افغانستان

عبدالله: د پاکو رايو له مخې موږ ګټونکي يو

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په ولسمشريزو ټاکنو کې د ثبات او همپالنې ټيم نوماند عبدالله عبدالله ويلي، په لومړيو پايلو کې يې دوهم مقام ګټلی او د پاکو رايو پر اساس د دوی ټاکنیز ټيم ګټونکی دی.

نوموړي تېره شپه په کابل کې له خپلو مرستيالاتو او د ټاکنيز ټيم له غړو سره ګډې خبري غونډې ته وويل، دا پایلې له تقلب ډکې دي او  اشرف غني په ګټه اعلان شوي دي.

هغه ادعا کړې، چې د پاکو رايو پر اساس د ثبات او همپالنې ټيم ګټونکی دی.

د ولسمشريزو ټاکنو دغه نوماند د ټاکنو کميسيون پر جعلکارۍ او د اشرف غني په پلوۍ تورن کړی دی او زياته کړې يې ده: «موږ په تمه و، چې کمیسيون به پاکې او ناپاکې رايې سره جلا کړي، خو د کميسيون مشرانو تقلب کړی او زموږ د پوښتنو قانع کوونکی ځواب يې نه دی راکړی.»

نوموړي يو ځل بيا له کمیسيونه وغوښتل، چې په کومو مرکزونو کې د دوی څارونکي نه وو، د هغو مرکزونو رايې دې بيا وشمېرل شي او تر هغه وروسته به وروستۍ پایلې اعلانيږي.

د ټاکنو کميسيون تېره ورځ لومړنۍ پایلې اعلان کړې، خو هېڅ نوماند هم په کې د ګټونکي د شرطونو سره سم ۵۰+۱ رايې نه دي ترلاسه کړي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني ۵۰،۶۴ سلنه رايې وړي او تر نورو مخکې دی.

د پایلو له اعلانېدو وروسته په کابل کې د امريکا سفير جان بس په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، ټول افغانان بايد د ټاکنو لومړنۍ پایلې ومني او د وروستيو پایلو تر اعلانېدو لا هم ډېر مراحل پاتې دي.

داسې ويل کيږي، چې ټاکنې به دوهم پړاو ته لاړې شي، خو د سړې هوا له امله به دوهم ځل ټاکنې وځنډول شي او ښايي په دې وخت کې د امريکا او طالبانو خبرې يوې پایلې ته ورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

طالبان د هیواد له نیمایی زیاتی خاوری کمترول او تر نوی سلنی زیات نفوس په زړونو او مغزونو تسلط لری . حتی کابل کی دننه د حکومت د فساد او بی امنی له امله خلک تر سپومو رسیدلی . دوی خپله څو ځلی یو میلون رایوی اعلان کړی دا بیا څه کم دوه میلونو ته څرنګه ورسیدی حتی هغه یو میلون هم له تقلب او درغلیو ډکی وی تردی چه د رایو صندوقونو پسی دروازی ماتی شوی او بیا هم غلام غنی نهه لکه یعنی څه کم یو میلون رایوی ترلاسه کړی ؟ شکرور دروغ دی. د افغانستان به شان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x