
د عربي اماراتو «ټوټوک» اپلیکیشن چې د مبایل بشپړ معلومات غلا کوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د نیویارک ټایمز خبري اژانس د امریکایي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې متحده عربي اماراتو داسې یو اپلیکیشن یا کاریال چمتو کړی چې د کاروونکو جاسوسي کوي او ددوی بشپړ معلومات غلا کوي.
دغه اپلیکیشن چې ټوټوک (ToTok) نومیږي، د کاروونکو د ځیرک مبایل جاسوسي کوي، ددوی خبرې، عکسونه، ریکارډونه، اړیکې او حرکتونه غلا کوي.
د تخنیکي کارپوهانو په وینا، دغه اپلیکیشن د «بریګ هولډینګ» شرکت لخوا ترتیب شوی چې ځای یې ابو ظبي ښار دی، او احتمال لري چې دا د اماراتو «ډارک ماټر» شرکت پورې هم تړاو ولري، کوم چې د بریښنایي عملیاتو لپاره ځانګړی شوی دی. په ډارک ماټر شرکت کې د اماراتو او اسرائیلو استخباراتو پخواني چارواکي په ګډه کار کوي.
دغه راز د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پخوانیو امنیتي چارواکو په حواله هم ویلي چې ډارک ماټر شرکت د احتمالي سایبر جرمونو په شک کې د اف بي آی (FBI) لخوا تر څيړنې لاندې دی.
د یادونې وړ ده چې د ګوګل او ایپل شرکتونو د ټوټوک اپلیکیشن وروسته له هغې له سټور څخه د لرې کولو پریکړه وکړه چې وپوهېدل په دې کې بې نظمي او سرغړونې شاملې دي.
یوازې دا نه، باید وپوهیږو چې د ګوګل او ایپل په سټورونو کې زرګونه داسې اپلیکیشنونه شتون لري چې په ځای تعقیبولو مو بشپړ معلومات غلا کولی شي، باید په ښکته کولو کې یې احتیاط وشي.