ورزش

هغه ریکارډونه چې میسي کولای شي په ۲۰۲۰م کال کې مات کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په ریکارډي ډول د شپږم وار لپاره د بالون ډور Ballon d’Or جایزې خپلولو سره، لیونل میسي کولای شي په راتلونکي ۲۰۲۰م کال کې هم ګڼ شمېر نور ریکارډونه مات کړي.

لیونل میسي تر دې دمه د برسلونا لوبډلې تر ټولو زیات ګول وهونکی لوبغاړی دی، خو په نړیواله کچه په کلبي سیالیو کې په زیاتو ګولونو وهلو سره له برازیلي مشهور لوبغاړي «پیلی» څخه وروسته په دویم نمبر دی.

دلته هغه ریکارډونه وړاندې کوو چې لیونل میسي کولای شي په ۲۰۲۰م کال کې مات کړي:

  • په کلبي سیالیو کې تر ټولو زیات ګولونه

د برازیل هېواد او د فوټبال نامتو ستوري پیلی په کلبي سیالیو کې تر ټولو زیات «۶۴۳» ګولونه وهلي دي، نوموړي د ۱۹۵۶ او ۱۹۷۴م کلونو ترمنځ د سانتوس په نوم لوبډلې سره لوبېدلی دی.

لیونل میسي چې اوسمهال یې د برسلونا لوبډلې په ګټه ۶۱۸ ګولونه وهلې دي په اسانه کولای شي راتلونکي کال دغه ریکارډ مات کړي، نوموړی کولای شي په ۲۵ ګولونو وهلو د نامتو پیلی ریکارډ مات کړي.messi pele

  • ۲ ګولونه د اروپا اتلانو لیګ په زیاتو سیالیو کې

لیونل میسي په پرلپسې ۱۵م وار د اروپا اتلانو لیګ په ګروپي سیالیو کې لږ تر لږه ۲ ګولونه وهلې دي، نوموړی کولای شي د مانچسټر یونیټډ لوبډلې پخواني لوبغاړي «ریان ګیګز» ریکارډ چې په پرلسې ۱۶م وار یې  ګولونه وهلي مات کړي.

د لیونل میسي سربېره کریستیانو رونالډو هم دا فرصت لري چې راتلونکی کال ګول ووهي او په پرلپسې ۱۶م وار په اروپا اتلانو لیګ کې ګول ترسره کړي.

  • په اروپا اتلانو لیګ کې زیات هیټریکونه

د لیونل میسي لپاره په ۲۰۲۰م کال کې د بل ریکارډ ستر فرصت دا دی چې وتوانیږي په اروپا اتلانو لیګ سیالیو کې د ګولونو هیټریک ووهي او رونالډو ته ماتې ورکړي، تر دې دمه دواړو په اروپا اتلانو لیګ سیالیو کې ۸ واره هیټریک یا په یوه لوبه کې ۳ ګولونه وهلې دي.

  • اوم وار لپاره د پيچيچي جایزه ګټل

پيچیچي Pichichi د اسپانوي لیګ «لالیګا» کلنۍ جایزه ده چې زیات ګول وهونکي لوبغاړي ته ورکول کیږي، تر دې دمه تر ټولو زیات ۷ واره دغه جایزه د اتلاتیک بیلبو پخواني لوبغاړي «تیلمو زارا» ګټلې ده، میسي چې اوسمهال د پيچیچي ۶ جایزې په خپل نوم لري کولای شي د اوم وار لپاره یې هم په خپل نوم کړي او د نړۍ لومړی لوبغاړی شي.

لیونل میسي په لالیګا لیګ کې تر دې دمه تر ټولو زیات ۱۳ ګولونه وهلي، په دویم نمبر ورپسې د ریال مدرید لوبډلې مسلمان لوبغاړی کریم بینزیما دی چې ۱۲ ګولونه یې وهلې دي.

  • زیاتې الکلاسیکو سیالۍ

د ریال مدرید او برسلونا لوبډلو ترمنځ سیالۍ ته «الکلاسیکو» ویل کیږي، دا د نړۍ تر ټولو مشهوره سیالي ګڼل کیږي، میسي تر دې دمه په ۴۲ الکلاسیکو سیالیو کې ګډون کړی چې د پخواني لوبغاړي چاوي ریکارډ یې مساوي کړی، نوموړی کولای شي په ۲۰۲۰م کال الکلاسیکو سیالي کې په ګډون سره دغه ریکارډ په خپل نوم کړي.

باید وویل شي چې لیونل میسي د شپږم وار لپاره د بالون ډور ګټلو سربېره ګڼ شمېر نور ریکارډونه هم په خپل نوم کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x