ورزش

په روانه لسیزه کې لیونل میسي تر ټولو زیات ګول وهونکی لوبغاړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د برسلونا فوټبال کلب لوبډلې مشهور ستوری لیونل میسي په روانه لسیزه کې د نړۍ لومړی لوبغاړی دی چې تر ټولو زیات ګولونه یې وهلي او هم یې تر ټولو زیات ګول پاسونه کړې دي.

لیونل میسي چې د سویلي امریکایې هېواد ارجنټاین اوسیدونکی دی او اوسمهال ۳۲ کاله عمر لري، د لسو په لسیزه یعنې له ۲۰۱۰م څخه تر ۲۰۱۹م وروستي پورې د فوټبال په نړۍ کې د کلب او هېواد لپاره تر ټولو زیات ګولونو ویاړ په خپل نوم کړی دی.

که څه هم تر دې دمه میسي خپل هېواد ته په نړیوال جام ګټلو نه دی توانېدلی خو د نوموړي په مرسته په ۲۰۱۴م کال کې یې لوبډله د نړیوال جام تر پایلوبې ورسوله چې د لوبډلې ځینو کمزورتیاو له کبله یې اتلولي خپله نشوه کړای. دغه جام جرمني هېواد په ۱۱۵مه دقیقه اضافي وخت کې په ۱-۰ وګاټه.

خو لیونل میسي چې له شاوخوا ۱۵ کالو راهیسې د اسپانوي کلب برسلونا لوبډلې لخوا لوبیږي، ګڼ شمېر جامونه یې خپل کړي دي، په دې کې د لالیګا، کوپا دیل ری او د اروپا اتلانو لیګ اتلولۍ شاملې دي، ددې سربېره نوموړی په انفرادي ډول لږ تر لږه هر کال دوه یا درې واره سترې جایزې خپلوي.

په عام ډول د لیونل میسي پرتله له پرتګالي مشهور لوبغاړي کریستیانو رونالډو سره کیږي خو په یاده لسیزه کې میسي رونالډو وروسته پریښی دی.

لیونل میسي په تېرو لسو کالونو کې له یو کال پرته نور هر کال د کلب او هېواد لپاره تر ۵۰ زیات ګولونه وهلې دي، په ځانګړي ډول نوموړي په ۲۰۱۲م کال کې ۹۱ ګولونه وهلي وو. د ۲۰۱۹م کال پنځوسم ګول یې د روان کال په وروستۍ لوبه کې بشپړ کړ.

د دیسمبر تر ۲۴مې نیټې چې په روان کال کې بله کومه لوبه نه لري، «۳۶۹» ګولونه وهلې دي، د میسي سیال رونالډو بیا یوازې «۳۳۵» ګولونه وهلې دي.

یوازې دا نه، بلکې په ګول پاسونو کې چې د فوټبال په ژبه (Assist) یا ګول جوړونکی ورته ویل کیږي، هم تر ټولو وړاندې دی، نوموړي «۱۴۱» ګول پاسونه کړي، خو د رونالډو نوم لا په لومړیو شپږو لوبغاړو کې شتون نه لري.

باید وویل شي چې میسي د یادې لسیزې تر ټولو غوره ګول وهونکی لوبغاړی دی، ددې سربېره د ګول جوړونې تکنیک او مهارت کې هم تر هر چا وړاندې دی.

۳۲ کلن لیونل میسي د نړۍ لومړی فوټبالر دی چې د بالون ډور Ballon do`R جایزه یې شپږ واره ګټلې ده، په دې لیست کې رونالډو دویم مقام لري چې پنځه واره یې د یادې جایزې په ګټلو کې نوم ثبت کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x