افغانستان

حکمتيار: په ټاکنو کې درغلي شوې، پایلې يې نه منو

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ولسمشريزو ټاکنو معترض نوماند او د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکومت د ولسمشريزو ټاکنو د پایلو په تړاو په خپل لومړني غبرګون کې د پایلو له منلو انکار کړی او وايي، ډېر ژر به په دې اړه خپل رسمي دريځ ښکاره کړي.

ښاغلي حکمتيار نن مازديګر په کابل کې خبريالانو سره د خبرو پر مهال د ټاکنو خپلواک کميسيون په جعلکارۍ تورن کړ، ټاکنې يې له تقلب ډکې وبللې او زياته يې کړه، چې ډېر ژر به د ټاکنو کميسيون په اړه خپل غبرګون ښکاره کړي.

د حزب اسلامي مشر تور لګولی، چې کومو سيمو کې د دوی رايې ډېرې وې، هلته د بايوميټرک ماشينونه غلا شوي دي.

هغه زياته: «تقلب هم يوه پوله او برید لري، خو زموږ سيکولر ملګري تر ټولو اخلاقي او افغاني پولو واوښتل.»

نوموړي په خپلو څرګندونو کې پر بهرنيو هېوادونو هم نيوکې وکړې او زياته يې کړه، چې بهرنيان هېڅکله په افغانستان خپلواک او قربانۍ ته ژمن حکومتونه نشي زغملی.

ښاغلي حکمتيار زياته کړه، که ټاکنې شفافې وای، دوی به يې هم پایلې منلې وای، خو دومره پرېمانه تقلب په کې شوی، چې هېچا ته د منلو وړ نه دي.

ولسمشريزې ټاکنې د ميزان په شپږمه ترسره شوې وې، خو د ټاکنو کميسيون له درې مياشتو ځنډ وروسته تېره ورځ لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې هېڅ نوماند په کې ۵۰+۱ رايې ترلاسه نه کړی شوې.

د حکمتيار سربېره د ولسمشريزو ټاکنو نورو نوماندانو عبدالله عبدالله، رحمت الله نبيل او لطيف پدرام هم د لومړنيو پایلو له منلو انکار کړی او کميسيون يې په جعلکارۍ تورن کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x