افغانستان

مودي اشرف غني ته په ټاکنو کې د بريا مبارکي ويلې

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د هند لومړي وزير نريندرا مودي د ګډ حکومت مشر اشرف غني ته ټيليفون کړی، په ټاکنو کې يې د هغه د بريا د مبارکۍ تر څنګ اشرف غني د هند د سفر بلنه ورکړې ده.

اشرف غني په خپلو ټويټر پيغامونو کې ويلي، چې د هند لومړي وزير سره يې د کابل او نوي ډيلي د دوه اړخيزو اړيکو په غوره والي خبرې کړي دي.

د اشرف غني په وينا نريندرا مودي ورته وويل: «هند د نړۍ د سترې ديموکراسۍ له مخې په افغانستان کې د جمهوريت ملاتړ کوي او په افغانستان کې د تلپاتې امنيت او سولې هيله يې څرګنده کړې ده.»

د ګډ حکومت مشر زياته کړې، چې هند په افغانستان کې د افغانانو په مالکيت د سولې ملاتړ کوي.

هغه زياتوي، «لومړي وزير مودي راته ويلي، چې هند ستا خپل کور دی او له همدې امله تا ته د نوي ډيلي د سفر بلنه درکوم.»

د ګډ حکومت مشر ليکلي، چې ده د افغان ولس په استازيتوب د هند د لومړي وزير مننه کړې او هغه ته يې ډاډ ورکړی، چې په لنډ وخت کې به هند ته سفر وکړي.

نريندرا مودي تر اوسه په دې اړه په خپل ټويټرپاڼه کې څه نه دي ويلي.

له درې مياشتو زيات ځنډ وروسته د ټاکنو خپلواک کمیسيون وړمه ورځ د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، خو هېڅ نوماند، ۵۰+۱ رايې نه دي وړي، بلکې يوازې اشرف غني۵۰، ۶۴سلنه او عبدالله عبدالله ۳۹، ۵۲ سلنه رايې وړي دي، چې ښايي ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې شي.

د پایلو له اعلانېدو وروسته په کابل کې د امريکا سفير جان بس په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، ټول افغانان بايد د ټاکنو لومړنۍ پایلې ومني او د وروستيو پایلو تر اعلانېدو لا هم ډېر مراحل پاتې دي.

داسې ويل کيږي، چې ټاکنې به دوهم پړاو ته لاړې شي، خو د سړې هوا له امله به دوهم ځل ټاکنې وځنډول شي او ښايي په دې وخت کې د امريکا او طالبانو خبرې يوې پایلې ته ورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x