شعـــــرونه

د مسرور درمل دوه شعرونه

مسرور درمل

ايمان پلورنکيه!

د ويجاړ شوي زړه له درده وايم
دا مې د وران وطن فرياد دی واوره!

ايمان پلورنکيه!  د کافر غلامه!
تاته مې غږ د مرده باد دی واوره!

تا ايمان خرڅ کړ افغانيت دي پرېښی
ته د پرديو په نقشه روان یې!

ته مې د قام خلاف د دين مې خلاف
ته د غليم په إشاره روان یې!

زما د وينو غم به څنګه وخورې؟
زما قاتل ته چې ميډال ورکوې

ته إشارې زما د مرګ ورکوې!
ته مې د خړ کلي ټول حال ورکوې!

ګوره غلامه! دا خبره واوره
نور دې دا تور وحشي بادار درنه ځي

دلته دې نشته د پوښتنې سړی
هغه د څو کلونو يار درنه ځي

بیا به سرټيټی شرمنده ولاړ یې!
د ګران وطن د هر بچي مخې ته

ته دې له ځان سره لږ فکر وکړه!
ډېر سخت حالات به دې راځي مخې ته

ته به د هر شهید حساب ورکوې!
تا نه‌ به کیږي د ګودر پوښتنه

چې دې ترې غوڅ کړ په شپنۍ چاپه کې
د ها مظلوم افغان د سر پوښتنه

نه به دې څوک د حال پوښتنه کوي
نه به يو څوک درته سلام کوي

سپين طالب جان به د ولس زړګی وي
د درمل زړه  یې إحترام کوي

غلام

يو غلام بیا د خپل بادار په مرسته ځان جوړوي
تر څو د خپل غريب ولس وينې کړي توی پر ځمکه
هغه غلام چې نه پښتون دی نه مسلم او أفغان
خو کبرجن دی، لکه نه چې وي را لوی پر ځمکه

هغه غلام چې د چنګېز له لارې زده کړې کوي
په خپل ولس ظلم یې دی، د کار اوله برخه
د خرو په مينه یې هم کړی إعتراف په خپله
په إداره کې یې د خرونو نصیب شوله برخه

هغه غلام چې إستعداد یې د زيرو برابر
فرق یې إيجاد کړلو د سر او ککرۍ په مېنځ کې
څه به پوهیږي په پالنه د ولس او د قام
دی تش بوتل، ماغزه یې نشته د کوپړۍ په مېنځ کې

هغه غلام چې عرياني او فحاشي راولي
زموږ په پت او په حيا کې پټ ښايسته وطن ته
غواړي د غرب د ځناورو مفکورې او رواج
دې مسلمان دې مجاهد او دې درانه وطن ته

داسې غلام دلته د پښې اېښودو ځای نه لري
دلته ژوندۍ ده د أحمد او د عمر مفکوره
د مېړنو په دې ټاټوبي کې لا شته ډېر زلمي
لري د تورې د قلم او د سنګر مفکوره

داسې غلام که دلته هر څومره هم مخکې لاړ شي
هر يو قدم به یې د خپلې بربادۍ په لور وي
دا د ميرويس، د أکبر خان او د منصور وطن دی
د هر بچي نظر د ښکلې آزادۍ په لور وي

داسې غلام دې د دې خاورې زوړ تاريخ وګوري
تر څو پيدا کړي چې پخوا څه وو أنجام د غلام؟
د درمل کلی په إسلام او خپلواکۍ مين دی
اوس به هم وي أخېر سزاء دار او إعدام د غلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx