لامل نه دی روښانه شوی او نه هم د بریدګر هويت په ډاګه شوی دی.
په امريکا کې د وسلو ګرځولو قانون نرم دی، هر څوک کولی شي په اسانه د وسلې ګرځولو جواز ترلاسه کړي، چې له امله يې په دغه هېواد کې وسله وال بریدونه ورځ تر بلې زياتېږي.