
فارن فاليسي: ټرمپ د افغانستان جګړې د پای ته رسولو هڅې کوي
نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): فارن پاليسي مجلې د افغانستان جګړې د پای ته رسولو په اړه په يوه مطلب کې ويلي، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې جګړې د پای ته رسولو هڅې کوي.
د فارن پالیسي په وينا د افغانستان جګړې او افغانانو د کړاوونو پای ته رسولو لپاره ټرمپ له زړه هڅې کوي او غواړي، چې له طالبانو سره د خبرو له لارې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
په دغه مطلب افغان سولې لپاره د امريکا د خاص استازي زلمي خليلزاد هڅو ته هم اشاره شوې، چې له تېر يوه کال راهيسې يې د افغانستان بحران د سياسي حل لپاره له طالبانو سره خبرې پيل کړي دي.
د فارن پاليسي په باور خلیلزاد د سولې ماموريت د ولسمشر ټرمپ په امر پيل کړی دی.
مجلې د ولسمشر ټرمپ له لوري د څلور زرو امريکايي عسکرو د ايستلو يادونه هم کړې ده.
څو ورځې وړاندې «ان بي سي» تلويزون د سپينې ماڼۍ د چارواکو په حواله ويلي و، چې ټرمپ د خپلو سلاکارانو په مشوره له افغانستانه د څلور زرو امريکايي عسکرو د ايستلو پلان لري.
د فارن پاليسي په وينا ښايي په دې پرېکړه کې طالبانو ته دا پيغام وي، چې سپينه ماڼۍ د افغانستان جګړې د پای ته رسولو هوډ لري.
جوړ تازه،
ټرمپ باید مستیقما پاکستان سره وغږیږی ورته ووایی چه راځه دا څلویښت کلنه جګړه نوره ختم کړو.
جګړه بندول.او جګړه کړل د پاکستان او امریکا په لاس کی ده.اسانه لاره یی دا ده چه،
امریکا د خپلو غلامانو ډالر بند کړی،او پاکستان د هم خپلو غلامانو سره مخه ښه وکړی،کلداری د نه ورکوی،نتیجه
جګړه یوه هفته کی بند کیږی.
که حقيقت د جاهل له خولی هم واورو بايد ويی منو فارن پاليسی رشتيا ويلی چی ټرمپ د جګړی د پايته رسولو هڅی کوی ، دی خو غواړی چی د دی بنده راووزی . څنګه راووزی ؟ ټرمپ بله لار نلری بيله داچی خپله ماته ومنی(پر هر چا چی يی وراړوی) او افغانستان پوره افغانانوته وسپاری ، سپارښتنی او نخری خو دی بيخی بندی کړی . ټرمپ بايد دا ومنی چی دا موئمن او غيرتی ولس به هيڅوخت دوی پخپله خاوره کی پر آرامه پرينږدی ، چی پنځوس نورهم د ځان ملګری کړی او لسهاوو او سلهاوو کلونه نورهم دلته… نور لوستل »
هغه په زرهاوو بی گناه عام خلگ چی مو په زانمرگو کی شهید کری د هغو جواب به سوک ووایی؟ دا اوس چی ۱۵ میلیونی دالری بکی درته راروان دی د دی معاملی مسول سوک دی اخرت دی پیاد دی که نه؟؟ هسی طالب بیچاره پر شاتکوی وطن او اولس په خرابوی!