نظــر

د بګرام خاطرې «لومړۍ برخه»

م.عبدالحلیم مخدوم

مخکې له دې چې آمریکایان دبګرام بندیانو د پجرو پهره داري، نقل او انتقال شفاخانې او ملاقات ته، او اشپزي افغانانو ته وسپاري، دآمریکائي عسکرو په چلند کې یوسل اتیا درجې منفي بدلون راغلی ؤ، په نه خبره به یې بندیان کوټه قلفي ته وړل او په میاشتو به هلته پراته ؤ، زه یې هم د چینج په نامه له پنجرې څخه په چم او دوکه و ایستلم او  بې موجبه یې ګوټه  قلفي ته واچولم، نه یې دلیل راته وایه، او نه هم دا چې زه به څومره وخت دلته په کوټه قلفي کې یم، ځينو عسکرو خو به راته د forever (دتل لپاره)خبر هم کوله! علی ای حال دوه میاشتې تېرې شوې، ډوډی نشته د فوډلوف په نامه یې یو څو دانې لوبیا او جواري په لامده اوړو کې راکول، چې تر یوې هفتې مې نشو خوړلی، صرف په اوبو ګذاره روانه ؤه، پس له یوې هفتې له مجبورۍ کرار
کرار ورسره عادت شوم، بیا مې نو ښه په  خوند او مزه خوړل خو بیا هم قوت لایموت ؤ……….

فوډلوف خو نو د کوټه قلفي هغه خواړه ؤ چې نه دې رنګ څښتن تعالی در ویني او نه خوند او بوی! له دې سره سره  مې بیا هم خوړی، ځکه چې ورته مجبور ؤم ، خو دومره به لږ ؤ چې سترګو به مې ولیدی او خولې نه، خبره هغه وخت ډېره بې خونده شوه چې څنګ ته مې نوی بندي راوړی، هغه ته به یې سم خواړه ورکول، د دغه خوړو بوی به داسې ؤ لکه میزې ته چې شرمښ ور ښکاره کړې، هغه بندي خوارکي به چې هرڅه زارۍ ورته وکړې چې دا خواړه تر ما اضافه دي، ده ته یې ورکړه خو  عسکر کله دا کار کؤه؟! یوه ورځ د دغه نوي بندي د حمام نوبت تر ما د مخه ؤ نو یې راته کړه : مولوي صیب نن زه یو څه وچه ډوډی پټه له ځانه سره حمام ته وړم، هلته به یې په صابون دانۍ کې کږيږدم، نو ته به یې واخلې او وبه یې خورې، ما ورته کړه: درسره ګير به یې کړي، تابه هم زما په څېر کوټه قلف کړي، ده وئیل چې نه خامخا یې وړم، ما هم د ده د ټینګار په نتیجه کې ورسره خوښه کړه، نو دا وه خوشحالي چې په کالیو کې نه ځائېدم، چې دی یې له حمامه بېرته خپل قفس ته راوست نو عسکرو زما لاسونه او پښې ولچک او زولنه کړل د حمام په خوایې ور روان کړم، خدای خبر چې د ډوډی په طمعه او تلوسه به څومره په تلوار حمام تللی یم؟! حمام ته له رسېدو سره سم مې هرڅه چې صابون داني او شاوخوا وکتل، خو له بده مرغه عسکرو ډوډی په سِرچ(تالاشي) کې ځنې ګیر کړې وه، او نه وه؛ حمام مې وکړ چې یې قفس ته راوستلم نو ماښام ؤ ، هرڅه هڅه مې وکړه چې لمونځ وکړم، پورته کېدلی نه شوم، بدن مې لړځېدی، او سر مې پرله ګرځېدی، ریښتیا یې ويلي دي: انسان تر ګل نازک او له کاڼي کلک دی…

چې سهار به سو د ځانه سره به مې وئېل :دا ورځ به څنګه تېره شي ؟!  بیا به مې ځان ته ډاډ ورکړ : پرون ورځ چې څنګه تېره شوه نن به هم هغه سې تېره شي؛ دخدای جل جلاله شأن ؤ د شپې به داسې ارام وم لکه هیڅ هم چې نه وي پیښ؛ څنګه به مې چې د ماخوستن لمونځ وکړ نو به تر سهاره  ورته آرام بیده سوم، دورځې نو په دا آخرو شپو کې نه د خوب وم نه د تلاوت، کتابونه خو یې هسې هم په کوټه قلفي کې نه پرېښول، یوه ورځ مې د (bible) بایبل ورته وویل نو یې په ډيره مینه او خوشحالی سمدستي راته راؤړ  هغه مې مطالعه کړ، دعمالقه ؤ قیصې مې پکښې بار بار وکتلې، ډير کلاسیک انګلیش توري مې پکې زده کړل; حالت مې ورځ تر بلې خرابېدی، په دوه میاشتو کې مې څلورپنځوس پونډه(پنځه ویشت کیلو کم وزیات) وزن کم کړی ؤ؛ الله جلت عظمته انسان داسې یو عجیب او غریب مخلوق جوړ کړی چې له سختیو او مشکلاتو څخه هم یو درس او سبق اخلي، مصایب او مشاکل انسان پخوي، انسان ته خپله خدای جل جلاله ورکړې ځانګړتیا، وړتیا، او استعداد هغه وخت څرګندیږي چې له ستونزو او کړاونو سره ډغرې ووهي، ستونزې دي چې د انسان اصلي جوهر ښکاره کوي او له انسان څخه واقعي انسان جوړوي …..

خبره ورځ تر بلې خرابېدله، عسکرو هڅه کوله چې خوب ته مې پرېنږدي، په هرو پنځه لسو دقیقو کې به یې یو وار د قفس د کړکۍ دروازه خلاصوله او بېرته به یې ټینګه وهله تر څو مې خوب را ګډوډ کړي، په زوره زوره نارې به یې وهلې ، دحمام لپاره به یې صرف پنځه دقیقې وخت راکوی، دڅنګ ملګري سره به یې خبرو ته نه پرېښولم، که به مو خبرې وکړې نو یې کوټه قلفي را ډېروله، یو وارې خو یې له اذان څخه هم بند کړم: یوه ورځ مې عسکر ته وویل چې یو زوړ چاپ بایبل راوړئ چې زه یې له دې نوي سره مقایسه کړم، د 1988کال چاپ بایبل یې راوړ چې مې له 2011 کال له بایبل سره پرتله کړ نو ډیر تفاوت پکې ؤ ، عسکر ته مې ورغږ کړ : ته مو خپل (peacher) ملا را وغواړه زه  د بابیل په اړه ملاحظات لرم غواړم بحث ورسره وکړم، هغه یې را وغوښت ما ورته کړه چې تاسو څوارلس سوه کاله پخوانی قرآن عظیم الشأن له ننني چاپ سوي قرآن کریم سره پرتله کړئ د یو حرف او حرکت توپیر يې نشته، او ستاسو بایبل د دوه کالو چاپ سوي سره توپیر لري دا ولې ؟! سړي ویل I will ask and come back له پوښتنې سره ورک سو تر ننه چې تاسو ندی لیدلی ما هم ونه لید!

چې کله مې حالت دې ته ورسېدی چې نور د پورته کېدو نه وم، د ولاړېدو هڅه به مې وکړه چې حد اقل دوه رکعته لمونځ خو په ولاړه وکړم، سر به را باندې وګرځېدی، دېوال ته به مې تکیه وکړه بېرته به کښېناستلم، دا کار به مې څو واره تکرار کړ آخر به د تهوع حالت را باندې راغی! خبره به قئ ته ورسېدله خو په معده کې به د قئ او استفراغ لپاره څه نه ؤ، کښې به ناستم; د بشر دوستۍ مدعیانو او د افغانستان بیا رغونکو به دا هرڅه د کامرو له لارې څارل!!! ډېر ځله به over watch  (سربېرن عسکر) د سلول پر سر ښېښه باندې  راته ناست ؤ، زما د دې حالت له نندارې څخه به یې خوند اخیست، له دې ټولو کړاونو سره سره مې لله الحمد په ټوله اته کلن بند کې یوه ذره تنزل هم نه دی کړی، څنګه یې چې په کوټه قلفي کې کتابونه راسره نه پرېښودل او بې کتابه زما لپاره وخت تېرول ستونزمن ؤ،  نو په اولو ورځو کې یې چې کوټه قلفي ته وې وړم، یو وار مې خپل حافظه چک کړه چې د قرآن کریم په حفظ او یادولو کې مرسته راسره کوي که نه؟ لله الحمد حافظه د پخوا په څېر تېزه وه، یوه رکوع به مې چې درې  واره په توجه او غور سره وویېله ياد به مې سوه، په اولو درې ورځو کې مې هره ورځ یوه سپاره یادوله خو له بده مرغه فوډلوف دا هرڅه را باندې ګډوډ کړل، که د سوء تغذیه خبره نه وای، نو ډاډه وم چې په یوه میاشت کې قرآن کریم یاد کړم، ځکه چې ښه ورته فارغ وم نه کتابونه راسره وو، نه د طالبانو سبقان او نه هم فیسبوک  !; بیا مې هم وخت ضایع نه کړ، هره ورځ مې یو وار  قرآن کریم ختموی، چې په آخرو شپو کې له دې هم ولوېدلم، لمونځ به مې په ناسته په ډېر تکلیف وکړ او په کمبله به ننوتلم، په ملاسته به خدای شته ځان راته بد ښکارېدای چې قرآن  کریم را واخلم او تلاوت یې کړم (که څه هم چې شرعي محظور یې نه درلود)  هغه یاد کړی قرآن کریم به مې په ملاسته دور او تکراروی، ریښتیا یې ویېلي دې: «اللهُ به زور نان مې شود» یو عجیب د ابهام حالت ؤ نه پوهېدم چې څومره وخت به دلته  یم، داسې ښکارېده چې محقق به عسکرو ته دکوټه قلفي ویلې وي، نو مې محقق ته داسې چل جوړ  کړ ; ایسو جي (ضابط) مې راوغوښت او ورته کړه مې: «زه غواړم له خپل محقق سره وګورم، څه ناوېلي حقایق ورته ووایم او په خپل جرم اعتراف وکړم» ضابط سخت خوشحاله سو راته ویل یې چې ماته ووایه زه به دې وینا محقق ته هو به هو او ټکي په ټکي ورسوم، ما ورته ویل چې نه نه، دا مهم رازونه او حقایق دي، او ستا تر سویه پورته دي،  که دا کار ونه کړي بیا اس ټو او محقق ته ستا شکایت کوم، سړی مجبور سو چې محقق ته زما خبره ورسوي، محقق هم په دې ګومان چې خپل ورکه مې پیدا کړه د عاجل ملاقات زمینه  مساعده کړه، محقق راته کړه چې اوس دې لکه چې عقل سر ته راغی د نورو لپاره دې ښپږ کاله په بند کې تېر کړل (هغه وخت مې بګرام کې شپږ کاله تېر ؤ) اوس هم که په خپل جرم اقرار وکړې، له ما سره مرسته وکړې، طالب مشران او د انتحاریانو مراکز را ښکاره کړې، نو زه به هم له تا سره مرسته وکړم ترڅو له خپلې کورنۍ او بچيانو سره یو ځای شې، ما په داسې حال کې چې بدن مې ټوله ریږدېدی، داسې د مرستې وعده ورسره وکړه، ورته کړه مې چې : زه اوس دخبرو توان نه لرم ، نه مې دماغي توازن برابر دی او نه فیزیکي، ته مې وېنې چې ټوله بدن مې رېږدي، ته ډېر هوښیار محقق یې آخر دې اقرار ته مجبور کړم، خو دا یو کار وکړه چې ته مې یو وار په نس سم دم موړ کړه بیا به په کراره، آرامو اعصابو په مړه ګېډه یو د انتحاریانو غټ مرکز در ښکاره کړم، چې کال په کال په سوونو انتحاریان ورڅخه فارغېږي، خو په دې شرط چې نور به مې نه تنګوي، ویل یې سمه ده سبا ته زما ځانګړی مېلمه یې، څه شی خورې چې درته را وېغواړم؟ ما ورته کړه چې له هیڅ شي څخه هم پرهیز نه یم، خو غوښه مې ډیره خوښه ده، ویل یې دڅه شي غوښه؟ ما ورته کړه: ماهی، چرګ، پسه او تر ټولو د اوښ له غوښې سره ډېر جوړ یم، ویل یې کباب که کړائي؟ ما ور غبرګه کړه: شکر چې له غني او سرمایه دار دولت سره بندي یم دواړه، هم کباب او هم کړائي، ویل یې ok او ولاړی، اسکورټ راغلل زه یې په ویل چئر کې سپور خپل قفس ته یو وړم، شپه تېره شوه سهار لس بجې اسکورټ له ویلچئر سره را راغلل له خپل قفس څخه د تحقیق په خوا روان کړم، چې د تحقیق کانټینر ته یې د ننه کړم، که ګورم چې د معمول خلاف، نن یو نوی غټ، سور، ږیره ور، کس زما له محقق او ترجمان سره د تحقیق په کانتینر کې ناست دی، او زما د راتګ شېبې شمېري، دمیز پر سر کبابونه، کړایانې، پيپسیانې او مېوې په ترتیب ايښول سوې وې، ماهم له ننوتلو سره سم له روغبړ وروسته په خوراک پيل وکړ ، زما محقق، نوی راغلی، سور، ږیره ور، چې دخنزیر په څېر غټ ؤ راته معرفي کړ : دا جان دی چې خاص ستا له پاره له آمریکا څخه راغلی دی، که ته اوس هم ریښتیا ووایې جان ستا د خوشې کولو په برخه کې مرسته در سره کولی شي، ما په عین حال کې چې په خوراک لګیا وم، په تمسخر آمیزه لهجه مې ورته وویل: ما خو اورېدلې ؤ چې له آمریکا تر کابله شاوخوا څلویښت ساعته د طیارې سفر دې! جان لکه چې په جيټ طیاره کې راغلی، چې دومره ژر راورسېدی؟! ځکه ممکن نظامي محققین د اړتیا په صورت کې د موضوع د حساسیت په اساس په جیټ طيارو کې هم سفرونه وکړي ! زما محقق یوڅه متاثره سو، خو نوي کس یوه مصنوعي قهقه خندا وکړه او راته کړه یې یو آر سو فني (you are so funny ) : ته ډېر ټوقي يې. په دې وخت کې مې د پيپسي له غوړپ سره ور غبرګه کړه : ایګزاکتلي (exactly) :یقینا ً.

پخواني محقق مې قلم او کتابچه را واخیستل راته ویل یې: ډوډی هم خوره او زمونږ پوښتونو ته ځوابونه هم وایه ځکه وخت کم دی، ما ورته ویل څومره وخت لرو؟ محقق ویل، دوه نیم ساعته، ما ورته کړه: تحقیق په منډه نه کیږي! څنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده د تحقیق لپاره هم باید په دماغي او رواني لحاظ انسان چمتو وي او هم په فیزیکي، چې زه په یوه لحاظ هم نن تحقیق ته چمتو نه یم ځکه، نه مې رواني حالت ښه دی او نه هم فیزیکي، او بله دا چې زه د دوه میاشتو وږی یم په دې دوه نیم ساعته کې خو زه یواځې نه مړېږم تحقیق خو په خپل ځای! زه به ډوډی وخورم بیرته به خپل قفس ته ولاړ شم یو څه آرام به وکړم، جان هم له آمریکا راغلی ستړی دی، دی به هم استراحت وکړي، د خدای ورځې ډېرې دي، اوس خو زه دلته یم سبا او بل سبا به یې سره وګورو، زه به بیان کوم تاسو به په لیکلو کتابچې ډکوی ، دا دتلوار کار ندی محقق باید زغم او حوصله ولري!…. …خاطره لږ اوږده  ده حوصله مو غواړم.

د زاړه محقق د خبرو لهجه تېزه شوه خو نوي راغلي جان ورته بار بار ویل چې come down (ارام شه) مابه هم کله وارې ورته ویل relax (ارام شه) دی به ډېر مشتعل سو، له ډېرې غوصې به راته خوټېدی، خو د کامرو او نوي راغلي، جان له وېرې یې فیزیکي اقدام نه شو کولی، ماله نوي جان سره د شخصي ژوند په اړه بنډار پيل کړ، ترڅو دخېټې کار وکړم، زاړه محقق ته نوره هم غوصه ورغله، ویل یې مونږ باید اصلي موضوع ته راشو، دا وخت د شخصي ژوند په اړه دپوښتنو نه دی، او نه هم جان دومره وخت لري چې ستا پوښتونه ته د ده دشخصي ژوند په اړه ځوابونه ووایې، ژر کوه پوښتنې ځواب کړه که نه وي بیا اسکورټ را غواړم چې ډوډی ټوله کړي او تا هم بېرته سیګ (کوټه قلفي )ته بوځي، ما ورته کړل : ته لږ آرام شه هرڅه به خدای خیر کړي، که ته غواړې چې زما په تحقیق امتیاز او مثبت پوینټونه واخلې، زه هم غواړم چې آرام او آزاد ژوند وکړم، نو ښه به دا وي چې د خبرو لهجه مو یو څه نرمه کړی، مګر دی نور هم ګرمېدی، راته کړه یې: خامخا به نن زمونږ پوښتنې ځوابوې، که څه پاته سوې هغه به سبا ځواب کړې، مګر نن مونږ باید یوڅه وکړو، دا مېلمستیا ما په شخصي لګښت کړې! دا لګښت، مېلمستیا او خالي لاس؟! داهیڅکله هم نه شي کیدلی!

زه چې اوس بالا تقریبا ً ًموړ وم ورغبرګه مې کړه: چې څومره لګښت مو سوی وي اکاونټ دې راکړه چې خلاص سوم در استوم یې، ده راته کړل : stop joking and answer our questions (مسخرې بندې کړه او زمونږ پوښتنې ځواب کړه) زه پوه شوم چې خلګ بې لاسته راوړنې او ځوابونو نه ځې، نو مې ورته وویل، سمه ده پوښتنې مو پيل کړې.

راته کړل یې: تا وعده کړې وه چې د انتحاریانو داسې مرکز او روزنتون به در ښکاره کړم چې هر کال په سوونو انتحاریان ترې فارغېږي، چېرې دی دا مرکز؟ ما ورته وویل تاسو ته نه دی معلوم؟!

ده وویل نه، ما ورته د پسخنده په ډکه خوله خنداخندا کې وویل: تاسو خو له اثآسمانه څلور اینچه شیان وينی چې دا دومره غټ د انتحاریانو روزنیز مرکز مو څنګه نه دی لیدلی؟!

دا دومره غښتلې، او پرمخ تللې ټکنالوجي؟!

عجیبه لویه دعوه او دومره ضعیفه استخبارات ؟!

دا خو ماته ستاسو لپاره ډېره دشرم او ذلت خبره ښکاري، چې تاسو یې څنګه بولی؟!

نوي راغلي، سور سرکوزي وویل مونږ ته هم ډیر د انتحاریانو روزنیز مراکز معلوم دي مګر غواړو چې ستا له خولې یې واورو، ما ورته وویل ډېره ښه، سمه ده،  چې  بې ویلو مو نه پریږدی نو راځئ چې درته ووایم;  کوم د انتحاریانو روزنیز مرکز چې ما یې تاسو ته د ښودلو وعده کړې وه هغه دغه د بګرام جیل دی!

دوی دواړو راته وویل: ته ګپه بس کړه اصلي خبره راته وکړه، ما ورغبرګه کړه: ګپه به یې تاسو بولی، ځکه تاسو کبر په سر اخستي یاست، د حقایقو له لیدلو او اورېدلو ړانده او کاڼه یاست، د ځمکې پر سر حقایق او واقعیتونه نه وینی، خو له اسمانه د څلور اینچه شیانو د لیدلو ادعاء کوی، ستاسو څه خیال دی دا زرګونه بې ګناه بندیان چې خلاص شي، دابه ستاسو پر سر ګلان پاشي ؟!

نه نه داسې هیڅکله نه کېږي، دابه ټوله ستاسو دښمنان جوړېږي، دابه ټول یا فدائيان جوړیږي او یا به فدائیان درته جوړ، او تمويلوي، لاس پر زنه او آرام په  والله العظیم که یو هم درته کښېني دا ستاسو د غلتو استخباراتو پایله ده چې ټول وطن مو د آمریکایانو دښمن کړ، تاسو نه دا چې یواځې دافغانانو دښمنان یاست بلکه د آمریکایانو هم اول درجه دښمنان تاسو یاست! څوک مو د کروندې له سره راوستلي، څوک له تجارتخانې او دفتره، څوک له جومات او مسجده، څوک له مدرسې او پوهنتونه ! تر ټولو دشرم خبره خو لا دا چې د رمو شپانه هم دلته بندیان دي.

تاسو خو د بګرام په دا موجوده بندیانو کې یو داسې بندي راښکاره کړئ چې هغه مو له سنګر او مورچې څخه راوړی وي، او یا مو تر اوسه یو اسیر ته د الزام اسناد او شواهد ښکاره کړي وي، ټوله مو یا بزګران او شپانه راوړي دي، یا د مسجدانو او مدرسو امامان او طالبان، څوک هم بزنس والا او تاجران!

راښکاره کړئ یو نظامي طالب او یا هم د القاعده یو غړی له اسناد او شواهدو سره، که ریښتیا وایاست؟!

چې تر قیامته به یې هم ثبوت او شواهد وړاندې نه کړی! هسې مو د درواغو اتهاماتو لارۍ او ټرکان ګرځي!

ولې چوپ ناست یاست؟ که رېښتوني یاست نو وړاندې کړئ شواهد او مدارک؟! زاړه محقق وویل: مونږ دلته بګرام کې  ډیر غټ غټ ټروریستان او د القاعده غړي لرو چې نړۍ ته خطر دي ، ما ورغبرګه کړه هو زما په څېر تروریستان چې له خپل تجارتخانې او دفتر څخه مو دشپې په درې بجې په چاپه کې راوړم او شپږ کاله مو دلته بې له کوم ثبوت او مدرکه وساتلم! دلته خو ټول زما په شان تروریستان دي، چې اکثره یې خواران تر اوسه په دې نه دي خبر چې دلته بګرام ته ولې راوړل شوي دي!……

زاړه محقق راته کړل چې ته بې ګناه نه یې، له مونږ سره ډېر داسې ډیجیټل شواهد او ثبوتونه شته چې ستا جرم ثابتوي، ما ورته کړل، ډېر اعلی! مهرباني وکړه له هغه شواهدو څخه خو ته صرف یو دانه د جان په مخ کې راښكاره کړه چې یا زه قناعت درسره وکړم او یا یې رد کړم، تاسو خو په دا شپږو کلنوکې یو ثبوت هم وړاندې نه شو کړای نه به یې هم ترقیامته وړاندې کړی، ځکه چې درسره نشته، هسې مو د شخصي مدعاء په بناء د ناسالم رقابت په پایله کې بې له کوم ثبوت او مدرکه راوړی یم، اوس د دې لپاره چې دا شرم او ذلت مو پټ کړی وي، د ثبوت برابرولو هڅې کوی ترڅو مو د ځان لپاره یوه د خټو پزه جوړه کړې وي، چې د هغې پایله هم صفر ضرب صفر ده، که مو ټول کارونه دا رکم وي نو به د دې  ويجاړ وطن په جوړولو او بیا رغولو کې ښه مرسته راسره وکړی؟!

ده ته درد ورغی، سره وخوټېدی چُست وغورځېدی او پورته شو قلم او کتابچه یې په زمکه وویشتل لویه رمباړه یې وکړه او وې ویل :stop the fucken bull shit, we don’t come here to help you, and build your shit country, we are here to kill you guys, you are terrorist. (چټیات دې بند کړه، مونږ دلته د دې لپاره نه یو راغلي چې له تاسو سره مرسته وکړو او ستاسو وطن در جوړ کړو، مونږ دلته ستاسو د وژلو لپاره راغلي یو، تاسو تروریستان یاست).

ما ورته کړل ته داسې وکړه چې دا خبره په یوه کاغذ له خپل امضاء سره لیکلې ماته راکړه چې زه یې دسند په توګه له ځانه سره وساتم چې بیا منکر او یا هم پښېمانه نه شې، اوس لا ښه ده جان هم دلته  شته او شاهد دی؛ ستاسو په قاموس کې لکه چې ښځې، ماشومان، سپین ږري او بوډا ګان تروریستان دي، تاسو ته لکه چې جنازې او ودونه تروریستي او انتحاري هډې او مراکز ښکاري چې بمباروی یې! تاسو خو حتی هغه افغان امنیتي ځواکونه هم بمبار کړ چې ستاسو دريشي یې په تن، ستاسو سلاح ورسره، ستاسو معاش او تنخوا اخلي، او په تاسو پهره کوي!

دا زما خبره نده دا د باندې ستاسو خپله ټوله میډیا وایي؛ لږ شرم خو وکړه! اوس نو دی یو څه سوړ شو او وې ویل: هو څه ناڅه سهوې اوغلطیانې خو شوې دي، په دې مونږ هم اعتراف کو، خو دلته بګرام ته مونږ څوک بې ګناه نه راوړو، ته مو هم دلته بې ګناه نه یې راوړی، تا ږیره په طالبانو کې سپینه کړې ده، او له تا سره د ډېرو طالب مشرانو په اړه معلومات شته چې پټ دې ساتلي او له مونږ سره یې نه شریکوې، ما ورته وویل درواغ مو وویل! ته که زما د ګرفتاري هغه اول انځورونه وګورې نو درته څرګنده به شي چې ما ږیره دلته بګرام کې سپینه کړې، نه په طالبانو کې! د طالب مشرانو د معلوماتو په اړه به زه پس له شپږوکلونو، له تاسو سره څه شریک کړم؟! طالب خو اوس د زمکې پر مخ یو واقعیت دی چې هیڅوک ځنې انکار نشي کولی، دنړۍ پرمخ تللې ټکنولوجي تاسو لری ، په غښتلو کامرو سمبال ډرون طیارې له تاسو سره دي او د طالب مشرانو پوښتونه پس له شپږو کلونو له ما څخه په بګرام کې کوی بېخي عجیبه نده؟!

تاسو خو حتی کوم د کشر طالب د تلفن شمېره هم نه ده راسره پیداکړې، مشران طالبان خو پرخپل زای، كه مو ټوله استخباراتي معلومات داسې وو نو په مونږ افغانانو دې الله جل جلاله خپل خصوصي رحم وکړي، تاسو ته چې ټول افغانان تروریستان او دښمنان ښکاري بیاخو به نو ستاسو لپاره دلته ګذاره او وخت تېرول هم ډېر ګران تمام شي، خو زه فکر نه کوم چې ټول آمریکایان دې افغانان تروریستان وبولي، دا ستا خپل شخصي ستونزه بولم.

ما خو د ګرفتاري له اولې ورځې څخه په تور جیل کې لا محققینو ته دا خبره کړې وه  چې زه بې ګناه یم، تاسو ته هم وایم چې زه بې ګناه یم له خپل دفتر څخه مو په یوه وحشیانه چاپه کې راوړی یم، دنورو افغانانو په شان مو دلته په ظلم ساتلی یم، نه مو کومه مرمۍ را سره راوړی او نه هم د مرمۍ کمه توکۍ، په ظلم مو را وستلی یم او په ظلم مو ساتي.

تاسو خو ځانو ته قانون پوهان او د بشریت خواخوږي هم وایاست د یو توقیفي انسان د تحقیق لړۍ باید څومره وي؟! يا په بل عبارت ستاسو آمریکایانو توقیف خانه څوکاله وي؟! تاسو په آمریکا کې یو توقیفي څوکاله په توقیف خانه کې ساتی؟ ده راته کړل لږ وخت؛ ما ورته وویل مثلاً څو کاله؟ ده راته  وویل: کلونه نه وي څو اونۍ او یاهم کله ناکله څو میاشتې؛ ما ورته وویل: تاسو خو زه دا شپږکاله دلته په توقیف خانه کې بې له کوم ثبوت او دلیل، او بې له محکمې ساتلی یم! دا بیا د بشریت کوم قانون او ایین دی؟! دا حق تاسو ته کوم آمریکايي او نړیوال قانون درکړی چې په سوونو مظلوم بندیان بې له کوم مدرک او ثبوت، او بې له محکمې، دلته په بګرام کې په کلونو وساتی؟! دلته نو نوی راغلی جان هم په خبرو راغی او وی ویل : په تروریستي اعمالو مشکوک او مظنون کسان مونږ د آمریکا څخه بهر د نامعلوم وخت لپاره  په توقیف خانه کې ساتلی شو، ماورته وویل:هههههه نامعلوم وخت یعنې نا معلوم کلونه؟!

ده ته هم درد ورغی او وې ویل:

Yes maybe for forever

(هو ممکن چې د تل لپاره یې په توقیف خانه کې وساتو).ما ورته وویل دا حق تاسو ته کوم نړیوال دبشر پالنې قانون درکړی دی؟! نوي راغلي جان را غبرګه کړه: دا جنګي قوانین دي د جنګي مجرمینو لپاره، اوتاسو جنګي مجرمین یاست؛ ما جان جان ته وویل(( کاسه داغتر از آش))، ما خو دا ګومان کوه چې ستا شتون  به ماته ګټه وکړي.

تاخو له ده هم  واړوله! ده (زاړه محقق)  که په شخصي لګښت مېلمستیا جوړه کړې، فکر کوم ته بیا له آمریکا څخه په شخصي مصرف اولګښت راغلی یې چو دومره درد درغلی دی؟! خیر له دې به تېر شو؛ دا راته ووایاست چې دا قوانین چا او د چا لپاره یې وضع کړي؟ مدون او لیکلې بڼه هم لري؟ او که یواځې په آمریکايي اډو کې وضع او پلي کیږي؟! جان ته بد خشم ورغی، په داسې حال کې چې میز یې په سوک ډباوه په بغارو بغارو یې راته وویل:

You talk too much, Shout down your fucken mouth, we are not here to answer your questions, You should answer our questions, (لعنتي خوله دې بنده کړه مونږ دلته د دې لپاره نه یو راغلي چې ستا پوښتنې ځواب کړو، ته باید زمونږ پوښتنو ته ځواب ووایې).

ما ورته وویل ستاسو کومه پوښتنه ما بې ځوابه پرېښې ده؟! تاسو پوښتنه کړې ما ځواب در کړی، که نورې پوښتنې لری هم مهرباني وکړی چې په ورین تندې یې درته ځواب کړم؟!  جان راته وویل ته پوښتنه په پوښتنه مه ځوابوه بلکه لنډ په هو او نه ځواب راکړه، ما ورته کړل بېخي سمه ده مهرباني! نوجان خپل پوښتنې یې داسې پیل کړې، طالب یې؟ زه غلی شوم، راته کړل یې ولې غلی یې ځواب ووایه، ما ورته کړل: ته دې ټولې پوښتنې یوځل وکړه زه به یې هم په یو وار ټولې په هو او نه سره درځواب کړم، ځکه زما ډېرې خبرې په تاسو غمیږي! له ډېره درده یې بله پوښتنه یې نه ده کړې اسکورټ ته یې لویه ناره وکړه چې راسي دا ډوډۍ او شیان ټول کړي او یو یې سي ، اوس نوغیر له پیپسیانو د وړلو لپاره خاص دګټې څه نه وه پاتې چې اسکورټ یې یوسي بلکه اکثره مې خوړلي وه یوه پییپسي چې نیمه مې خوړلې او نیمه لا پاتې وه لګیا وم خوړله مې، چې جان پاته نیمه پیپسيیې له خولې څخه را حمله کړه او د کچرې سطل ته یې وغورځوله! ما ورته وویل تشکر او آفرین جانه مریخ دې فتح کړ! دې ته وايي بشر دوستي چې تاسویې دعوه کوی، مبارک دې شه! ده راته کړل چې زه راغلی وم چې له تاسره مرسته وکړم خو ته دنورو خلګو لپاره دلته وخت تېروې او نه غواړې چې کورته ولاړ سې، ته به دلته ډېر وخت پاته سې بچیان به دې بې پلاره غټ شي، چې کور ته ځې خپل بچیان به نه پېژنې؛ ما ورته وویل توکل په خدای.

آمریکايي انصاف او عدالت وایي دیته چې بې ګناه ځوانان په جیل کې زاړه کړه! زوړ محقق او جان په داسې حال کې له ترجمان سره د تحقیق له دوه متري کانټینره ووتل چې له غوصې راته خوټېدل؛ اسکورټ راغلل زه یې بېرته خپل دکوټه قلفي قفس ته یو وړم په قفس کې مې د ماسپین لمونځ وکړ او بې غمه په ماړه نس تر مازدیګره ورته بیده شوم، بیا مې نه هغه زوړ محقق ولید او نه هم له آمریکا څخه په یوه ورځ کې راغلی جان!  دواړو ته که د هدایت جوګه نه وي له ربه جهنم غواړم .

د بګرام ملا داود:

د ملا داود په نامه دشمالي یو سلفی ملا وو ، اول ځل وو چې  په بګرام کې مې په افغانې جامه کې  له سدری سره ولېدی، له امریکانو سره یې د تحقیق په برخه کې کار کوی، او آمریکایانو د ملایانو د جاسوسي دنده ورسپارلې وه، یواځې به یې له ملایانو څخه تحقیق کوی، کوم ملا به چې په تحقیق کې له خپل ملائي منکر وو  ده به هڅه کوله چې له هغه څخه اقرار واخلي ترڅو خپل ملائي په ومني، غیر له ملایانو یې له بل چا څخه تحقیق نه کوي یواځې د ملایانو جاسوسي به یې کوله، په عین حال کې یې بندیانو ته کتابونه هم راوړل خو لله الحمد ډیر ژر بندیان په پوه سول او رسوا شو، هغه وخت صرف دوه بلاکونه وو، کاسپين او مین فلور، د بندیانو تعداد هم ټول ټال اووه سوه شاوخوا  وو، ځکه نو بندیان ژر سره خبر شول په خولو کې یې واخیست او ډېر ژر یې په بګرام کې په خونه میر ملا مشهور کړ، له هغې وروسته یې بیا څوک تحقیق ته ندي غوښتي، ظاهرا ًبه یې يواځې د education څانګه په  library (کتابخانه ) کې کار کوی او بندیانو ته به یې له کتابخانې څخه کتابونه راوړل.

ما چې په هغه وختې کې نوی بندي وم او دوه کاله مې لانه وو پوره شوي، انګلیش شروع کړی وو نو مې د یو ګرامر ورته وویل په سبا یې هغه راته راوړ له هغې وروسته مې بیا د دوه درې کتابو ورته وویل هغه یې هم راته راوړل، لنډه یې دا چې د کتابو لپاره مې ورسره شناخت شو د انګلیش د زدکړې لپاره به یې  تل ستاېلم او هڅولم، په دې ډول دوه درې میاشتې تېرې شوې، يوه ورځ زمونږ د پنجرې څنګ ته دیوې پنجرې مخ ته له یو بندي سره ولاړ وو ، آمریکايي عسکر ورغږ کړل چې له بندي سره مه درېږه، خبرې مه ورسره کوه، صرف کتابونه ورکړه او ولاړ شه! ده سر خلاص نه کړ  او پنجرې ته ولاړ لا یې له بندي سره خبرې کولې چې آمریکائي عسکر چابک ورغی او په ډېر سپک وضعیت یې له لاسه راکش کړ او ورته وې ویل: نه مې درته ویل چې له بندي سره خبرې مکوه، ده آمریکايي ته په عاجزۍ سره له بغله وکتل په داسې حال کې ورسره روان سو چې بندیانو ته یې داسې ترشا شا کتل لکه  څوک چې د ظالم په مقابل کې له یو چا څخه د مرستې غوښتنه کوي; دې حالت خدای شته زه ډېر سخت ودردولم چې هغه غیرتي افغان چې د غیرت او مېړانې یې تاریخونه پراته دي نن خپل په وطن کې د یرغلګرو له خوا له داسې بې عزتۍ سره مخ کېږي؟! هیڅ مې دلاسه نه کېدل اونه مې هم نور ورته دکتلو توان درلود، ولاړم اودس او دوه رکعته لمونځ مې وکړ  او د خپل زړه د درد غوټې مې ټولې خپل رب جل جلاله ته خلاصې کړې.

بله ورځ یې د پنجرې مخته د خدای په اماني په وخت کې راته وویل زه تاسو ته دعاء کوم چې آزاد شی، ما ورته کړل سمه ده خو زان ته دې هم دعا وکړه چې رب جلت عظمته دې ددې ذلت له ژونده خلاص او یو بل چېرې حلاله روزي درته حواله کړي، ځکه دیو افغان په حیث مې دا د ذلت ژوند په والله العظيم که در باندې پيرزو وي، ښه د مسلمان سړي رنګ دې دی او د دې سرو سرکوزو کفارو مخ ته مخ ته داسې کوچنی کوچنی غورځې! د هغه بلې ورځې د عسکر چلند به مې تر قیامته کړوي او لکه هغه د فلسطينی ماشوم قصه چې د خپل پلار په غیږ کې د اسرائیلي غاصبینو له خوا یې سینه په مرمیو غلبیل غلبیل شوه ستا سره د دې سرکوزي چلند به مې هم تر مرګه اعصاب آرام ته پرېنږدي، که دا د بيزو ځامن ستاسو تر قوماندې لاندې وای بیا یې دومره زور نه غوښت دا چې په خپل وطن کې یې لکه دښکار تازيان تناب کړي یاست دا  ډېره بوګنونکې اوزړه دردونکې ده،  زه به تاته دعاء وکړم چې خدای دې له دې حقارت ضلالت او له سپکاوي ډک ژونده خلاص کړه، زه که له فیزیکي لحاظه بندي يم خو فکر او عقیده مې آزاد دي، زه اوس په دې پنجره کې آمریکایانو ته هغه څه ویلی شم چې ته یې د باندې نه شې ویلی، څه شو هغه له افغانې غروره  ډک تاریخ مو؟! تاسو شمالي وال خو د شجاعت او مېړانې تاریخ لری، لږ همت خو وکړی که جهاد نه ورسره کوي نو ددوی لپاره سپر هم مه جورېږئ، څنګ ته یې هم مه درېږئ! ده راته وویل ته ښه وایې، قرآن هم داسې وایې لاس یې پورته کړی او ولاړ ; خو دا هرڅه یې آمریکايي محققینو او څارنوالانو  ته رسولي وو چې په سبا یې زه دستي تحقیق ته پسې بوتلم .

بګرام او د شپې تالاشي:

د ماشام ډوډۍ به یې ډېرځله د مازدیګر له لمانځه د مخه راوړه! ویل به یې چې په نیم ساعت کې یې باید وخوری او هر بندي باید خپله یک بار مصرف کاسه او پلاستیکي کاشوغه پس له دېرشو دقیقو ګارډ ته تسلیم کړي، که مو داسې ونه کړل نو ډي آر (کوټه قلفي) درکول کیږي ; اوس به  نو څوک مریضان ؤ ،څوک به روژه ؤ ، او د چا به هم اوس اشتها نه وه برابره چې خپل (meal) وخوري، چې هر څه به مو ورته وویل چې دا ماښامنۍ ډوډۍ تر ماښامه راته پریږدی او یا یې هم پس له ماښامه راوړی، مګر آمریکائي عسکرو ته به زمونږ دا غوښتنې داسې وې لکه اوښ ته چې رباب وهي! عجیبه مغرور، کبرجن ، وحشيان، کرکجن، او عنادګر خلګ ؤ، د بندیانو له کړاو، ځور، او تکلیف څخه به یې ځانګړی خوند اخیست، دشپې په درې بجو به د ولچک او زولنو شړنګی سو، ویلچئرونه به (چې بندیانو ورته سایکل وایه) د پنجرې مخ ته ودرېدل لویې لویې نارې به یې جوړې کړې !get up ، search (پورته شئ تالاشي ده) د ټول بلاک د بندیانو خوب او آرام به یې ور خراب او ګډوډ کړ، د پنجرې ټول بندیان به یې ولچک او زولنه په سایکلونو کې حمامونو ته وې وړل، ترسهاره به په پنجره کې د تالاشي په بهانه آمریکائي عسکر اخته ؤ ، مونږ به د ژمي شپه  په ولچک او زولنو کې په یخو حمامونو کې له یوه قمیص او پرتاګه سره تېره کړه، چې د رواني او psychology سایکلوجي نظره دا یوه غټه ستونزه وه، چې د آمریکائي psychologists سایکلوجیسټانو په لارښونه او مشوره به ترسره کېدله، ترڅو بندیانو ته دماغي او رواني ستونځې خلق کړي، خو له نیکه مرغه د سپېڅلې عقیدې او ایمان له برکته دا یوه مقطعي او لنډمهاله ستونځه وه، ځکه ملګرو ته مو دا ذهنیت ورکړی ؤ چې له عقیدوي دښمن سره بندیان یو، نو له داسې دښمن څخه دا کړه وړه او اعمال څه د توقع او انتظار خلاف نه دي! باید صبر او استقامت وکړو، او حوصلې له لاسه ور نه کړو ، ځکه الله جل شانه د صابرانو مل دی، داخبره مو ملګرو ته بار بار کوله:

که صبر وکړو او که بې صبري خپل قید به تېره ؤ ! له دې چې په بې صبري یې تېر اوشیطان خوشحاله کړو، دا غوره ده چې صبر او استقامت وکړو، هم به مو اعصاب آرام وي، او هم به مو پاک رب (عزوجل)راضي، او د آخرت لپاره به مو ښکلې توشه او ذخیره برابره کړې وي; علی اي حال چې بیرته به یې پنجرې ته را وستلو هرڅه به ګډوډ ؤ، مونږ به د کمبلو په بېلولو او د ځایونو په جوړلو اخته او لګیا ؤ، آمریکائي عسکرو به د پنجرې په سر مونږ ته کتل، غټ غټ به یې خندل او د خوښۍ سندرې به یې ویلې ، زمونږ  ددې حالت په ننداره به یې خوند اخیست او دخوښۍ اظهار به یې کوه، یواځې به د پنجرې ګارډ دبندیانو د سخت غبرګون له ویرې، غلی غلی ګرځېدی او څه به یې نه ویل; د یادولو وړ ده چې آمریکائي عسکر به په ټولیز ډول له مظلوم او بې دفاع اسیرانو څخه سخت په وېره او وام کې ؤ، چې نوي اوتازه به له آمریکا څخه راغلل له ډاره به بېخي پنجرې ته را نژدې کېدل نه، بلکه لکه سارائي (صحرائي) پسونه به لرې لرې ګرځېدل، د وخت په تېرېدو سره به لکه اوسۍ یو څه رام سول خو بیا به هم ډېر په ډار او ترس کې ؤ، هیڅ مې په یاد نه دي چې آمریکائي ګارډ دې دپنجرې مخته پر چوکی د شپې او یا دورځې خوب وړی وي.

نوټ:ښه او بد چانس د ښي او چپ لاس په څېر دي ، د ضرورت او اړتیا په صورت کې باید دواړه وکارول شي.
په بګرام کې له خوښیو ډکه شېبه!

څنګه چې زما کور له وطنه بهر د هجرت په دیار کې ؤ، د ځينو ملحوظاتو په بناء مې کور ته دیو بندي په واسطه خبر واستوی چې زما ملاقات ته به له کوره څوک نه راځئ، حتی که مې غوښې دلته بګرام کې کارغانو وخوړلې بیا هم زما ملاقات ته څوک را نه شئ! د ملاقات لپاره مې سره صلیب ته په وطن کې مېشتو د څو قریبانو نومونه ورکړل، چې په هغو کې یواځې یو محصل چې د اکا ځوی مې ؤ  او عبدالحکیم نومېدی ملاقات ته راتی، یو وار مې یو استاذ چې د پلار مې خوریې او شاګرد دی، مخامخ ملاقات ته راغی، نورو قریبانو زما سره له ملاقاته ډډه وکړه، چې ترپایه مې په دې اته کلونو کې بل څوک ملاقات ته نه دي راغلي، چې دا هم د دوستانو او قریبانو یوه امتحاني او چاڼيزه مرحله وه؛ لنډه دا چې په دې اته کلونو کې مې د کورنۍ له غړو سره رابطه ونه شوه، یواځې به عبدالحکیم جان زما او د کورنۍ په مابین کې رابط ؤ او بس!

نور مې نه د چا غږ واورېدی او نه هم انځور ولیدی، له نیکه مرغه داتم کال په آخره کې چې دمبارکې روژې آخیرۍ لس شپې وې، دوه شپې کمکي اختر ته پاته، زه له سبقه څخه د مازدیګر لمانځه څخه بعد واپس خپل پنجرې ته راغلم، که ګورم ملګري له خندا شنه شنه کیږي، چې د خوښۍ اثرات یې په ټنډو کې څرګندېدل پوښتنه مې وکړه : څه قیصه ده چې داسې خوښ برېښی ؟! دآزادي زېری خو به نه وي درباندې شوی؟! دوی را غبرګه کړه چې نه د آزادۍ زېری نه دی، خو کم هم نه دی ! هغه دا چې تلفن مو پیدا کړی، غواړې چې له کوره سره دې خبرې وکړې ؟! ځکه چې اول مستحق ته یې، چې دې دا اته کاله له کوره سره خبره نه ده شوې، ما خو دا فکر کله هم نه ؤ کړی چې زه به په دې وتوانېږم چې یوه ورځ به د بګرام له پنجرې څخه د خپل قبله ګاه صاحب ږغ په تلفن کې واورم، هیڅ مې باور نه کیدای، ملګرو ته مې ویل تاسو خدای که به ګپه کوی! دوی ویل مولوي صیب ګپه یې مه بوله ریښتیا ده، راکړه د کور د تلفن شمیره دې، چې اوس يې درته روخ کړو، زما د اطمینان په خاطر یې تلفن له کمبلې را واېستی او راته کړه یې چې دا دی تلفن! راکړه نمبر دې، زما څخه له ډېرې خوشحالۍ دکور نمبر یو ګړی هېر ؤ پس له لږ سوچ او فکر مې نمبر په یاد سو، تلفن یې راکړ په کمبله ننوتلم، چې نمبر مې ډایل کړ قبله صاحب ګوشي پورته کړه، یو عجیب احساس مې در لود چې پس له اته کلونو مې د والد صاحب غږ په تلفن کې واورېدی! څه د خوښۍ شېبې وي؟! نه د قبله ګاه صاحب زړه ته لوېدله چې زما غږ دې د بګرام له پنجرې څخه پس له اته کلونو په تلفن کې واوري، او نه هم زما! خو هېره دې نه وي چې د مسلمان لپاره غیر ممکن شتون نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x