نړۍ

د خاشقجي قتل قضيه؛ سعودي پنځه تنه په اعدام محکوم کړل

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د سعودي عربستان لوی څارنوال سعود بن عبدالله المعجب ويلي، د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د سعودي خبريال د وژنې په قضيه کې پنځه تنه په اعدام محکوم کړي، خو د هغه په قتل کې دوه مهم ښکېل چارواکي د استخباراتو مرستيال احمد عسيري او د وليعهد محمد بن سلمان پخوانی سلاکار سعود القحطاني ته په دغه قضيه کې برائت ورکړل شوی دی.

لوی څارنوال ويلي، د ترکيې په استانبول ښار کې د سعودي قونسل محمد العتبي ته هم د خاشقجي په قتل کې برائت ورکړل شوی او په وينا يې پر هغه تور نه دی ثابت شوی.

لوی څارنوال ټينګار کړی، چې د جمال خاشقجي په قتل کې ښکېل پنځه کسان په اعدام او درې نور په ۲۴ کاله بند محکوم شوي دي.

لوی څارنوال زياته کړې، چې دا حکم ابتدائي دی او وروستی نه دی.

لويې څارنوالۍ په اعدام د محکومو کسانو نومونه نه دي ياد کړي، په داسې حال کې د امريکا مرکزي استخباراتو «سي ای اې» او د ترکيې حکومت ويلي و، جمال خاشقجي د سعودي لوړپوړو چارواکو په مستقيم امر وژل شوی او اشاره يې وليعهد محمد بن سلمان ته وه.

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او يو شمېر نورو بشري بنسټونو د جمال خاشقجي د وژنې غندنه کړې وه او په دې اړه يې له سعودي څخه د شفافو او بې پرې څېړنو غوښتنه کړې وه.

د جمال خاشقجي د قضيې شاليد

سعودي تبع جمال خاشقجي د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کالم ليکونکی ژورنالېست و، د خپل ژوند په ورستيو کې له حکومت سره مخالف شوی و، په خپلو کالمونو کې به يې د وليعهد او حکومتي چارواکو د کړنو پر خلاف ليکنې کولې او تېر کال اکتوبر کې د خپلو رسمي کارونو لپاره د ترکيې په استانبول ښار کې د سعودي قونسلګرۍ ته تللی او هلته وژل شوی و.

نيويارک ټايمز او ځينو نورو رسنيو ويلي، شونې ده، سعودي حکومت د خاشقجي په قتل کې ځينې کسان د دې قضيې قرباني کړي او د محمد بن سلمان د ژغورلو هڅه وکړي.

په لومړيو وختونو کې سعودي چارواکو د هغه له وژلو انکار کاو، خو د ترکيې کومت، د امریکا استخباراتو «سي ای اې» او ګڼ شمېر نورو لويديځو دولتونو وويل، چې خاشقجي د بن سلمان په امر وژل شوی، خو سعودي وايي، د خاشقجي په وژنه کې د بن سلمان لاس نشته.

نيويارک ټايمز او ځينو نورو رسنيو ويلي، شونې ده، سعودي حکومت د خاشقجي په قتل کې ځينې کسان د دې قضيې قرباني کړي او د محمد بن سلمان د ژغورلو هڅه وکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

مونږ د نړۍ ټول مسلمانان او نوره نړۍ پردې جنایت نشي غلولی د ایشجي قاطل محمد بن سلمان او دیهودو ملګری دی ، بی ګناه انسانان یې په دې نوم اعدام کړل ، الله دېز د افاسده کورنۍ ورکه کړي او الله د وژل شویو ته جنتونه ورکړي !!!!

خیر

هاي اخوانيانو او تكفيريانو ستاسو يه پہ خاشقجی سہ اڑہ خپلہ مو ٹولہ افغانستان سرہ سوری سوری اودر پدرہ کی تا نہ شرمیژی ییی ملا موماتہ سہ لکہ ماتہ چہ دہ

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x