شعـــــرونهپښــــتو ادب

د ژوندون په ښکلا کي يي نغښتې حيا/شهاب

شهاب. . . شاجوی

دا وګـــــړي داخــلګ دي تــل مخـالف

سـتا د کړنو کــــردار د يرغل مخـالف

دا مــلت نه مـــني  د پــردو غـــلامي

د پرديـو خـــدمت پـوچ عمل مخالـف

دلته کاڼي غازيان دي اجـــل د خـزان

حقيقت دى روښـان او د چل مخالـف

د ژوندون په ښکلا کي يي نغښتې حيا

بـس قانون هدف يو او د بــل مخالـف

دا ولـــس ده اتــــل ازادي لـــــري تـل

د صــليب د هــــــــمـکاره اتـــل مخالـف

چي شهاب د حريت کړي ستاينه صفت

ځـکه شـو  يي غــــلام د غـــزل مخالف

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x