افغانستان

نيشنل انټرسټ: امريکا نور د افغانستان جګړه کې خپله ناکامي نشي پټولی

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امريکا نيشنل انټرسټ خپرونې ليکلي، چې امريکا په افغانستان کې خپله اتلس کلنه جګړه بایللې او نور د دغې جګړې په اړه خپله ناکامي نشي پټولی.

د چارو کارپوه او افغان جګړې څارونکي امريکايي ليکوال ډاڼيال ايل ډيوس نیشنل انټرسټ خپرونې ته په خپله مقاله کې ليکلي: «ما اته کاله وړاندې خبرداری ورکړی و، چې امريکايي چارواکي د افغانستان جګړې په اړه درواغ وايي، حقايق له خلکو پټوي، خو ايا اوس داسې څوک شته، چې غوږ ونيسي؟»

ليکوال د افغانستان جګړه کې د امريکا د ناکامۍ په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور يادونه کړې، چې دغو اسنادو ته په کتو بايد نور دغه جګړه پای ته ورسيږي او امريکايي عسکرو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.

ډانيال ايل ډيويس وايي، امريکايي چارواکي لا هم د افغانستان جګړه کې خپله ناکامي پټوي او د يو شمېر ناسمو توجيهاتو په مرسته هڅه کوي د خلکو ذهنونه د جګړې په ګټه وڅرخوي، په داسې حال کې، چې نور د دې جګړې په اړه خلکو تېر ايستل ناشوني دي.

ليکوال وايي، د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې اسناد به د ولسي ذهنيت د رابيدارولو لامل شي او ښايي د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره په رښتينې توګه د امريکا په تاريخ کې د اوږدې اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره رښتيني ګامونه پورته کړي.

ليکوال ټينګار کوي، چې له افغانستان د وتلو لپاره همدا مناسب وخت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

هره ورځ د امريکی په يو معتبره اخبار کی د امريکی د ماتی اعلانونه کيږی چی د امريکايی ولس اذهان وماتی او تيښتی ته آماده کړی ، امريکا نوره ماته ده او تښتی .
نور بايد د امريکايانو نخرو او سپارښتونو ته پام ونسی پر ليکل سوی توافق دی ټينګار وسی .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x