
«له لس سلنه لږ رايې ګټونکي نوماندان نغدي جريمه کيږي»
نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، د ولسمشريزو ټاکنو کومو نوماندانو، چې له لس سلنه لږې رايې وړي، هغوی نغدي جريمه کيږي.
د کميسيون چارواکي وايي، د ولسمشريزو ټاکنو نوماندانو دوی ته ضمانت ورکړی و، چې تر لس سلنه زياتې رايې ګټلی شي، خو د ټاکنو په پایلو کې روښانه شوه، چې يوازې اشرف غني او عبدالله دا شرط پوره کړی دی.
له درې مياشتو زيات ځنډ وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسيون وړمه ورځ د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، خو هېڅ نوماند، ۵۰+۱ رايې نه دي وړي، بلکې يوازې اشرف غني۵۰، ۶۴سلنه او عبدالله عبدالله ۳۹، ۵۲ سلنه رايې وړي دي.
له يادو دواړو نوماندانو پرته ګلبدين حکمتيار، رحمت الله نبيل، فراموز تمنا، سيد نورالله جليلي، عبدالطيب پدرام، او نورو ټولو نوماندانو له لس سلنه لږې رايې ګټلي دي.
د ټاکنو کميسيون وياند ميرزا محمد حق پرست رسنيو ته ويلي، ټولو نوماندانو کمیسيون ته ضمانت ورکړی و، چې رايې به يې تر لس سلنه زياتې وي، دوی د ضمانت په توګه کميسيون ته يو ميليون افغانۍ او د يو لک رايې ورکوونکو سټېکر شوې تذکرې هم سپارلې وې، خو په دغو نوماندانو کې يو شمېر داسې هم و، چې له يوه سلنه لږ رايې يې ګټلي دي.
د دغو دووسانو د هر يوه په سر کي دا خيال ورګرځېدلی وو چي زموږ پر بې وزلي ولس واکمن سي او څو وخته يې دوی هم پر پرهرونو خولې ور کښېږدي او ويني يې وزبېښي، خو اوس که دوی په شرم پوه سي الله تعالی ډېر سخت وشرمول او که خدای کول د دغو نورو دوو(د ارګ د فاحشه خانې د مشر او د ناسور پزي ګلمرجان) په شرمو شرمېدل به هم لوی خدای په مظلومو افغانان ډېر ژر وويني، مخونه مو پرته سه د تاريخ تورمخو!
په پورته عکس کی ۱۷ خاينه ښکاری ، که سل سلنه په مساوی ډول پر وويشو نو يو به شپږ سلنه هم پوره نکړی او ټوله به جريمه سی .
دا لس سلنه به هغه وخت پر ځای وای چی يوازی دوه دری او څلور کانديدان وای نه دومره ډير چغالان .