افغانستان

طالبانو په پنځلس ولایتونو کې په زده کوونکو تعلیمي مواد ویشلي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲ مرغومي، ۱۳۹۸ل): طالبانو د یوې اعلامیې له لارې خبر ورکړی، چې د هیواد په پنځلس ولایتونو کې یې د مدرسو او ښوونځیو په زده کوونکو تعلیمي مواد او کتابونه ویشلي.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي « د افغانستان د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون له لورې تېره اونۍ د پخوا په څېر یو ځل بیا د هیواد د سويل لويديځې حوزې په ۱۵ ولایتونولکه میدان وردګ، غزني، زابل، دایکنډي، اروزګان، کندهار، هلمند، نیمرو، فراه، غور، هرات، بادغیس، فاریاب، سرپل او جوزجان کې په زیاته  پيمانه ښوونيز مواد ووېشل شول.»

خبرپاڼه وړاندې لیکي « په توزيع شویو ښوونيزو موادو کې ۱۹۲۹۵ جلده قرآن کریمونه ، ۱۳۷۴۱ جلده پنج پارې، ۲۲۴۳۹ دانې کتابچې ، ۱۷۰۸۸ عدده قلمونه او ۱۷۴۱۰۰ جلده کتابونه شامل وو.»

په خپره شوې خبرپاڼه کې طالبانو ژمنه کړې، چې په هغو ولایتونو کې به هم تعلیمي مواد او کتابونه ویشي، چېرې چې په دري ژبه لیک او لوست کېږي.

په خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې « اسلامي امارت لکه څنګه چې یې د هیواد د ازادۍاو امن په برخه کې پراخې ځاني او مالي قربانۍ ورکړې، همدارنګه یې د ځوان نسل د روزنې او فکري تنویر لپاره هم کوټلي ګامونه اوچت کړي او هڅه کوي تر څو نوی نسل مو د دیني او عصري علومو په برخه کې پیاوړی او د یوه علمي او پر مختللي افغانستان د جوړولو او ساتلو جوګه شي.»

طالبان داسې مهال په ښوونځیو او مدرسو کې په زده کوونکو باندې د تعلیمي موادو په ویشلو سره له هغوی سره خپله خواخوږي ښيي، چې د حکومت تبلیغاتي دستګاه لا هم طالبان د «زده کړو ضد» ډلې په حیث خلګو ته ورپېژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

افرین شه کار مو کری اوس ایله یو شه کار در خخه وه سو. دا اخری قلم کتابونه مو یاد نه کرل چی سه شی دی. کوشش وکی هر ولایت کی عامه کتابتونونه جور کری. په عین حال کی خپل زوانانو ته ووایاست چی نور مکتبونه مه سوزی او مه هم هغه پلونه او لار ورانوی چی ماشومان پری مکتب ته رازی.

غمی.پښتین

جوړ تازه،
طالیبان او دولت د زموږ ماشومانو له قتل څخه لاس واخلی،موږ عام ولس یی تیر له کومکونه څخه،
نه د ځانمرګی ورڅخه جوړوی او نه عسکر.
نه یی مکتب غواړو نه یی مدرسه،د خپلو زامنو ژوند غواړو

A saeed

ماشاالله
ده افغانستان دېن او زمونزږ ده تارېخ محافېظونو
الله ج
مو په هر ډګر کی برېالی لره
امېن

اجمل

وایی د هندو له کوره قرآن راووت.
ستاسو یی په کتابونو او قلمونو څه. خلک مه وژنه همدا به بهتره وی. دا ټول شیان مو پکار ندی مونږه ژوند غواړو تر ټولو اول صحت مهمه ده او آرامش چی وکړی شوی په آزاده او سوله یزه فضا کی سبق ووایو. په ترس او وهم سره مدرسی او مکتب ته تلل مو نه خوشیږی.

پتنګ

ستا اجل اونه اجل ستا دبادار په لاس کې دی هغه ستا پالونکی او روزي رسان دی (USA )!!!

پتنګ

د هغوی سپی په تا سو شرف لري تاسو خو پردي د ِغربي خیرات په پيسو چاپ شوي کتابونه په تور بازار کې خرڅوۍ ! تف لانت

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x