لیکنېنظــر

په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د طالبانو سیاسي فعالیتونه

لیکنه: قاري عبدالستار سعید

له امریکایانو سره مذاکرات

له امریکایانو سره د مخامخ مذاکراتو سلسله د ۲۰۱۸ م کال له جولای میاشتې را پیل شوه. امریکایي مطبوعاتو د سپینې ماڼۍ په حواله اعلان وکړ چې ټرمپ د افغانستان په اړه په خپل سیاست کې اساسي بدلون راولي او غواړي له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي. د ۲۰۱۸م کال د سبتمبر په لومړیو کې د امریکا حکومت زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې د مذاکراتو لپاره ځانګړی استازی وټاکه. نوموړي د کال تر پایه دوه ځله په قطر او دریم ځل د متحده عرب اماراتو په ابو ظبي کې له طالبانو سره خبرې وکړې. د مذاکراتو دریم پړاو کې د دود خلاف څو نورو اړخونو ( سعودي عرب، پاکستان او عرب اماراتو) هم ګډون درلود. دمذاکراتو له دې پړاو وروسته د څه مودې لپاره سیاسي فضا خړه پړه شوه. داسې معلومیده چې امریکا غواړي د بیلابیلو فشارونو په توسط د مذاکراتو پروسه له خپل ټاکلي مسیر څخه منحرفه کړي. امریکایانو هڅه کوله د خبرو لړۍ د قطر په ځای په سعودي او یا هم پاکستان کې وغځوي، چې طالبانو ورسره نه منله.

په دې ډول ۲۰۱۹ م کال د یوه داسې ابهام سره پیل شو چې د مذاکراتو د پروسې راتلونکی په کې څرګند نه و. د جنورۍ په پنځلسمه اسلامي امارت په یوه اعلامیه کې خپل دریځ داسې روښانه کړ( اسلامي امارت د مسئلې د سیاسي حل لپاره لاره خلاصه پرېښې او د تماس ځای یې هم ښکاره دی چې هغه د اسلامي امارت سیاسي دفتر دي او په دوحه کې شتون لري.

څرنګه چې امریکایانو د تیر میلادي کال د نومبر په میاشت کې د دوحې په غونډه کې موافقه کړې وه چې په راتلونکې غونډه کې به له افغانستان څخه د خارجي قواوو په وتلو او د نورو هیوادونو په خلاف د افغانستان د خاورې د نه استعمالولو په موضوع خبرې کوو؛ خو اوس دوی له هغې اجندا څخه ډډه کوي او پخپله خوښه نوی موضوعات پکښې زیاتوي، نو له همدې امله، اسلامي امارت  امریکایانو ته خبرداری ورکوي چې که دا وضعیت دوام کوي او امریکایان پخپله تګ لاره کې  له ريښتونولي څخه کار نه اخلي؛ نو اسلامي امارت به هم اړ کیږي چې  د سولې خبرې او مذاکرات ترهغه وخته وځنډوي ترڅو چې امریکا د ناروا فشارونو او تاکتیکونو پرته، واقعي سولې ته راوړاندې شوې نه وي.)

د طالبانو قاطعانه موقف امریکایي اړخ مجبور کړ، تر څو د خبرو میز ته راوګرځي. د جنورۍ په یوویشتمه رسنیو خبر ورکړ چې زلمی خلیلزاد او ورسره هیئت قطر ته تللی، په همدې ورځ د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ولیکل: امریکايي لوری د هغې اجنډا په منلو سره چې د افغانستان د اشغال خاتمه او له آینده افغانستان څخه چاته د ضرر نه رسولو اطمئنان دی د مذاکراتو میز ته راغی او نن يې استازو د قطر هیواد پلازمینه دوحه کې د اسلامي امارت له استازو سره غونډه وکړه.یاده غونډه به سبا هم دوام کوي.)

د جنورۍ  په ۲۴ مه د د اسلامي امارت د مقام له فرمان سره سم محترم ملا عبدالغني برادر په سیاسي چارو کي د مشرتابه مرستیال او د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د رئيس په توګه وټاکل شو. د دې ټاکنې پراخ هرکلی وشو چې ورسره د مذاکراتو لړۍ نور هم جدي رنګ خپل کړ.

د فبرورۍ په ۱۲ مه د اسلامي امارت مشرتابه له امریکایانو سره د مذاکراتو لپاره نوی پلاوی اعلان کړ، چې په پخوانیو غړو سربیره په کې څو نور مطرح اشخاص هم زیات شوي وو چې په دې ډول د مذاکراتي پلاوي شمیر ۱۴ تنو ته ورسیده. له دې دوه ورځې وروسته د سیاسي دفتر نوی مشر ملا برادر آخند او ورسره د مذاکراتي پلاوي نوي اعضاء د قطر پلازمینې دوحې ته ورسیدل تر څو له امریکایانو سره د خبرو لړۍ ته دوام ورکړي.

پنځم پړاو مذاکرات د فبرورۍ  په ۲۵ مه پیل شول، چې له درې ورځې منځني ځنډ سره یې ۱۶ ورځې دوام وکړ. په لومړي ځل د اسلامي امارت سیاسي مرستیال ملابرادر آخند هم په دې خبرو کې ګډون وکړ. د خبرو اوږدوالی د ډیرو لپاره غیر متوقع و. د امریکا د بهرنیو چارووزیر مایک پمپیو دغه خبرې پيچلې وبللې. او د امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل چې له امریکایانو سره هره مسئله ژوره څيړي، نو ځکه خبرې غځيدلې دي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ولیکل طالبان د نورو په شان نه دي چې د امریکایانو هرې غوښتنې ته په  یس سر( هو جناب!) ځواب ورکړي. بلکې هره مسئله له خپلواک موقفه ورسره پیچي نو ځکه خبرې اوږدې شوې.

د اپریل میاشتې په ۱۲ مه داسلامي امارت د مذاکراتي پلاوي د یوولس تنو اعضاوو(ملا عبدالغني برادر، شیرمحمد عباس ستانکزي، مولوی عبدالسلام حنفي، ملا محمدفاضل مظلوم، ملا عبدالحق وثیق، ملا خیرالله خیرخوا، ملا نورالله نوري، مولوي امیر خان متقي، شیخ مولوي شهاب الدین دلاور ، مولوي عبداللطیف منصور او مولوي ضيا الرحمن مدنی)نومونه د ملل متحد له تور لیسته وایستل شول او سفري بندیزونه ترې پورته شول. دغه مهال د امریکایي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد بیا بیا د سیمې هیوادونو او کابل ته سفرونه وکړل. د کابل ادارې د قطر د پروسې د پیکه کولو په مقصد د مشورتي جرګې  په نوم د یوې غونډې اعلان وکړ چې د اپریل په ۲۹ مه ترسره شوه خو ټولو سیاسي جهتونو ورسره پریکون اعلان کړ.

په داسې حال چې د اشرف غني مشورتي جرګه لا سرټکی وه، د می میاشتې په لومړۍ په دوحه کې د مذاکراتو شپږم پړاو پیل شو. دې مذاکراتو ۹ ورځې دوام وکړ. د می په نهمه د سیاسي دفتر ویاند ښاغلي سهیل شاهین  په ټویټر ولیکل چې (په دې پړاو مذاکراتو کې د تېر دور خبرو په دوران کې د چمتو شوې مسودې په برخه کې پرمختګ او ځینې هوکړې شوې، دواړه لوري به د همدې پړاو په لاینحله نقاطو باندې له خپلو مشرانو سره سلا مشورې کوي او د مشورو تر بشپړولو او په اختلافي نقاطو باندې بحث ته تر تیارېدلو وروسته به نوي پړاو مذاکرات پیل کېږي)

د می میاشتې په ۲۷ مه په روسیه کې بین الافغاني غونډه ترسره شوه، د جون په لومړۍ نیټه د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده صاحب د کوچني اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې د سولې د پروسې په اړه وویل: اسلامي امارت غواړي چې په ګران هیواد کې د افغانانو د خوښې یو خپلواک، اسلامي، او افغان شموله نظام حاکم شي، همدې هدف ته د رسیدو لپاره مو د مسلح جهاد ترڅنګ د تفاهم او مذاکراتو دروازه هم پرانیستې پریښې ده، چې همدا اوس له امریکایي لوري سره د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له طریقه د مذاکراتي ټیم په وسیله د تفاهم سلسله جریان لري، الله تعالی ته سوال کوو چې هیوادوال یې د ښو پایلو شاهدان و اوسي)

له امریکا سره اووم پړاو مذاکرات د جون په ۲۹ مه پیل شول او بیا یي د جولای تر ۷ بین الافغاني غونډې پورې دوام وکړ. د اووم پړاو مذاکراتو په اړه ټولو خواووو د پرمختګ خبره کوله. خو مشترکه اعلامیه چې تمه یې کیده نشر نه شوه.. د جولای په (۷ ــ  ۸) اووم پړاو مذاکرات بین الافغاني غونډې ته رخصت شول. د امریکايي پلاوي مشر خلیل زاد چین ته روان شو او په ټویټر یې  ولیکل چې بیا به امریکا ته ځي تر څو د مجلس راپور خپلو مشرانو ته ورسوي.  په همدې سره د مذاکراتو دا پړاو هم پای ته ورسید.

د مذاکراتو اتم پړاو د اګست په دریمه پيل شو. چې څو ورځې یې جریان درلود. رسنیو ویل چې شاید دا ځل مسوده لاسلیک شي، له همدې امله خو د بیلابیلو نړیوالو رسنیو خبریالانو هم دوحې ته ځانونه رسولي وو. دواړو اړخونو په خبرو کې د غوڅ پرمختګ خبر ورکړ خو مسوده لاسلیک نه شوه. د خبرو له منځه باخبرو سرچینو رسنیو ته وویل چې د مسودې پنځه نوي فیصده کار نهایي شوی دی.

د مذاکراتو په منځ کې د اګست په شپږمه زلمی خلیلزاد هند ته په سفر لاړ، رسنیو وویل  په دې مذاکراتو کې د امریکایي قواوو د وتلو په اړه اختلاف ختم او یوازې په میکانیزم او تخنیکي اړخ کار یې پاته دی. د اګست په اوومه د طالبانو هیئت د ملا برادر  آخند په مشرۍ ازبکستان ته روان شو. د مذاکراتو دا پړاو د اګست په ۱۲ مه  د لوی اختر په دوهمه پای ته ورسید او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر ولیکل: دمذاکراتو اتم پړاو بیګا شپه تر دوه نیمو بجو د مذاکراتي ټیمونو په مسلسل کار کولو سره بشپړ شو، اوږده او ګټور مذاکرات وو، موافقه مو وکړه چې د راتلونکو ګامونو په اړه هر لوری له خپل مشرتابه سره مشورې وکړو)

د اګست په شلمه د امریکایي پلاوي مشر زلمی خلیلزاد کابل ته ورسید او یوه ورځ وروسته دوحې ته لاړ، د اګست  په ۲۲ مه نهم پړاو مذاکرات پیل شول چې د سبتمبر میاشتې تر لومړۍ نیټې یې دوام درلود. په دې مذاکراتو کې  په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو مشر جنرال سکاټ میلر هم برخوال و. ګڼ خبریالان د مذاکراتو د  پوښښ لپاره دوحې ته تللي وو. د مذاکراتو په منځ کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر  شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني له ملا برادر آخند او زلمي خلیلزاد سره مشترک مجلس هم وکړ. د دې پړاو له خلاصیدو سره رسنیو وویل چې مسوده نهایي شوې، یوازې لاسلیک ته پاته ده او په دې به غور کیږي چې د لاسلیک مراسم یې باید څرنګه او چیرته ترسره شي.  د مذاکراتو له پای وروسته زلمی خلیلزاد کابل ته لاړ، له اشرف غني سره یې ولیدل. دارګ یو چارواکي وحید عمر په ټویټر ولیکل چې خلیلزاد نهایي شوې مسوده اشرف غني ته ورښودلې ده خو  ور سپارلې یې نه ده(!) د سبتمبر په دوهمه خلیلزاد له طلوع نیوز چینل سره ځانګړې مرکه وکړه چې مهم ټکي یې په دې ډول وو( د کاغذ پر مخ طالبانو سره توافق ته رسېدلي يو، خو د ټرمپ موافقې ته منتظر يو. که لاسلیک وشي په ۱۳۵ ورځو کې به ۵ نظامي اډې ترک کړو. تر اوسه څرګنده شوې نده چې څوک به زمونږ لخوا دا توافقنامه له طالبانو سره لاسليک کړي. د طالبانو پر ضد مونږ او د افغانستان حکومت مشترکه جګړه وبايلله. د بين الافغاني مذاکراتو لړۍ ژر پيلېږي، خو حکومت تر اوسه نه دی توانېدلي هيئت وټاکي، زه به ډير په بين الافغاني مذاکراتو کې نه يم ښکېل خو قطر، اندونيزيا، ناروې، ملګري ملتونه او نور علاقمند دي چې مېنځګړيتوب وکړي. يو وخت مې فکر کاوه چې طالبان د يوه بهرني هيواد تر قومندې لاندې عسکر دي، خو له نهو مياشتو مذاکرې وروسته دې نتيجې ته ورسېدم چې دا فکر مې سم نه دی ، طالبان تر ډيره وطندوسته خلک دي)

د سبتمبر په څلورمه خلیلزاد او سکاټ میلر بیا قطر ته لاړل او له طالبانو سره یې ولیدل، له عمومي وضعیت داسې معلومیده چې هر څه سم روان دي او ډیر ژر به د نهه پړاوه مذاکراتو په لړ کې نهایي شوې توافقنامه لاسلیک شي. خو د سبتمبر په اووم ناوخته چې په افغانستان کې د اتم سبتمبر شپه وه د امریکا ولسمشر ټرمپ په څو پرلپسې ټویټونو کې ولیکل چې له طالبانو سره خبرې یې لغو کړي دي. ټرمپ ولیکل چې په پلان کې وه په دې شپه په کمپ ډیويډ کې له طالب مشرانو سره وګوري او موافقه لیک امضاء کړي، مګر دا چې طالبانو د کابل د شش درک په برید کې یو امریکایي عسکر وواژه نوموړي د کمپ ډیویډ ملاقات او ټوله پروسه لغو کړې ده.

د ټرمپ دې نا اټکله اعلان د افغان اولس د سولې هغه امیدونه مړاوي کړل چې له تیره یوه کال یې دغه مذاکراتو ته درلودل. که څه هم ټرمپ د مذاکراتو د لغو کولو علت د یوه امریکایي عسکر وژل کیدل وبلل. اما باخبره سرچینو وویل چې ټرمپ غوښتل دکمپ ډیويدپه ملاقات کې له لاسلیک وړاندې په طالبانو ځینې خبرې تحمیل کړي چې طالبان یې منلو ته اماده نه وو. کله یې چې دغه پلان ناکام شو نو یې د مذاکراتو پروسه لغو کړه. د ټرمپ په ځواب کې طالبانو په خپله اعلامیه کې ولیکل(اوس چې د امریکا جمهور رئيس ټرمپ له اسلامي امارت سره د مذاکراتو د بهیر درول اعلان کړل، دا به ترهرچا ډیر تاوان په خپله امریکا ته ورسوي، اعتبار به یې زیانمن، د سولې ضد دریځ به یې نور هم نړۍ ته ښکاره، د سر او مال زیان به یې زیات او په سیاسي تعامل کې به یې کردار متزلزل معرفي کړي)

د ټرمپ له اعلان وروسته د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکراتو کې یو اوږد ځنډ پېښ شو. اما کارپوهانو باور درلود چې امریکایانو به بیرته د مذاکراتو میز ته راغبرګ شي. د طالبانو هیئت په اکتوبر میاشت کې پاکستان ته د سفر په مهال له زلمي خلیلزاد سره ولیدل، ورپسې په نومبر میاشت کې یو ځل بیا په قطر کې د امریکایي پلاوي او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې په مقصد مذاکرات پیل شول، دغه مذاکرات کامیاب وو چې په پایله کې یې د  امریکایي پوهنتون د دوو استادانو په مقابل کې درې تنه مجاهدین ( محمد انس حقاني، حافظ عبدالرشید او مالي خان) را خوشي شول.

د ۲۰۱۹ میلادي کال په وروستۍ میاشت ډسمبر کې یو ځل بیا د امریکایي ځواکونو د وتلو په موضوع د مذاکراتو موضوع توده شوه، د ډسمبر په شپږمه د خلیلزاد په مشرۍ امریکایي پلاوی قطر ته ورسید او په دې ډول د مذاکراتو لسم پړاو پيل شو. د ډسمبر په دوولسمه دواړو اړخونو د مذاکراتو د توقف خبر ورکړ  خو ویې ویل چې ژر به بیرته پیل شي.

بین الافغاني مشورتي غونډې

تېر کال د افغانستان د مختلفو سیاسي جهتونو سره د طالبانو د تفاهمي ناستو له اړخه هم مهم او خبرساز و.  د بین الافغاني تفاهم لومړنۍ ستره غونډه د فبرورۍ په پنځمه نیټه د روسیې په پایتخت ماسکو کې ترسره شوه. د دې کانفرانس کوربه په ماسکو کې د افغانانو ټولنه وه، د طالبانو له اړخه په کې د شیر محمد عباس ستانکزي  په مشرۍ لس کسیز پلاوي برخه درلوده، له کابل څخه د حامد کرزي، یونس قانونی، حنیف اتمر، محمد محقق، اسماعيل خان، قطب الدین هلال او زلمي رسول په شمول څلویښت تنو سیاسي څیرو برخه درلوده. کانفرانس ته له پاکستان څخه د مهاجرینو استازي او د مهمو سیاسي ګوندونو غړي هم ورغلي وو. دې کانفرانس دوه ورځې دوام وکړ.

دمجلس ټول ګډونوال په دې نظر وو چې خارجي اشغالګر دې له افغانستانه ووځي، په افغانستان کې باید اسلامي نظام حاکم شي. اساسي قانون باید تعدیل شي په حکومتي دستګا او بنسټونه کې اساسي او ژورو تغیراتو ته ضرورت دی، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او یوه ډله د زور له لارې ورباندې واک نه شي چلولای. د مجلس په پای کې په نهو مادو کې یو پریکړه لیک صادر شو چې په کې د بهرنیو قواوو په وتلو او اسلامي نظام په جوړولو تاکید شوی و. دغه راز د ورته ناستو د دوام غوښتنه تکرار شوې وه.

په اپریل میاشت کې په قطر کې د یوې بلې ورته بین الافغاني غونډې اوازه خپره شوه، د شخړو او بشري مطالعاتو د مرکز په نوم یوې قطر میشتې ټولنې په دوحه کې د دې غونډې ترتیبات نیولي وو چې د اپریل په ۲۰ مه به ترسره کیدله. طالبانو له خپل جانبه دې کانفرانس ته بشپړ تیاری اعلان او د ګډونوالو یو متوازن لست خپور کړ. خو مقابل جانب په خاص ډول د ارګ چارواکو چې  په خوله د سولې  چیغې وهي  په عمل کې یې د تفاهم د دې فرصت د تخریب کار پيل کړ. لومړی یې د هیئتونو ټاکل او لغو کول شروع کړل. ورپسې یې د سرو کرښو او شرایطو خبره را مخې ته کړه. وروسته چې غونډې ته دوه ورځې پاته شوې، د ګډونوالو یو داسې دوه نیم سوه کسیز لست یې خپور کړ چې نه خو د قطر د غونډې له حال او مقام سره ښایېده او نه یې په غونډه کې د منل کیدو امکان و. په سبا چې د قطر د غونډې تنظیموونکو کابل ته د الوتکې د لیږلو اراده وکړه تر څو ګډونوال دوحې ته انتقال کړي د کابل چارواکو له کابله د ګډونوالو د انتقال مخه ونیوله او په صریحو ټکو یې د دې سوله ییزې غونډې مخالفت اعلان کړ. په دې سره د کانفرانس مهتمم (سلطان برکات) د دې بین الافغاني غونډې د ځنډ خبر ورکړ.  له بیلابیلو هیوادونوکوم افغان شخصیتونه چې دوحې ته رسیدلي وو. طالبانو ورسره مفیدې لیدنې کتنې وکړې او د دې فرصت په سبوتاژ کیدو له سولې سره د ارګ د واکمنو دښمني ټولو ته روښانه شوه.

د می میاشتې په ۲۷ مه د روسیې حکومت د افغان ــ روسیې د اړیکو د سلمې کلیزې د لمانځلو په هدف د یوې غونډې اعلان وکړ چې په قطر کې د سیاسي دفتر غړي او له کابل څخه یو شمیر سیاسیون وربلل شوي وو. له قطر څخه د اسلامي امارت د سیاسي مرستیال ملا برادر اخند  په مشرۍ څوارلس کسیز پلاوی ماسکو ته لاړ او هلته یې د افغان ــ شوروي د اړیکو د سلمې کلیزې په غونډه کې له شرکت وروسته د می د میاشتې په ۲۸مه او ۲۹ مه د حامد کرزي او عطا محمد نور په شمول له ګڼو افغان شخصیتونو سره غونډه هم ترسره کړه. د غونډې په مشترکه اعلامیه کې راغلي وو(دواړو لوریو پر اوربند، د ملکي خلکو د ژوندانه په حفاظت، د بندیانو اړوند مسائلو، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پروتلو، د بهرنیو لاسوهنو پر بندولو، د اسلامي نظام په ټینګښت، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، د ملي وحدت پرتحکیم، د ښځو پر حقوقو او نورو مسائلو ګټور او ژغورونکي بحثونه وکړل)

د بین  الافغاني تفاهم دریمه غونډه د جولای میاشتې په اووم او اتمه نیټه په دوحه کې ترسره شوه. په دې غونډه  کې له کابل څخه شاوخوا پنځه دیرش تنه برخوال وو، چې له سیاسي څیرو علاوه یو شمیر د مدني ټولنو او رسنیو استازو هم په کې ګډون درلود. دا غونډه چې دوه ورځې یې جریان درلود  په بیلابیلو مسائلو په کې ژور بحثونه وشول او په پای کې اته ماده ییز مشترک پریکړه لیک صادر کړ. دواړو خواوو له کانفرانس څخه ښه تأثر څرګنداوه او داسې معلومیده لکه د غونډې په جریان کې  چې د طالبانومنطق او استدلال برلاسی وي، ځکه د کابل څخه یوه ګډونوال نادر نادري وویل چې خپل کسان یي هم د طالبانو پر خوا شول.

له یادو بین الافغاني غونډو علاوه د تېر کال په جریان کې طالبانو له سیاسي او ټولنیزو څیرو سره ګڼ نور مجالس او ملاقاتونه هم درلودل. د کال په اوږدو کې د بیلابیلو سیاسي احزابو استازي او ټولنیز فعالان قطر ته ورغلل او له طالبانو سره یې ولیدل. له دې جملې د نومبر په نهمه له کابله د سولې فعالین لکه اسمعیل یون، نظر محمد مطمئن، شفیع اعظم، فیض محمد ځلاند، ولی الله شاهین، اسدالله وحیدی، خیر الله شینواری او څو نور کسان قطر ته لاړل چې څو ورځې هورې له طالبانو سره په خبرو بوخت ول. دوی د قطر دفتر له غړوسره بیا بیا کتنې وکړې په وروستي مجلس کې یې ملا برادر آخند هم ګډون درلود.

د نومبر میاشتې په لومړۍ اونۍ کې په چین کې د یوې بلې بین الافغاني غونډې خبره ګرځیده. د سبتمبر په میاشت کې چین ته د ملا برادر آخند د سفر په مهال دې هیواد غوښتنه کړې وه چې د ماسکو د غونډې په شان یوه غونډه به جوړه کړي. طالبانو موافقه کړي وه. خو وروسته د برخوالو د لست په اړه د کابل چارواکو عدم توافق د غونډې د ځنډیدو لامل شو او دا غونډه ترسره نه شوه. په هر حال . . . تېر کال د بین الافغاني تفاهمي غونډو له اړخه کمساری و، چې د کتونکو په باور یې د سولې او دریځونو د نږدې والي په برخه کې مثبت اغیز درلود.

د طالبانو سیاسي سفرونه او لیدنې

تېر کال طالبان د بهرني سیاست په برخه کې تر پخوا فعال وو او ګڼو هیوادونو ته یې په لوړه کچه ديپلوماتیک سفرونه درلودل. د دې سفرونو لړۍ له هغه وخت خوځنده شوه  چې د اپریل په میاشت کې د یوولس تنه طالب ديپلوماتانو نومونه د ملل متحد له توره لسته خارج او د سفر بندیزونه ترې  پورته شول.

د اسلامي امارت د مرستیال ملا برادر آخند او ورسره هیئت لومړی نړیوال سفر د می په ۲۷ مه روسیې ته و، چې په ماسکو کې یې د افغان ــ روسیې د اړیکو  په سلمه کلیزه کې ګډون وکړ. په دې سفر کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مجلس کوربه و. طالبانو په مجلس کې خپله اعلامیه واوروله او وروسته د روسیې له چارواکو سره لیدنه او خبرې ترسره شوې.

د بهرنیو اړیکو او لیدنو په برخه کې د طالبانو هڅې له دې هم اټکلولای شو چې د قطر دفتر مشر او د امارت سیاسي مرستیال، د ورسره هیئت په ګډون د تېر کال دواړه اخترونه له کورونو لرې په بهرنیو سیاسي سفرونو کې تېر کړل. د جون  په دوهمه چې د کوچني اختر ورځ و، د ملا برادر آخند په مشرۍ د طالبانو هیئت ایران ته په نا اعلان شوي سفر لاړ او د هغه هیواد له چارواکو سره یې خبرې وکړې. یوه اونۍ وروسته د جون په ۱۱ مه ملا برادر آخند او ورسره هیئت د چین ولسي جمهوریت ته نا اعلان شوی سفر وکړ چې د چین د خارجه وزیر د مرستیال په ګډون یې له بیلابیلو چارواکو سره ولیدل.

د جولای په ۲۷ مه رسنیو خبر ورکړ چې د ملا برادر آخند په مشرۍ د طالبانو هیئت اندونیزیا ته سفر کړی. په دې سفر کې طالبانو د اوندونیزیا د ولسمشر له مرستیال (یوسف کالا) د بهرنیو چارو له وزیرې (ریتنو لیستاري) نورو چارواکو دغه راز د علماء له لویې ډلي (نهضت العلماء) او دعلماؤ د شپیتو ډلو له اتحادیې (مجلس العلماء)  سره تفصیلي مجالس وکړل.

د اګست په اوومه د ملا برادر آخند په مشرۍ د طالبانو پلاوی د ازبکستان په رسمي بلنه دې هیواد ته لاړ. دا له اندونیزیا وروسته د طالبانو یو بل مهم سفر و، طالبانو په دې سفر کې د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر په شمول له مهمو چارواکو سره وکتل، د امام بخاري (رحمه الله) د مزار او نورو تاریخي ځایونو لیدنه یي وکړه او دسمرقند والي ورته ځانګړي میلمستیا وکړه. د ازبکستان چارواکو ملا برادر آخند ته د ولسمشر په شان پروتوکل ورکړ، ځانګړي چپنه یي ورواغوسته او تود هرکلی یي وکړ. د اسلامي امارت ویاند د دې سفر په اړه ولیکل(محترم ملابرادر اخند د ازبکستان د بهرنيو چارو له وزير څخه وغوښتل، تر څو هغه اقتصادي پروژې او عمراني کارونه چې ازبکستان پيل کړي دي لکه د افغانستان شمال ته د بريښنا رسول او د دواړو هيوادونو تر منځ د تجارت د پراختيا په منظور د مزارښارته د اورګاډي د پټلۍ غزول او ورته نورې پروژې، تکميل کړي او ډاډ يي ورکړ چې اسلامي امارت په یادو برخو کې ترخپل کنترول لاندي سيمو کې هر ډول همکارۍ ته تيار دئ، ځکه دا پروژې نه خاص په اسلامي امارت پورې اړه لري او نه هم د کابل د اداري د مشرانو ملکيت دی، بلکه دا د ټول ملت ملکیت دی، د عامو افغانانو په ګټه او د هغوی د هوساينې لپاره دي.)

د سبتمبر میاشتې په لومړیو کې چې کله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې مذاکرات لغو اعلان کړل. طالبانو سیمه ییزو سفرونو ته مخه کړه. د سبتمبر په ۱۴ مه رسنیو وویل چې د شیر محمد عباس ستانکزي، قاري دین محمد حنیف او محمد سهیل شاهین په شمول د طالبانو درې کسیز پلاوی مسکو ته تللی دی. ښاغلي ستانکزي د روسیې له دولتي ټیلویزیون سره د مرکې په ترڅ کې وویل: متاسفانه هر وخت چې مونږ یوې نهايي هوکړې ته ورسیږو د امریکایانو له خوا [مذاکرات] لغوه کیږي. وروستي مذاکرات چې د ټرمپ په امر لغوه شول دا دریم ځل وو چې دغه ډول د سولې یوه هوکړه لغوه کیږي. تر دې وړاندې دوه ځله د بارک اوباما په ولسمشرۍ کې هم د سولې مذاکرات لغوه شوي وو)

د همدې میاشتې په ۱۷ د قطر دفتر ویاند محمد سهیل شاهین په ټویټر ولیکل چې د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د طالبانو هیئت ایران ته سفر کړی دی او د دې هیواد له چارواکو سره یې خبرې کړي دي. په همدې ورځ د ارګ ویاند صدیق صدیقي وویل چې د بهرنیو هیوادونو له لورې د طالبانو میلمه پالنه د اصولو او دموکراتیک عرف خلاف عمل دی، هغه اعتراض چې د ارګ واکمن یې همیشه د طالبانو د سیاسي سفرونو په اړه تکراروي، خو څوک پرې ری نه وهي.

د سبتمبر په ۲۲ مه  ښاغلي سهیل شاهین ولیکل : دا.ا.امارت د سیاسي دفتر یو نهه کسیز هئيت دا.ا. امارت د سیاسي مرستیال محترم ملا برادر اخند په مشرۍ، د چین هیواد ته سفر کړی او نن یې په بیجنګ کې دافغانستان لپاره د چین د خاص استازي ښاغلي ‌‌‌‌‌‌ډين شیجو او ورسره هئيت سره وکتل. دواړو خواوو د امریکایي ټيم سره داسلامي امارت د ټيم په شویو مذاکراتو او توافقنامې خبرې وکړې. د افغانستان لپاره د چین خاص استازي وویل چې دغه توافقنامه دافغانستان د مسئلې د سوله ایز حل ښه چوکاټ دی او مونږ یې ملاتړ کوو. همداشان ملا صیب برادر وویل: مونږ د افغانستان د مسئلې د حل لپاره مذاکرات تر سره کړل او یوې هر اړخیزی توافقنامې ته ورسیدو. اوس که د امریکا ولسمشر له خپلې خبرې اوړي او خپلې ژمنې نه مني، نو په افغانستان کې د هر‌‌‌‌‌‌ډول وراني او وینې توئيدنې مسئولیت به یې په غاړه وي. ملا صیب برادر وویل، مونږ په هرصورت کې له خپل ولس، هیواد او اسلامي ارزښتونو دفاع کوو.

د خارجي سفرونو په لړ  کې د اکتوبر په دوهمه د ملا برادر آخند په مشرۍ د طالبانو لوړ رتبه هیئت پاکستان ته سفر وکړ. دوی ته دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هرکلی ووایه، د پاکستاني حکومت ګڼو ملکي او پوځي چارواکو ورسره په ملاقات کې ګډون درلود.

په ملاقات کې د سولې د موضوع نه علاوه د مهاجرینو، د تعلیمي، صحي، تجارتي ستونزو، د باډرونو او تګ راتګ د ستونزو، دغه راز د بندیانو په اړه خبرې وشوې او په اړونده برخو کې پاکستاني چارواکو د همکارۍ وعدې وکړې. پاکستان ته د سفر په څنډه کې د اسلامي امارت استازو د امریکایي مذاکراتي پلاوي له مشر زلمي خلیلزاد سره هم لیدنه درلوده.

د نومبر د میاشتې په ۲۳ نیټه دملابرادر آخند  په مشرۍ هیئت ایران ته سفر وکړ او د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف په شمول یې له ګڼو ایراني چارواکو سره خبرې وکړې.  له یادو سفرونو نه علاوه په تېر کال کې په قطر هیواد کې د طالبانو سیاسي دفتر ته هم د بیلابیلو هیوادونو لوړپوړو دیپلوماتانو تګ راتګ درلود. په دې لړ کې د اندونیزیا، ازبکستان، چین، روسیې، امریکا او ملګرو ملتونو لوړرتبه هیئتونو بیا بیا په قطر کې د اسلامي امارت له استازو سره ملاقاتونه وکړل. د ملاقاتونو او سیاسي سفرونو دغه بهیر د اسلامي امارت د فعالې دیپلوماسۍ ښکاروندی و چې په نړیواله سطحه یې د طالبانو په اړه ذهنیتونه بدل او ورسره د طالبانو سیاسي پرستیژ ځواکمن شو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

ژوند ژوند ژوند

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x