د نن سرلیکنه

د ټاکنو د پایلو اعلان د ستونزې حل که د بحران پیل ؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه

بالآخره تر دری میاشتنیو ناندریو او غورځو پرځو وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دولت ساز ټیم په ګټه د ټاکنو پایلې اعلان کړې.

د اعلان شویو پایلو له مخې ښاغلی غني د خواو شا  ۹۲۳ رأیو (۵۰.۶۴%) په تر لاسه کولو سره د ټاکنیزو کاندیدانو په منځ کې تر نورو وړاندې ګڼل شوی دی .

په تعقیب یې ډاکټر  عبدالله عبدالله ، ګلبدین حکمتیار رحمت ا‌لله نبیل په دویم ، دریم او څلورم مقام کې راغلي دي.

د ټاکنو د اعلان په لومړي غبرګون کې په کابل کې د امریکا سفیرجان بس په یوه ټویټ کې ویلي چې اعلان شوې پایلې نهايي نه ؛ بلکې د نهايي پایلو تر اعلان پوري  لا اوږده پړاوونه پاتي دي.

د جان بس دا څرګندونې په خپل ذات کې د بحران سازي په معنا دي.

ځکه همدا څرګندونې د ډاکټر عبدالله په شمول ټولو سیالو کاندیدانو ته دا موقع ورکوي چې د کمیسیون پایلې د باور وړ ونه بولي او په وړاندې یې د مخالفت غږ پورته کړي.

د ۳۵ میلوني هیواد له ۱۳ میلونه واجد شرائط وګړو څخه په ټاکنو کې د یو میلیون کسانو ګډون خپله د دې معنا لري چې هغه له ولسي اکثریت څخه عاري او په ترڅ کې راتلونکی حکومت به یې په هیڅ ډول د هغو ننګونو مخنیوی ونشي کړای کومې چې زمونږ هیواد او ولس ورسره مخ دی .

ګټونکی ټیم چې سیالان یې په تقلب او درغلي تورنوي د ولسي مصالحو په ځای خپلو شخصي ګټو ته ترجیح
ورکوي چې دا نورهم د هیواد روانه لانجه د مزید بحران لوري ته بیايي.

لهذا کومې هیلې چې ځینوافغانانو او امریکایانو په دې ټاکنو پوري تړلې وې هغه به د یادو پایلو په نتیجه کې د منځته راتلونکي ناتوانه حکومت په ترڅ کې پوره نه ؛ بلکې له وضعیت نه داسې معلومیږي چې هیواد به نور هم د ګډوډي او بي ثباتي خواته ورټیل وهي.

له دغې ګډووډي څخه د افغانانو نجات د هغوی په خپل منځي تفاهم کې دی چې په ترڅ کې د لانجې ټول ښکیل لوري د روانې جګړې په پایته رسولو او یوه ځواکمن حکومت جوړولو سره سلا شي.

د داسې یوې ورځې را رسیدو په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

نه د ستونزو حل او نه هم د بحران پيل .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x