ټولنیزه برخه

وخت ساتنه او د کارونو ترتیب

ليکنه:مولاناعبداللطيف نارويي
ژباړه: حسيب الله سجاد

یو بل مهم سبب چې په وخت ساتنه کې له موږ سره مرسته کوي هغه د کارونو منظمول دي، وخت ساتنه د ژوند په کارونو کې د نظم او انظباط سبب ګرځي.
داسې هم پېښ شوي چې یو چا بل چاته کار سپارلی او هغه هم داسې چاته چې په خپلو کارونو باندې ولکه نه لري او وخت ته پاملرنه نه کوي بل وخت لومړی کس د دویم څخه د خپل سپارل شوي کار پوښتنه کوي او هغه هم په لنډ ځواب (راڅخه هېر شو) ځواب ورګرځوي چې د دې خبرې اصلي معنا دا ده چې زه په کارونو او وختونو واک نه لرم.

دلته دا ټکی هم د یادولو وړ دی چې کېدای شي هر انسان یوڅه هېر کړي خو وختونو ته په پاملرنې او د شیانو په یادښت سره خپل کارونه مخ ته بوځي او خپلې کړنې سمې ترسره کړي.

ښه مې په یاد دي چې څو کاله مخکې راته یو له لویانو ما عاجز بنده ته یو کار وسپاره د یو څه وخت په تېریدو سره یې د هغه پوښتنه راڅخه وکړه؟ ورته ومې ویل: چې ستا کار مې هېر کړی، ویې ویل: «له دې څخه معلومیږي چې زما کار ته د اهمیت نه دی ورکړی او هېر کړی دې دی».

وروسته د هغه د دغه لویې خبرې په لټه کې شوم او دا راته څرګنده شوه چې انسان هر کار په پوره پابندۍ یادښت کې وليکي او څو وارې یې په خپل ذهن کې تکرار کړي نو د هېریدو چانس یې ډېر کمیږي.

نو همدا سبب دی چې وخت ساتنه د کارونو په نظم او ترتیب کې لویه ونډه لري او موږ باید کارونه نن او سبا ته پرېنږدو.

کله چې عبدالله ابن طاهر ابن حسین د مامون لخوا د مصر رقه ولایت ونیو، طاهر بن حسین مامون ته داسې ولیکل: «د نن ورځې کار پای ته ورسوه او سبا ته یې مه پرېږده او دا هڅه هم وکړه چې دا کارونه پخپله ترسره کړې ځکه سبا ورځ دومره ډېر کارونه لري چې د نن له کارونو څخه تا بې‌پروا کوي او په دې هم ښه پوه شه کومه ورځ چې تېره شي د هغه څخه څه نه پاتې کیږي.

او  که د سبا ورځې کار بلې ورځې ته پرېږدې نو د دوو ورځو کار درته جمع کېږي او که چېرې د هرې ورځې کارونه په خپله ورځ کې ترسره کړې نو آرامي به ترلاسه کړې او د خپلې واکمنۍ کارونه به ښه سرته ورسوې».

نامعلوم کارونه او کړنې نامعلومو ورځو ته پاتې کېږي او کله د هېرې باد دغه کړنې د نیستۍ صحرا او دښتې ته په نامعلوم لوري کش کوي او یوازې د کړنلار جوړونې تر سیوري لاندې او په وخت ساتنه کولی شئ په کم وخت کې ډېر کارونه ترسره کړئ.

امام ابن قیم جوزي وايي: «غوره، لوړې او ګټورې مفکورې هغه دي چې د الله د رضا او د آخرت د ورځې په خاطر وي او هغه فکر چې د الله د خوښۍ په خاطر وي څو ډوله دی: چې پنځم ډول یې د وخت ضرورت او د مسؤلیت فکر دی چې ټول توان باید د هغه په ساتلو کې مصرف کړو، پوه انسانان وخت پېژندونکي وي ځکه که وخت له لاسه ورکړي نو په ټولو کړنلارو کې ورته ستونزې پیدا کیږي، ټولې ښېګڼې په وخت پېژندلو ترسره کېږي او که چېرې وخت له لاسه ووت دویم ځلې ګرځېدل یې بیا نشته»

هغه انسانان چې وخت پېژندونکي نه دي حتی دومره وخت هم نه لري چې درۍ دقیقې د خپل مور او پلار سره تلیفوني خبرې وکړي او یا د کوم ناروغ پوښتنه وکړي.

او د یوې دقیقې درېدل یې د سره څراغ تر شا ورته دردونکی دی، خو په ډېره آرامۍ سره ساعتونه او ورځې د ټولنیزو شبکو او د مجازي فضا په اختیار کې ورکوي او خپل وختونه او ساعتونه د خپلو ملګرو سره په غیر ضروري لیدنو او کتنو تېروي.

خو وخت پېژندونکي انسانان وختونه او اوزګارتیا غنیمت ګڼي او د هر وخت لپاره کړنلار جوړوي ترڅو په کړنلار جوړونه وخت ګرانبیه وګرځوي او ضایع یې نه کړي هغه د شېبو شېبو په تم‌ځای کې د سره څراغ لپاره کړنلارې لري او پوره یې څارنه کوي خو نه یوازې دا بلکې د لیدنو کتنو لپاره وخت هم ټاکي، وخت پېژندونکي کسان د سپارل شوو کارونو په ښه سمبالښت کې له هر چا وړاندې دي په خپلو وعدو باندې وفا کوي، د نن ورځې کار سبا ته نه پرېږدي او د خپلې دنیا او اخرت د اصلاح په لټه کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x