ورزش

د پاکستان لوبډلې لس کلنی خوب بالاخره رښتیا شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې لس کلنی خوب بالاخره نن سریلانکا لوبډلې ته په ماتې ورکولو رښتیا شو.

د سریلانکا او پاکستان لوبډلو ترمنځ په پاکستان کې لس کاله وروست ټیسټ سیالۍ ترسره شوې چې بالاخره پاکستان لوبډلې په دویمه ټيسټ لوبه کې بریا خپله کړه.

لس کاله او څو میاشتې وړاندې په ۲۰۰۹م کال کې د پاکستان په لاهور ښار کې پر سریلانکایي لوبغاړو چې له هوټل څخه لوبغالي ته پر لاره وو ترهګري برید ترسره شو او په کې ګڼ شمېر سریلانکایي لوبغاړي ټپیان شول.

د یادې پيښې وروسته پر پاکستان هېواد د هر ډول نړیوال کرېکټ دروازې بندې شوې، چې بالاخره په ۲۰۱۹م کال کې د همدغې سریلانکا لخوا یې خوب رښتیا او یو وار بیا پاکستاني مینوالو ته په خپل کور کې د ټيسټ سیالیو لیدو فرصت ورکړل شو.

دغه سیالۍ چې د دیسمبر میاشتې په ۱۱مه نېټه په راولپنډي لوبغالي کې پېل شوې، لومړۍ لوبه د ورښت له کبله مساوي پای ته ورسېده، خو دویمه لوبه چې په کراچۍ کې ترسره شوه، پاکستان لوبډله وتوانېده سریلانکا ته ماتې ورکړي او لس کاله وروسته په خپل کور کې بریا خپله کړي.

په دویمه لوبه کې د پاکستان لومړي څلور لوبغاړو نړیوال ریکارډ جوړ کړ چې د اوپنرانو سربېره پرلپسې دوه نورو لوبغاړو هم سلیزې جوړې کړې، له دې وړاندې دغه ریکارډ د هندوستان سره و چې لومړي څلور لوبغاړو یې پر بنګلدیش په یوه لوبه کې څلور سلیزې جوړې کړې وې.

پاکستان لوبډلې په یاده لوبه کې سریلانکا لوبډلې ته له وروستۍ پاڼې وروسته ۴۷۶ منډې هدف ورکړی و چې سریلانکا لوبډله په ۲۱۲ منډو وسوزیده او د ۲۶۳ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

له دې پرته، د پاکستان کرېکټ بورډ پر بنګلدیش لوبډلې شرط ایښی چې ددوی په کوربه توب سیالۍ به پاکستان کې ترسره کوي او یا به لغوه کیږي، خو بنګلدیش لوبډلې ویلي چې له ټیسټ پرته په دغه هېواد کې هر ډول سیالیو کولو ته چمتو دي.

د بنګلدیش کرېکټ بورډ یادې پریکړې د پاکستان کرېکټ مشر روزونکی او ګڼ شمېر چارواکي په غوصه کړي او دغه پریکړه یې غیر منطقي بللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x