افغانستان

د نوماندانو شورا: د پایلو په اعلان سره په هیواد کې د «بحران زنګ» ووهل شو

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا وایي، د ټاکنو کمېسیون له لوري د لومړنیو پایلو له اعلان سره جوخت هیواد یو بل بحران ته ننووت او باید د مخنیوي لپاره یې د ملي مشارکت حکومت تشکیل شي.

د نوماندانو شورایو تن غړي « احمدضیاء مسعود»  په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو په مهال وویل « حواء علم نورستاني د لومړنیو تقلبي پایلو په اعلان سره په افغانستان کې د بحران یو بل زنګ وواهه، چې ښايي له امله یې نوی میلادي کال له خونړیو پېښو ډک وي، په داسې حال کې چې ټاکنې له فساد او سرغړونو ډکې وې، څه ډول کېدلای شي، پایلې ملت ته د منلو وړ وي.»

نوموړي زیاته کړې «موږ یو ځل بیا نه غواړو، متقلبین او فساد کوونکي واک ته ورسېږي.»

د ولسمشریزو ټاکنو یو بل نوماند «عنایت الله حفیظ» هم په ورته نظر دی، د نوموړي له قوله «پایلې ظالمانه او خلګو ته د منلو وړ نه دي.»

د حفیظ له نظره، کمېسیون خپل ځان او غړو ته قناعت نشي ورکولای؛ نو څه ډول کولای شي، د افغانستان دېرش میلیونه نفوس ته قناعت ورکړي.

د نوماندانو شورا داسې مهال د ټاکنو پایلې اعلانوي، چې درې ورځې وړاندې د ټاکنو کمېسیون د لومړنیو پایلو تر اعلان لاندې د ګډ حکومت اوسنی مشر «اشرف غني» د کاندیدانو مخکښ اعلان کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx