افغانستان

کاپيسا: د طالبانو په برید کې د «اله سای» ولسوالۍ د اربکیانو قوماندان وژل شوی

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍد اربکیانو عمومي قوماندان «عظیم» د طالبانو په برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «تیره ورځ غرمه د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ اړوند عیسی خیلو سیمه کې د اله سای ولسوالۍ د اربکیانو عمومي قومندان (عظیم) له یو ساتونکي سره ووژل شو، یو بل ساتونکی یې ژوبل او د سپرلۍ موټر یې له منځه لاړ. ۲میله کلاشینکوف، یوه تومانچه، یو نارنجک او یو شمیر مهمات ترې راوړل شول.»

په ورته وخت کې د کاپيسا ولایت د پولیسو ویاند «عبدالشایق شورش» هم د عظیم وژل کېدل مني او په خبره یې نوموړی تېره «دوشنبه» د اله سای ولسوالۍ په «بدر اب» سیمه کې وژل شوی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close