نړۍ

ملګري ملتونه: غزه کې شل لکه فلسطينيان بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): ملګري ملتونه وايي، د اسرائيلي يرغلګرو له لوري په اشغال شوې غزه کې شل لکه فلسطينيان له بشري ناورين سره مخ دي او د دغو خلکو د بېړنيو مرستو لپاره ۳۴۸ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري.

ملګري ملتونه وايي، له ۲۴ لکو څخه ۱۵ لکه فلسطينيانو سره د بشري مرستو لپاره يې يو کلن پلان جوړ کړی دی.

په غزه کې د ملګرو ملتونو د مرستو مشر څارونکي جيمي ميک ګولډرک وايي، د غزې پنځوس سلنه خلک بې کاره دي، په دغو کې بې کاره خلکو کې د ډېری عمرونه له ۳۰ کلونو لږ دي.

د ملګرو ملتونو استازی وايي، په دغو خلکو کې څلور لکه يې له پوهنتونونو فارغ دي، چې کارونه نه لري.

په غزه کې فلسطينيان له نهيلۍ سره مخ دي، يو لور ته د اسرائيلي يرغلګرو له لوري محاصره دي او بل لور ته د ژوند اساسي اسانتياوو ته لاس رسی نه لري، په داسې حال کې، چې دوی هر کله په نيټ کې نورو هېوادونو ځوانان ګوري، چې ژوند يې تر دوی ډېر بدل دی او خوشحاله ژوند کوي، د دوی اندېښنې او نهيلي نوره هم زياتيږي.

میک ګولډرک وايي، د غزې ډېری اوسېدونکي ورځني مناسب خوراک ته لاس رسی نه لري، شاوخوا شپېته سلنه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي، د غزې روغتيايي وضعيت ويجاړ دی، ګڼ شمېر ډاکټران بهرنيو هېوادونو ته تللي، درمل او طبي وسائل بيخي لږ دي، چې له امله يې ناروغان او ټپيان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ملګري ملتونه وايي، که د غزې له محتاجو خلکو سره بېړني بشري مرستې ونه شي، د سيمې د خلکو راتلونکی به ويجاړ وي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close