افغانستان

امريکا: شکايتونو کميسيون دې په بې پرې توګه شکايتونه وڅېړي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ولسمشريزو ټاکنو له اعلان وروسته يو شمېر نوماندانو د لومړنيو پایلو له منلو انکار کړی او د ټاکنو کميسيون يې په جعلکارۍ او د اشرف غني په پلوۍ تورن کړی دی.

په کابل کې د يو شمېر بهرنيو ديپلوماتانو سربېره جنوبي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس ويلز هم د ولسمشريزو ټاکنو د پایلو هرکلی کړی او له شکايتونو کميسيون څخه يې غوښتي، چې د ټاکنيزو ټيمونو شکايتونه په بې پرې او مسلکي توګه وڅېړي.

نوموړې په خپل ټويټر پيغام کې ويلي: «موږ د شکايتونو کميسيون څخه غوښتنه کوو، چې شکايتونه په مسلکي او بې پرې توګه وڅېړي.»

هغې دا هم ويلي، د ميزان مياشتې په شپږمه نېټه په ولسمشريزو ټاکنو کې ډېری افغانان نه دي توانېدلي، چې خپلې رايې وکاروي.
د ټاکنو کميسيون تېره ورځ لومړنۍ پایلې اعلان کړې، خو هېڅ نوماند هم په کې د ګټونکي د شرطونو سره سم ۵۰+۱ رايې نه دي ترلاسه کړي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني ۵۰،۶۴ سلنه رايې وړي او تر نورو مخکې دی.

د پایلو له اعلانېدو وروسته په کابل کې د امريکا سفير جان بس په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، ټول افغانان بايد د ټاکنو لومړنۍ پایلې ومني او د وروستيو پایلو تر اعلانېدو لا هم ډېر مراحل پاتې دي.

داسې ويل کيږي، چې ټاکنې به دوهم پړاو ته لاړې شي، خو د سړې هوا له امله به دوهم ځل ټاکنې وځنډول شي او ښايي په دې وخت کې د امريکا او طالبانو خبرې يوې پایلې ته ورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

عجيبه ده ، د آزاد او خپلواک افغانستان ؟؟؟ په انتخاباتی چارو کی د بهرنی امريکايی باس او ويلز لاسوهنو او غوښتنو څخه داسی ښکاری چی اوسنی دولت بلواک او د امريکی غلام دی . پرون باس اوسنی نتائج بی اهميته وښودل او ڼن بيا ويلز وايی چی ډيرو افغانانو ګډون نه و پکښی کړی ، د دی دواړو د دولت او د انتخاباتو د واکمنانو خبری دا ښيی چی دا انتخابات هم ناقصه او نا چله دی ، او د ټولو هغو شرميدلو افغانانو چی پدی انتخاباتو کی يی ځانونه ستړی کړيوه او هغو نا اهلو او احمقو چی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x