افغانستان

لغمان: په جنازه کې چاودنې لس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د لغمان ولایت په «دولت شاه» ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو چاودنې لس تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د لغمان ولایت د والي ویاند «اسدالله دولتزي» رسنیو ته ویلي، چاودنه نن ورځ «دوشنبه» سهار مهال د دولت شاه ولسوالۍ په «خاص دولت شاه» کلي کې داسې مهال رامنځته شوې، چې کلیوال د جنازې لمانځه ته راټول شوي وو.

د اسدالله په خبره، په پېښه کې درې تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

بل لور ته د کورنیو چارو وزارت ویاند «نصرت رحیمي» هم پېښه مني؛ خو په خبره یې، په یاده چاودنه کې نهه تنه ټپیان شوي.

تر اوسه کومې ډلې ددې پېښې مسئولیت په غاړه نه دی اخستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x