نړۍ

نتنياهو: د اسرائيلو او عربي دولتونو د نږدې والي هرکلی کوو

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۱ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د اسرائيلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي، «د اسرائيلو او ډېرو عربي دولتونو ترمنځ د نږدې والي هرکلی کوم.»

نتنياهو دا څرګندونې وروسته وروسته تر هغه کړي، چې د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير عبدالله بن زايد په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي، چې منځني ختيځ کې د عربو او اسرائيلو نوی ايتلاف رامنځته کېدونکی دی.

د اسرائيلو لومړي وزير زياته کړې، چې له عربي دولتونو سره نږدې والی په سيمه ييزه او نړيواله کچه د دوی د کامياب سياست پایله ده.

هغه ويلي: «زه تاسې ته ټول جزئيات نشم ښکاره کوی، چې له تېرو څو کلونو راهيسې مې له خپلو ملګرو سره ترسره کړي، خو دومره به ووايم، چې د عرب چارواکو څرګندونې د ښو اړيکو او هڅو پايله ده.»

نتنياهو زياته کړې، «په داسې حال کې، چې موږ له خپلو عربو ګاونډيانو سره د هيلو او سولې په نوي درشل کې يو، نړيواله جنايي محکمه په شا روانه ده.» په دې کې د هغه اشاره د نړيوالې جنايي محکمې هغې پرېکړې ته وه، چې د اسرائيلو له لوري د فلسطينيانو پر خلاف د جنګي جرمونو د څېړلو يادونه په کې شوې وه.

د اسرائيلو د بهرنيو چارو وزارت په خپله عربي ټويټر پاڼه «اسرائيل بالعربية» کې ويلي، «د نتنياهو څرګندونې وروسته تر هغه راغلي، چې د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير د برتانيې له ‘سپيکټاټور’ مجلې سره د مرکې پر مهال له اسرائيلو سره د نږدې والي يادونه کړې او زياته کړې يې وه، چې منځني ختيځ کې د اسرائيلو او عربانو نوی ايتلاف جوړېدونکی دی.»

دا لومړی ځل نه دی، چې اسرائيلي چارواکي له عربي دولتونو سره د نږدې والي يادونه کوي، پرته له دې، چې د کوم هېواد نوم واخلي.

د عربي دولتونو چارواکي په داسې حال کې له اسرائيلو سره په نږدې کېدو دي، چې عرب ولسونه په دې اړه تل له خپلو حکومتونو سره په مخالفت کې دي او له اسرائيلو سره د خپلو دولتونو د نږدې والي سخت مخالف دي او خپله خواخوږي د نورو مسلمانانو په څېر له فلسطيني ولس سره ښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه.
عرب د اسراییل سره کوی ایتلافونه،
افغان له افغان سره کوی جنګونه،
افغان په بل افغان لګوی د کفر ټاپه ګانی،
عرب اسراییل ته ورکوی سری خرماګانی.
عرب اسراییل یو بل ته کنځل نه کوی،
افغانان په خپل منځ کی سره خوری،
افغانانو سیاسی مشران دی قاتلان غمیه،
لاره ورڅخه ورکه د دین دنیا لالیه،
،،،،،،،،،،،،،،،،،،غمی پښتین سټی کنډو پکتیا ګردیز،،،،،،،،،،،،،،،،،،

پتنګ

فلسطین به خرڅ کړي د عربو دا مشران نه دعربو مشران دي او نه داسلام ! ! دوی په خپل عیش او فحشا کې غرق دي هغوی د اسلامي مقدساتو هیڅ احترام نلري ! ټول یې په غرب کې د خرابات د کوڅو د شپو ملنګان
دي !!

جميل

ارمان چی زمونږ نه ياست همسايه

مجاهد

دا نه اسراییل او نه نتنیاهو دی چه د عربو مسلمانانو ( فلسطینیانو ) خاوره، خللګ او خپلواکی یی غصب کړی ماشومان، ځوانان، بوډاګان او میرمنی یی په شهادت رسوی او د افغانستان د دووسو غلامانو به شان عربانو سره هماغه دشمنان ورسره د اړیکو د نزدی والی هرکلی کوی. بلکه دا د انګریزی یهودانو نظم نوین جهانی دی چه د ټولی عربی نړی د کنترول د پاره یی لمړی عثمانی خلافت ته د پای ټکی کیښود، بیا یی د عربو جزیرنما په څو غلامو پاچاهانو وویشله او له هغه وروسته یی اسراییل ورته لکه واچ ډاګ یا پهردار سپی… نور لوستل »

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط
الله جل جلاله ته لاسونه اوچتو. چي اې د کايناتو ربّ ، هغه د مسلمانو ولسونو حکمرانان چي ، غواړي ستا او ستا د پيغمبر محمد رسول الله دښمنانو ته ددوستی لاسونه اوږدوي ، ته يي په خپل قهر او غضب سره نيست او نابود کړي.د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د مسلمانانو په برخه فتح او نصرت ولرې. آمين يارب العالمين

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x