افغانستان

د ټاکنو کمېسیون غړی: لومړنۍ پایلې تېروتنې لري او قانون پکې تر پښو لاندې شوی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو کمېسیون یو تن غړی «مولانا محمد عبدالله» وایي، د ولسمشریزو ټاکنو په لومړنیو پایلو کې تېروتنې شته او قانون ماتونه پکې شوې.

مولانا محمد عبدالله په همدې تړاو په خپله فسبوک پاڼه لیکلي « د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې، چې له دوو میاشتو ځنډ وروسته اعلان شوې، له خلاوو او نواقصو ډکې وې او له قانون څخه سرغړونه پکې شوې.»

نوموړي زیاته کړې «د پاکو رایو په ډله کې د هغو رایو شاملول چې  له وخت څخه د باندې اچول شوې وې، بیا شمېرنه یې نه وه شوې  او یا یې هم صندوقونه ورک شوي وو؛ قانوني سرغړونې دي.»

د ټاکنو کمېسیون غړی داسې مهال په لومړنیو پایلو کې له قانون څخه په سرغړونې اعتراف کوي، چې له دولت جوړوونکي ټیم پرته نور ټول ټیمونه د ټاکنو کمېسیون په تقلب او فساد تورنوي او د یاد کمېسیون له لوري اعلان شويې لومړنۍ پایلې، چې له مخې یې دولت ساز ټیم مخکښ اعلان شوی؛ نه مني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

د غلام ملک به سه تاکنی وی، په په ۳۵ میلیونه خلگو کی خو به حد اقل ۱۰ میلیونه رایه وه خو اوس فقط تقریبا ۲ میلیونه ده یعنی ۲۰ سلنه. په دغه کی چی تاسو سره جور سی هم ملت سه نه وایی خو جهان ته مو وشرمولو.

نورزومان

دغه مولانا له روسانو، پاکستانیانو، ایرانیانو، امریکایانو او آن له یهودو او نصاراوو څخه ډېر مضر دی، خو افسوس د دغه کثیف دولت په مذدوره اداره.
زه یې له نږدې پیژم

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x