ورزش

سپین غر د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو اتلولي وګټله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کورني کرېکټ په چوکاټ کې د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو پیل شوې لوبې نن د ۲۵ لوبو وروسته په ننګرهار او خوست ولایتونو کې پاې ته ورسېدې.

د دې سیالیو په ۲۵مه او وروستۍ لوبه کې سپین غر لوبډلې د بوست لخوا د ۱۶۸ منډو هدف د ۴ لوبغاړو په سوزېدو ترلاسه کړ او د ۶ وېکټو په مټ یې روانې لوبلړۍ کې په پرلپسې ډول دریمه بریا خپله کړه.

د سپین غر او بوست لوبډلو ترمنځ سیالي کې منیراحمد کاکړ په یوه پاڼۍ کې ۱۷۷ منډې هم جوړې کړې، خو د سپین غر تېز توپ اچونکي فرید ملک یو ځل بیا ۷ لوبغاړي وسوزول او د پرلپسې دوېم وار لپاره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

سپین غر لوبډلې د زیاتو ۱۳۶ امتیازونو په ګټلو سره لومړی مقام خپل کړ او نن ورته په خوست لوبغالي کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې داتلولۍ جام ډالۍ شو.

منیر احمد کاکړ چې د بست لوبډلې لوبډلمشر او ویکټ کیپر و، په یادو سیالیو کې ۸۰۹ منډې وکړې، نوموړی په زیاتو منډو او غوره ویکټ ویکټ ساتنه د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی د سپين غر لوبډلې لوبډلمشر نجیب تره کی و چې ۸۲۸ منډې يې جوړې کړې، بلخوا په زیاتو ویکټو اخیستلو کې ذوهیب تر ټولو وړاندې و چې ۴۶ ویکټې یې واخیستې، نوموړی به د افغانستان په ۱۹ کلنه کرېکټ ملي لوبډله کې په راتلونکي کال نړېوال جام کې هم ولوبیږي.

د اتلې سپین غر لوبډلې وروسته امو لوبډلې په ۹۴ امتیازونو سره دویم، مس عینک په ۸۳ امتیازونو دریم، بوست په ۷۴ امتیازونو سره څلورم، کابل په ۵۷ امتیازونو سره پنځم او د تیرو دوه پړاونو اتلې لوبډلې بند امیر بیا یوازې په ۵۶ امتیازونو سره وروستی شپږم مقام ترلاسه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x