نړۍ

مظفراباد: د بس موټر دچپه کیدو له امله ۳۵ کسه مړه شول

bus_flunge_in_to_river(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۲۷) مظفراباد: پاکستاني امنیتي چارواکو خبرورکړی دي، وایی نن ماپښین دسورلیو یو بس موټر دازاد کشمیر پلازمیني مظفراباد ته څیرمه داوبو یوي کندي ته لویدلي دي او پکښي سواره کسان ۵۵ نفره ټول اوبو ته لویدلي دي چي تراوسه پوری د ۳۵ کسانو مړي را ایستل شوی دي.

 

دفاروق احمد په نامه سره یو امنیتي چارواکي وایی چي بس موټر دنیلم رود پرغاړه د حرکت په حالت کي وو چي یو دم اوبو ته ولویدي، عیني شاهدان وایی کیداي شي موټرچلونکو غوښتو چي دپوسونو یوه رمه چي له سړک څخه تیریدله د هغوي د ژغورلو هڅه کوله چي بس ورڅخه بی قابو شو او اوبو ته ولویدي.

تراوسه پوري ۳۵ مړي له اوبو څخه را ایستل شوی دي اوپاتي نورو کسانو د را ایستلو هڅي رواني دي، امنیتي چارواکي وایی په بس کي ټول ۵۵ تنه سواره وو، چي ښځي اوماشومان هم پکښی وو.

بخت الرحمن بخت ……………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x