شعـــــرونه

غزل:قاسم افغان

قاسم افغان

لویه قیصه ده او قیصه کی دي بلا خاطرې
د یوې مور په زړه کې هم شته د ژړا خاطرې

ده زړه په کور کې یې بلیږی اوس د غم اورونه
د قبر سر ته یې په شناخته دي صفا خاطرې

بیلتون ظالم ورنه یو ګل د زړه ټوټه بیله کړه
په ملآ شوه ماته دنګه ونه دي ریښتیا خاطرې

څومره زحمت څومره کړاو واې تر همدغه ځایه
بس دغه ژوند د زمان او ده دنیا   خاطرې

په هره ورځ کې د پښتون د غم کتاب چاپيږی
ډير ورته زیر شوم په کې نشته د خندا خاطرې

هر یو شاعر به مخکې نظم کې ګودر یادوه
رباب شپېلۍ سیتار شو بند اوس د ملا خاطرې

پخوا دپيغلو به پړوني آن تر پوندو ښکته
اوس د بشر حقوق کې نشته د حیا  خاطرې

ظلم مو خپله په خپل نفس او هم په ځان وکړلو
چی مو لوستلي د پردویو د فحشا خاطرې

د هغې مور د فریادونو یاداشت ولي هیرشو
تا په سر لیک باندي,قاسمه, وي همدا خاطرې

قاسم افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x