دیني، سیرت او تاریخ

موږ ولې مغلوب يو؟

هدی

اوسنۍ پېړۍ د مسلمانانو لپاره د درد ، غم او مغلوبېدو پېړۍ ده.

یویشتمي پېړۍ ته د مسلمانانو د درد، غم، مغلوبېدو، ماتي او ناکامۍ پېړۍ ویلای سو. که وویل سي چي دا پېړۍ دي د مسلمانانو د ماتي، مغلوبېدو او غم له امله د « قرن الاحزان » په نامه ونومول سي، بې ځایه به نه وي. ځکه په دې پېړۍ کي د نړۍ د هر ګوټ کفارو او مشرکینو لاسونه یو بل ته سره ورکړي دي، هوډ یې کړی دی، مټي یې را نغاړلي دي، تر څو اسلام او مسلمانان له منځه یوسي. او همدا شعارونه ورکوي او وایي : اسلام او مسلمانان له منځه یوسئ ! او اوسمهال موږ په عملي توګه وینو چي په حقیقت سره هم مسلمانان ذلیل، خوار، مات ، ناهيلي ، مغلوب او د کفر تر شومي سلطې لاندي راغلي دي. نړیوال واک ځني اخیستل سوی دی او کفارو او مشرکینو د مسلمانانو په ماتولو سره تاريخي بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي. په داسي حال کي چي لوی څښتن په قرآن کریم کي فرمایلي دي:

(وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا) [ النساء: ۱۴۱] ژباړه: او الله کافرانو ته پر (صالحو) مسلمانانو باندي (تر څو چي د رشتيني ايمان درلودونکي،

د الله د نه شلېدونکي رسۍ ټينګ نيوونکي، د ښو اعمالو څښتنان او له اسبابو څخه کار اخيستونکي وي، په خپل فضل) د لاسبري کېدو هيڅ لار نه پرېږدي. (وروستى برى په دنيا او آخرت کي د پرهېزګارانو دى).

د پورتني آیت په لوستلو سره د زیاترو مسلمانانو په ذهنونو کي دا پوښتني پیدا کیږي او وایي: کله چي لوی څښتن داسي فرمایلي دي، نو اوسمهال ولي کفارو د مسلمانانو واک تر لاسه کړی دی؟ ولي کفار پر مسلمانانو مسلط سوي دي؟ ولي اوسمهال لوی څښتن د مسلمانانو د ژغورلو لپاره غیبي مرستي نه رالیږي؟ ولي هر ځای مسلمانان ماته خوري او کفار بری مومي؟ آیا دا آیت فقط د اسلام د لومړنیو کسانو لپاره ځانګړی نازل سوی دی او که پر هر مهال باندي پلي کیږي؟ د لوی څښتن مرستي فقط د اسلام د لومړنیو وګړو او صحابه وو رضي الله عنهم لپاره وې او که نه وې ، نو ولي اوس د مسلمانانو سره د لوی څښتن مرستي نسته؟

د نړۍ د اوسنيو مسلمانانو د حالت په لیدو سره داسي ډېري پوښتني راپورته کیږي، خوکه متوجې سو د پوښتنو جوابونه څوعلته دي. د پورتنيو پوښتنو جواب یوه کلمه نه ده چي مسلمانان په ډاډمن سي او خپل جواب ومومي، بلکي څو لاملونه دي چي لاندي هر یو يږ په بل پسې وړاندي کوو:

مشکل په اسلام کي ندی، په موږ کي دی !

له بده مرغه نن چي د افغاني ټولني د زیاترو ځوانانو په زړونو کي د مسلمانانو د ستونزو، وروسته پاته کېدو او مغلوبېدو خبري ورګرځي، نو د اسلام څخه د سمي پوهي نه درلودلو له امله ډېری ځوانان د ځانونو د ملامتولو پر ځای، اسلام ملامتوي او د وړاندي نه تلو لامل یې ګڼي. د خپل اسلامي تاریخ څخه د صحیح پوهي او مطالعې نه درلودلو له امله ډېرو ځوانانو د اسلام بد بللو او بد نامه کولو ته ملاوي تړلي دي، ډول ډول نیوکي پر کوي او وايي اسلام زموږ د شاته پاته کېدو لامل ګرځي؟! په داسي حال کي چي دوی تر اوسه د غفلت په داسي خوب بیده دي او د دښمن فرهنګي جګړې یې پر مغزو داسي کار کړی دی چي په دې لا خبر نه دي چي ستونزه په دوی کي ده، که په اسلام کي؟ که اسلام د شاته پاته کېدو لامل دی، نو دوی د اسلام او مسلمانانو د مرستي او وړاندي تلو لپاره څه کړي دي؟ دوی فکر کوي اسلام د جادو دین دی چي فقط د دوی د هوسایني، وړاندي تلو او خوشحاله ژوند ضمانت به کوي. خو دې ته یې فکر نه دی چي که دوی د اسلام څخه دا هر څه غواړي، دوی د اسلام لپاره څه کړی دي؟ صحابه رضي الله عنهم چي وړاندي وه هغو خو د اسلام لپاره ډول ډول ستړياوي ګاللي او تاريخي قربانۍ يې ورکړي دي. زموږ په ټولنه کي نن د يوې ځانګړي ډلي له اتلو ځوانانو پرته له نورو ځوانانو څخه کوم ځوان د صحابه وو په شان تر نورو پوري د اسلامي رسالت د رسولو لپاره سر ښندلی دی؟ کوم ځوان نن د اسلام سره د رښتينۍ میني درلودلو له امله د حربي کفارو په وړاندي پاڅېدلی دی او د جهاد لپاره په لومړي کتار کي درلېدلی دی؟ کوم ځوان د اسامه رضي الله عنه په شان جهاد ته د تلو لپاره ژړلي دي؟

د اسامه رضي الله عنه په اړه راغلي دي چي: د احد په جګړه کي نوموړی د یو شمېر نورو کم عمره ځوانانو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کي حاضر سول او په جګړه کي یې د ګدون کولو اجازه وغوښتل. خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو د لږ عمر درلودلو له امله هغو ته په جګړه کي د ګډون کولو اجازه ورنه کړه. اسامه رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له حضور څخه په داسي حال کي چي سترګي یې له اوښکو ډکي وې په ژړا ولاړ سي، خو کله چي د خندق جګړه رامنځته سي. دا ځل بیا اسامه رضي الله عنه په جګړه کي د ګډون کولو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کي په داسي حال کي حاضر سي چي د پښو پر نوکانو یې تګ کاوه او ځان یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورساوه او هغه مبارک ته یې داسي وښودل چي اوس یې قد هم جګ سوی دی او عمر یې هم ډېر سوی دی. د جهاد سره د اسامه رضي الله عنه د لېوالتیا په لیدو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه
باندي زړه وسوځي او په جګړه کي د ګډون کولو اجازه ورکړي.

اوس نو تاسي ووایاست اوسمهال کوم ځوان د اسامه رضي الله عنه په شان جهاد ته د تلو لپاره ژړلي او داسي هلي ځلي کړي دي ؟ موږ د اسلام څخه هر څه غواړو خو دا فکر نه کوو چي موږ د اسلام لپاره څه کړي دي؟

کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مدیني منورې ته تشریف یو وړ، نو لومړی کار یې دا وکړ چي د مهاجرینو او انصارو تر منځ یې د ورورګلوۍ تړون وکړ. په صحیح بخاري کي راغلي دی: «لَمَّا قَدِمُوا المَدِينَةَ آخَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَيْنَ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ عَوْفٍ، وَسَعْدِ بْنِ الرَّبِيعِ، قَالَ لِعَبْدِ الرَّحْمَنِ: إِنِّي أَكْثَرُ الأَنْصَارِ مَالًا، فَأَقْسِمُ مَالِي نِصْفَيْنِ، وَلِي امْرَأَتَانِ فَانْظُرْ أَعْجَبَهُمَا إِلَيْكَ فَسَمِّهَا لِي أُطَلِّقْهَا، فَإِذَا انْقَضَتْ عِدَّتُهَا فَتَزَوَّجْهَا، قَالَ: بَارَكَ اللَّهُ لَكَ فِي أَهْلِكَ وَمَالِكَ، أَيْنَ سُوقُكُمْ؟ فَدَلُّوهُ عَلَى سُوقِ بَنِي قَيْنُقَاعَ، فَمَا انْقَلَبَ إِلَّا وَمَعَهُ فَضْلٌ مِنْ أَقِطٍ وَسَمْنٍ، ثُمَّ تَابَعَ الغُدُوَّ، ثُمَّ جَاءَ يَوْمًا وَبِهِ أَثَرُ صُفْرَةٍ، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَهْيَمْ» ، قَالَ: تَزَوَّجْتُ، قَالَ: «كَمْ سُقْتَ إِلَيْهَا؟» . قَالَ: نَوَاةً مِنْ ذَهَبٍ، – أَوْ وَزْنَ نَوَاةٍ مِنْ ذَهَبٍ، شَكَّ إِبْرَاهِيمُ – »
ژباړه: کله چي مهاجرین مدینې منورې ته ولاړل، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه او سعد بن ربیع رضي الله عنه تر منځ د ورور ګلوۍ تړون وکړ. تر هغه وروسته حضرت سعد بن ربیع رضي الله عنه عبدالرحمن رضي الله عنه ته وویل: زه په انصارو کي تر ټولو شتمن یم. ته زما ټوله شتمني پر دوو برخو ووېشه او نیمی یې واخله . او زما دوې مېرمني دي ته یې وګوره، هره یوه چي دي خوښه سوه، ماته ووایه زه به هغې ته طلاق ورکړم، ترعدې بشپړېدو وروسته یې ته په نکاح کړه. د دې خبرو تر اورېدو وروسته عبدالرحمن رضي الله عنه ورته وویل: لوی څښتن دي ستاسي پر اهل او مال برکت واچوي، ستاسي بازار چیري دي؟ (زه خپله کار کوم). نو ځينو کسانو د بني قينقاعو بازار ور وښايه، کله چي يې هلته څه لږه سواګري وکړه او راوګرځېد، نو لږ پوڅه او غوړي ور څخه وه ، بيا به هغه دغسي هره ورځ سهار وختي بازار ته تی او تجارت به يې کاوه. اخر يوه ورځ د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په خدمت کي حاضر سو، نو د هغه بر بدن باندي د خوشبويۍ د ژېړ والي نخښه وه. هغه صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: دا څه دي؟ هغه ورته وويل: ما واده کړی دی. پيغمبر صلی الله عليه وسلم ورته وويل : څومره ولور دي ورکړ؟ د خرما د يوې مندکي په تاله سره زر مي ورکړه.

اوس نو راسئ له خپلو وجدانونو څخه دا پوښتنه وکړئ چي موږ د اسلام لپاره له څومرو شتمنیو څخه تېر سوي یو ؟ کوم ځوان د سعد بن ربیع رضي الله عنه غوندي اخلاص کړی دی ؟ او څو کسه به داسي وي چي د پردو اشغالګرو کفارو تر ډالرو او امتيازونو يې د خپل لاس ګټه خوښه وي؟

د صلاح الدین ایوبي رحمه الله په اړه قاضي ابن شداد وایي:

سلطان د قدس په اړه په زړه کي داسي غم او ګروم درلود چي غرونو یې لا تاب نه سوای راوړلای. نوموړي به نه خندل. کله چي د نه خندلو دلیل ځني وپوښتل سو، فرمایل به یې:

زه د خندا په وخت کي د لوی څښتن څخه شرمیږم. زه څنګه وخاندم په داسي حال کي چي بیت المقدس د کفارو په لاس کي دی او زما مسلمانان وړونه د هغو تر ولکې لاندي بندیان دي.

تاسي ووایاست په موږ کي څومره کسان د صلاح الدین ایوبي رحمه الله په شان ځان د اسلام او اسلامي هیوادونو په اړه مسؤول ګڼي؟ موږ تل یوه ګوته بل ته نیولې وي، خو دې ته مو پام نه وي چي څلور ګوتي زموږ پر لور نیوکي کوي.

وړونو! په اسلام کي هیڅ ستونزه نسته. د لوی څښتن ژمنه پر حق ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم د لوی څښتن هماغه نبي دی، قرآن هم هماغه قرآن دی، یو ټکی ډېرښت اوکمښت پکښي نه دی راغلي.

اصلا خبره داده چي موږ مسلمانان بدل سوي يو. نور هر څه پر خپل حال دي، فقط ستونزه داده چي ایمانونه کمزوري سوي او وجدانونه مړه سوي دي !

هو درنو لوستونکو!

حقیقت تريخ دی، خو منل یې ناشونی کار نه دی. باید ومنو چي مسلمانان بدل سوي دي. تاسي خپله فکر وکړئ ! اوس نور د دې وخت دی چي د هوایي خبرو کولو او په اسلام او اسلامي احکامو باندي د پسخند وهلو او ملامتولو پر ځای په واقعي توګه لومړی اسلام مطالعه کړو او په احکامو یې ځانونه پوه کړو او بیا هر یو خپل مسؤولیتونه وپېژنو؟ آیا نور وخت نه دی رارسېدلی چي د شیطان د پیروۍ پر ځای د لوی څښتن د احکامو پیروي وکړو؟ یو ځل خو فکر وکړئ دا چي څنګه شونې ده چي موږ پیروي د شیطان کوو او مرسته له لوی څښتن څخه غواړو؟ په خوله وایو چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره مینه لرو، خو ټول کارونه او کړني مو د ابو جهل دي؟! په داسي حالت کي څنګه د لوی څښتن مرستي ته په تمه اوسو؟ او څنګه به کفار پر موږ نه مسلط کیږي؟ لږ فکر وکړئ ! تر څو پوري به نور ځانونه تېر باسو؟ په داسي حال کي چي لوی څښنن فرمایلي دي:

(إِنَّ اللّهَ لاَ یُغَیِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى یُغَیِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ)[الرعد:۱۱].
ژباړه: باور ولرئ چي الله د کوم ولس حالت تر هغو نه بدلوي چي هغه ولس پخپله په خپلو حالاتو کي بدلون رانه ولي. او کله چي الله پر کوم ولس باندي د ناورين (آفت) راوستلو اراده وکړي، نو د هغه څه چي الله يې اراده کړې وي ګرځوونکي نسته او له هغه پرته به هغو ته بل کالخوای (سرپرست) او ملاتړی نه وي (، چي چاري يې سمبالي کړي او هغه حالت چي د هغو خوښ وي ورکړي او هغه چي خوښ يې نه وي ځني ليري کړي).

موږ د اسلام او رښتينو مسلمانانو څخه ګیله کوو خو دا نه منو چي نن موږ خپله کفارو ته پر مسلمانانو باندې د حکومت کولو موکه ورکړې ده. موږ خپله غوښتي دي چي هغوی پر موږ باندي واک وچلوي، موږ ته د ژوند کولو لاري چاري را وښیي او هيواد مو راجوړ کړي ؟؟؟ په داسي حال کي چي لوی څښتن زموږ دی، قرآن زموږ دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ دی او د ژوند او حاکمیت کولو لاري چاري هم زموږ سره او زموږ په دين کي دي.

نور بیا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

الله تعالی دی پر هر ټکی خيرونه درکړی ، که څه هم چی ځوانی تيره سويده خو بياهم د ايمان او د غيرت د سستوالی احساس کوو .
يا الله(ج) تاته هرڅه آسانه دی د خپل خوږ نبی محمد مصطفی(ص) امتيانوته کلک ايمان ، غيرت ، يووالی او بری ورکړه .

احمد

هدی صاحب واقیعتونه دی لیکلی ریښتیا چی ملامت یو الله تعالی ته که مونږ کی اصلاح راغله بی شکه به نصرت الهی دمونږ سره مل وی او که مو ځانونه اصلاح نکړل او کورونو کی مو اصلاحات را نه وستل حال به مو تر دی بدتره وی

Abdul-Rauf Alam

په بغداد کی د یو عالم خواب، د چنګیز لور ته. چنګیز لور:الله مونږ ته پر تاسو مسلمانانو بری راکړ، دا ښکارندوی د دي ده چې مونږ الله ته نژدی یو. عالم:نه، تا لیدلې چې شپون سره سپیان هم وې، دا د څه لپاره. چنګیز لور:هو، ما لیدلې چې سپیان لرې او دا د دی لپاره، چې رمه دیخوا او هغه خوا ولاړ نشې. عالم: دا تر څه وخته ورپسی منډی وهې. چنګیز لور:تر هغه وخته چې رمه ټوله شپون ته ورتوله شې. عالم:تاسی چنګیزیان، پر مونږ مسلمانانو، د الله له طرفه هغه ډله سپې یاست، چې تر څو خپل… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x