افغانستان

ننګرهار او بغلان کې شل عسکر له طالبانو سره يو ځای شوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په ننګرهار او بغلان ولايتونو کې تيره ورځ د يو قومندان په ګډون شل تنه عسکر او اربکيان له طالبانو سره يو ځای شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره ورځ د ننګرهار ولايت حصارک ولسوالۍ اړوند عليخيلو سيمه کې د يو اربکي قومندان سرمست په ګډن شپږ اربکيان له طالبانو سره يو ځای شوي دي، دوی يې هر کلی کړی دی او د ارام ژوند ډاډ يې ورکړی.

همدا راز مجاهد وايي چې تيره ورځ د بغلان ولايت مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم ۱۴ تنه دولتي عسکر له طالبانو سره يو ځای شوي دي.

د يادونې وړ ده چې د طالبانو د دعوت ارشاد کمیسيون په هڅو تر اوسه ګڼ شمير دولتي عسکر له خپلو دندو لاس په سر شوی دي او خپل عادي ژوند ته ګرځېدلي دي چې طالبان ورته د ډاډه او ارام ژوند تضمين ورکوي.

په دې وروستيو کې له طالبانو سره د عسکرو د يو ځای کېدو لړۍ تيزه شوه ده او زيات عسکر او اربکيان له طالبانو سره يو ځای کيږي.

د ننګرهار او بغلان ولايتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

افرین سره یو او بل ته تسلیم شی یو بل مه وژنی، وژل کیژی تاسو گته د نورو ده. کافر مو دیدن کوی تاسو په وینو کی لغری.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x