ورزش

د ۲۰۱۹م کال یو ورځنیو لوبو پنځه زیاتې منډې جوړونکي لوبغاړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ په نړۍ کې ۲۰۱۹ میلادي کال یو له مهمو او تاریخ جوړونکو کلونو څخه و، چې د ځینو لوبډلو له نسکورېدو او تر ځینو د پورته کیدو یې ډیر څه لرل، ډیرو لوبغاړو نړیوال ریکارډونه مات کړل او انګلستان په لومړي وار د یو ورځنیو نړیوال جام اتلولي وګټله.

د ۲۰۱۹م کال تر ټولو زړه بوږنونکې صحنه د کرېکټ نړیوال جام پایلوبه وه چې د انګلستان او نیوزیلند لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، انګلستان په لومړي وار د نړیوال جام اتلولي وګټله، خو دغه اتلولي ددوی لپاره د نورو په څېر خوشالونکې نه وه، ځکه چې ددې بریا یو جنجالي پای درلود.

دلته هغه غوره پنځه لوبغاړي وړاندې کوو چې د ۲۰۱۹م کال په یو ورځنیو لوبو کې یې تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړي:

په یوه کال کې د زیاتو یو ورځنیو منډو جوړولو ریکارډ د هندي لوبغاړي سچن ټنډولکر سره دی چې په ۱۹۹۸م کال کې یې په ۶۵.۳۱ اوسط سره ۱۸۹۴ منډې جوړې کړې وې، په یاد کال کې نوموړي ۳۴ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړې وې، دغه ریکارډ تر دې دمه چا مات نشو کړای.

https://twitter.com/ESPNcricinfo/status/1208790551195246592?s=20

روهیټ شرما Rohit Sharma:

۱۴۹۰ منډې په ۵۷.۳۰ اوسط

روهیټ شرما په اوسني وخت کې د یو ورځنیو لوبو تر ټولو غوره لوبغاړی ګڼل کیږي، نوموړی د نړۍ لومړی لوبغاړی دی چې په یو ورځنیو لوبو کې یې زیاتې «۳» غبرګې سلیزې وهلې دي.

روهیټ شرما د ۲۰۱۹م کال کې ۲۸ یو ورځنۍ لوبې او ۲۷ پاڼۍ ترسره کړي، چې په ۵۷.۳۰ اوسط سره یې ۱۴۹۰ منډې جوړې کړې، په دې لړ کې یې ۷ سلیزې او ۶ نیمه سلیزې وهلې دي، ددې سربېره د یوې لوبې زیاتې منډې يې ۱۵۹ دي چې د ویسټ انډيز پر وړاندې یې کړي دي.

ویرات کوهلي Virat Kohli:

۱۳۷۷ منډې په ۵۹.۷۶ اوسط

د ۲۰۱۹م کال یو ورځنیو لوبو دویم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی د هند نامتو او د کرېکټ تاریخ جوړونکی ویرات کوهلي دی، که په یو ورځنیو لوبو کې په زیاتو منډو جوړولو  دویم نمبر دی خو د ۲۰۱۹م کال په ټولو نړیوالو لوبو کې له روهیټ شرما وړاندې دی.

ویرات کوهلي د ۲۰۱۹م کال په ټولو نړیوالو لوبو کې روهیټ شرما وروسته کړ او تر ټولو زیاتې ۲۴۴۷ منډې یې جوړې کړې، په دې لیست کې د ۲۴۴۲ منډو سره روهیټ شرما په دویم او بابر اعظم په ۲۰۸۲ منډو سره په دریم نمبر دی. ویرات کوهلي د ۲۰۱۶م راهیسې پرلپسې څلور کاله د کال تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی دی.

ویرات کوهلي د ۲۰۱۹م په ۲۶ لوبو او ۲۵ یو ورځنیو پاڼیو کې په ۵۹.۸۶ اوسط سره ۱۳۷۷ منډې جوړې کړي، ۵ یې سلیزې او ۷ نیمه سلیزې یې وهلې دي، د یاد کال یوې لوبې تر ټولو زیاتې منډې یې ۱۲۳ دي چې د استرالیا لوبډلې پر وړاندې یې کړي.

شای هوپ Shai Hope:

۱۳۴۵ منډې په ۶۱.۱۳ اوسط

د ویسټ انډيز لوبډلې ځوان لوبغاړی شای هوپ د ۲۰۱۹م کال یو ورځنیو لوبو کې ښه ځلیدلی، نوموړي د افغانستان پر وړاندې په یو ورځنیو لوبو کې سلیزه ووهله او د ایرلینډ پر وړاندې یې ۱۷۰ منډې کړي دي.

شای هوپ د ۲۰۱۹م کال په ۲۸ یو ورځنیو لوبو او ۲۶ پاڼیو کې ۱۳۴۵ منډې جوړې کړې چې ۴ سلیزې او ۸ یې نیمه سلیزې وهلې دي، د نوموړي ۶۱.۱۳ اوسط تر روهیټ شرما او ویرات کوهلي غوره دی.

ارون فینچ Aaron Finch:

۱۱۴۱ منډې په ۵۱.۷۸ اوسط

د استرالیا لوبډلې چټک توپ وهونکی ارون فینچ په ځانګړي ډول په شل اوریزو لوبو کې ګڼ شمېر ریکارډونه په خپل نوم لري، خو د ۲۰۱۹م کال د نوموړي لپاره په یو ورځنیو لوبو کې هم غوره ثابت شو.

ارون فینچ په ۲۳ یو ورځینو لوبو کې په ۵۱.۸۶ اوسط سره ۱۱۴۱ منډې جوړې کړي، نوموړي په دې لړ کې ۴ سلیزې او ۶ نیمه سلیزې هم وهلې دي، او د یوې لوبې زیاتې ۱۵۳ ناسوزېدلې منډې یې د پاکستان لوبډلې پر وړاندې کړې دي.

بابر اعظم Babar Azam:

۱۰۹۲ منډې په ۶۰.۶۶ اوسط

د پاکستان لوبډلې ځوان او مهارت لرونکی لوبغاړی بابر اعظم چې په شل اوریزو لوبو کې لومړی مقام لري، په ۲۰۱۹م کال کې د خپلې لوبډلې لپاره په انفرادي ډول غوره ثابت شو.

نوموړي په ۲۰ یو ورځنیو لوبو کې په ۶۰.۶۶ اوسط سره د ۳ سلیزو او ۶ نیمه سلیزو په مرسته ۱۰۹۲ منډې جوړې کړې، د نوموړي ۱۱۵ منډې د سریلانکا پر وړاندې وې چې لس کاله وروسته یې په پاکستان کې وار سلیزه ووهله.

په یاد لیست کې د افغانستان لخوا رحمت شاه تر ټولو وړاندې دی چې په ۲۰ یو ورځنیو سیالیو کې یې ۶۴۶ منډې په ۳۲.۲ اوسط سره جوړې کړې دي، نوموړي په دې لړ کې ۱ سلیزه او ۴ نیمه سلیزې هم وهلې دي، ورپسې اصغر افغان (۵۶۹) او نجیب ځدران (۵۰۹) دی.

هغه لوبغاړي چې په لسیزه (۲۰۱۰م تر ۲۰۱۹م) کې یې تر ټولو زیاتې نړیوالې منډې جوړې کړي، ویرات کوهلي (۱۱۱۲۵)، روهیټ شرما (۸۲۴۹)، هاشم املا (۷۲۶۵) ای بي ډیویلیئرز (۶۴۸۵) او روس ټیلر له (۶۴۲۸) منډو سره دي.

باید وویل شي چې د ۲۰۱۹م کال په ټولو نړیوالو لوبو کې روهیټ شرما تر ټولو زیاتې ۱۰ سلیزې وهلې دي، له نوموړي وروسته ویرات کوهلي ۷، بابر اعظم ۶ او ډیویډ وارنر هم ۶ سلیزې وهلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x