ټولنیزه برخه

د دعاء غوښتنه

مولوي صبغت الله

د امريکايانو او دهغوی د غلامانو پرضد د افغانانو جګړه مقدسه جګړه ده، چې د تروړل شوي حق د لاسته راوړلو لپاره پيل شوې وه، دا جګړه د حق او باطل ترمنځ ده چې د رحمان لښکر (مجاهدين) او د شيطان لښکر (صليبيان او دهغوی غلامان) پکې تر دوو لسيزو له زياتې مودې سره لاس او ګريوان دي.

دا چې د هره جګړه په خبرو پای مومي او په ترڅ کې يې غالب او مغلوب معلوميږي په همدې موخه له ډيرې مودې راهيسې د اسلامي امارت مرکچي پلاوی له امريکايې هغه سره په مذاکراتو بوخت دی.

د مسلمانانو په توګه موږ تاسې په دې باوري يو چې د په بريا، ماته او برخليک ټاکلو کې اعمال اساسي رول لري، د اعمالو له جملې څخه دعاء داسې عمل دی چې د عبادت مغز ګڼل شوی، او د نصرت له اسبابو څخه مهم سبب دی، رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپلو غزواتو کې ورته ډيره پاملرنه کړې، همدغه راز زموږ پخوانيو اتلانو (فاتحينو) په حساسو او برخليک ټاکونکو ګړيو کې له مسلمانانو څخه د دعاګانو تاکيدي غوښتنه کړې.

په افغانانو ډير ناترسه، خونخوار او مکار دښمن مسلط دی، چې له هيڅ ظلم څخه يې درېغ ونکړ او هر وخت په دې هاند کې دی چې ګټلې سوبه يې په شکست بدله کړي له همدې امله د هر مسلمان افغان مسؤوليت جوړيږي چې اوراد او ختمونه وکړي، ذو الجلال ته زارۍ او دعاګانې وکړي.

چې الله تعالی د مظلومو افغانانو غميزه پای ته ورسوي.

د اشغالګرو په زړونو رعب وښيندي، دسيسې يې شنډې کړي او افغانانو ته ترې نجات ورکړي.

د اسلامي امارت مرکچيانو ته صبر، ثبات او استقامت په برخه کړي په روح القدس يې تاييد وکړي، حجت يې قوي کړي، د ايمان، اعمالو او جهاد حفاظت يې وکړي.

د افغان مجاهد ولس جهاد، قربانۍ او سرښندنې له ضياع څخه وساتي.

د مجاهدينو وحدت نور هم ټينګ، قوت يې په برخه او په نظامي ډګر کې يې په انتصاراتو او برياو ونازوي.

په پای کې له محترمو مشائخو، علماؤ او دينپالو مؤمنانو څخه په ډير درنښت غوښتنه کوم چې په ټينګار سره خپلو شاګردانو، متعلقينو، مريدانو او مسلمانانو ته په دې مورد کې د ځانګړيو دعاګانو، اورادو او اذکارو سپارښتنه وکړي کيدای شي په دې توګه د الله رحمت په جوش کې راولو او د امن له ستر نعمت څخه برخمن شو.

ځينې مهمې ماثورې دعاګانې چې بايد په دې شپو او ورځو کې ورد وګرځول شي.

1_ رَبَّنَا لاَ تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ, وَنَجِّنَا بِرَحْمَتِكَ مِنَ الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ

2_ رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْراً وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ

3_ اللَّهُمَّ مُنْزِلَ الكِتَابِ، مُجْرِيَ السَّحابِ، سَرِيعَ الحِسابِ، اهْزِمِ الأحْزَابَ، اللَّهُمَّ اهْزِمْهُمْ وَزَلْزِلْهُمْ وَانْصُرْنَا عَلَيْهِمْ “

4_ اللهم لا تسلط علينا أعداءنا، وأرنا منهم ثأرنا

5_ اللهم اكفناهم و اكفُف بأسهم عنا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

آمين يا رب العالمين
محترم مولوی صاحب خيرونه مو په نصيب سه ، که خدای مکړه دا هم ونکړو نو بيا خو مو ايمانته تاوان او د ايمان د ناقصيدو خطر پيښيږی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x