دیني، سیرت او تاریخ

د نکاح کولو وړاندي یو متروک سنت!!

لیکنه: مفتي شفیع الله قانت

زموږ د دین یوه ځانګړنه دا ده، چې هر حُکم يې الله -جل جلاله- د انساني فطرت موافق جوړ کړی، او دا زموږ لپاره د الله له لوري یو ستر انعام دی، چې یو پاک سپېڅلی او ښایسته دین يې را په برخه کړی، زموږ دین له افراط او تفریط نه خالي یو میانه رو او متوسط دین دی، هره کړنه يې له فطرت سه برابره ده، نو څکه د هر حُکم په تر سره کولو کې انسان دقت هم نه محسوسه وي، رسول کریم -صلی الله علیه وسلم فرمايي: الدین یسر. دین ټوله سره اساني ده.

او داسي رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمايې: یسروا. . . تاسو (د دین په کارو کې) اساني کوئ.

نوکه چيرته ټول مسلمانان د خپل مقدس دین په مکمله توګه د ژوند په ټولو څانګو کي تابعداري اوپیروي وکړي، هیڅ کله به له یوي ستونزي سره مخ نشي، زموږ د مبارک دین د آسانوالي او د انسان د فطرت د موافقوالي یو مثال درته یادومه:

چی شریعت مطهره هر انسان ته دا اجازه ورکړي، چی له کومي ښځي سره چې نکاح کول غواړي، هغې ته يې د دې لپاره چې وروسته پښېمانه نشي یو نظر کتل ورته روا دي، که څه هم د شهوت خطره وي او دا د هر انسان خواهش اوتمنى وي، چی خپل داهمیشه ژوند د ملګري تر غوره کولو وړاندی یوځل د هغه دیدار وکړي،  نو شریعت هم د ده د فطرت مطابق حکم کړی دی.

خو زموږ او ستاسو په معاشره کې د نورو مشکلاتو سره یو مشکل دا هم دی، چې دا یاد سنت مو بلکل متروک کړی دی، او دا راته ښه کار نښکاري، حال دا چې الله هر بنده ته د هغه له مزاج سره سم دا اختیار ورکړی دی، خو موږ بیا دا کار نا مناسب او له دین څخه د نا خبري له امله یو غیر اخلاقي کار بولو، خو حقیقت دا دی، چې نبي کریم -صلی الله علیه وسلم- مغیرة -رضي الله تعالی عنه- ته د نکاح کولو وړاندي وفرمایل: انظر إليها فإنه أحری أن يؤدم بينكما. الترمذي، کتاب النکاح: رقم الحدیث:1087.

اوعلامه حصکفی -رحمه الله تعالی- په الدر المختار کی لیکلی دي: وکذا مريد نكاحها، ولو عن شهوة، بنية السنة لا قضاء الشهوة.

د دې عبارت په تشریح کې علامه شامي – رحمه الله تعالی- لیکي: ولوأراد أن يتزوج إمرأة فلا بأس أن ينظر إليها، وإن خاف أن يشتهيها. الدر مع الرد، كتاب الحظر والإباحة: 9/611، ط: رشيديه

نو علماء کرامو ته پکارده، چی عام خلګ د شریعت له دې حکمه خبرکړي، او د هغو ذهنونه داسي جوړ کړي چی شریعت د انسان د فطرت موافق دین دی، هیڅ سختی نشته کي، له دې څخه سوی نور هم داسي ډیر مثالونه شته، چی په هغو سره زموژ د مبارک دین اسانوالی په مکمل ډول واضح ښکاري.

24/12/2019

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د ګران ورور مفتی قانت صاحب لیکنه د سختی پاملرنی او ستائنی وړ ده. زموږ د ټولنی اکثره کورنۍ ستونزی د ځینو غلطو عنعناتو او رواجونو محصول دی. نکاح کول یو نبوی ( په حقیقت کی انسانی) سنت دی چی د دواړو خواوو روحی او اخلاقی او عشقی توافق پکی مهم شرط دی. دا چی په مطاف کی باید د ښځی مخ لڅ وی ډېر حکمتونه پکی نغښتی دی چی یو ئې شاید دا وی چی د نکاح په نیت د یوې پېغلی او ځوان تر منځ د سترګو مختصر تماس نه دا چی مذمومه کړنه نه ده بلکه یو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close