
بلخ: طالبانو د دولتي ځواکونو قراره ګاه سقوط کړې
نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): طالبانو په بلخ ولایت کې د دولتي ځواکونو يوه قراره ګاه نيولې او ۲۶ عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د بلخ ولايت دولت اباد ولسوالۍ په دهشتان سيمه کې يې د دولتي ځواکونو په قرار ګاه بريد کې او سقوط کړې يې ده چې په نتيجه کيې ۲۰ دولتي عسکر وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
#الفتح:
مهم: تیره شپه د بلخ ولایت دولت آباد ولسوالۍ دهشتان سیمه کې مجاهدینو د مزدور دښمن په قرارګاه چاپه ووهله.
د عملیاتو په نتیجه کې قرارګاه فتحه شوه، ۲۰ عسکر قتل، د قومندان لطیف په شمول، ۶ ژوبل، ۴ نور ژوندي ونیول شول.
۳ ټانګونه ویجاړ، ډيره وسله او مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلي.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) December 24, 2019
مجاهد وايي چې په دغه بريد کې ۴ تنه عسکر ژوندي هم نيول شو او همدا راز ګڼ شمير وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
د دفاع وزارت هم منلې ده چې د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د ملي امنيت په قرار ګاه د طالبانو برید کې اووه دولتي عسکر وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.