افغانستان

روسیه: د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې لاسلیک ته په تمه یو

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره دروسیې هیواد ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» وایي، تمه لري د نوي میلادي کال په لومړیو کې د طالبانو او امریکا تر منځ توافقنامه لاسلیک شي او ورسره جوخت بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

سپوتنیک خبري اژانس د «کابلوف له قوله لیکلي «مسکو په دې تمه دی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ توافقنامه لاسلیک شي، موږ په دې امید یو، چې د نوي میلادي کال په لومړیو کې یاده توافقنامه امضاء شي او ډېر احتمال دادی، چې د توافقنامې مراسم د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړ شي.»

نوموړی زیاتوي « د توافقنامې د لاسلیک مراسمو ته د روسیې په ګډون تر شلو د زیاتو هیوادونو استازي رابلل شوي، دا مراسم موږ ته اړین دي، او په هر عنوان چې وي، په دې مراسمو کې ګډون ته تیار یو.»

کابلوف ددې تر څنګ هیله ښودلې، چې د توافقنامې له لاسلیک وروسته د بین الافغاني مذاکراتو لړۍ چټکه شي.

روسیه داسې مهال د طالبانو او امریکا تر منځ ته په تمه ده، چې د یادو دواړو لورو تر منځ د خبرو درېدلې لړۍیو ځل بیا د سلا مشورو په موخه درېدلې او امریکا له طالبانو غوښتي څو لس ورځني اوربند ته غاړه کېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدظاهر حلیمی

ښه به داوی چې دامنیت نړیواله شورا؛اسلامی ممالک دطالبانواوامریکی دتفاهم لیک دلاسلیک پرمهال شتون ولری اوله تطبیق څخه په کلکه څارنه وکړی څکه امریکایانو په نظامی ډګرکی جګړبایللی ده اوس غواړی دسولی ترچترلاندی ټاکل شویوموخوته ځان ورسوی ترڅودعقدشویومواردوڅخه سرغړونه ونکړی

احمد

لس ورځنی اوربند چی امریکایان یی دشرط په عنوان وړاندی کوی دی خبری کی ضرور ددی کفارو فساد نغښتی دی ددی شرط منل پکار ندی

غمی.پښتین

جوړ تازه،
طالیب او دولت لوړپوړی چارواکی امریکا،پاکستان سره په ګډه کرسمس نمانځی او د خوشحالی دا سندری بولی چه،
میری کرسمسس،میری کرسمسس.
هره ورځ دوه سوه افغانان مسلمانان قتل کیږی او دوی بی غمه د کرسمسس خوشحالی له خپلو بادارانو سره نمانځی،

جميل

کله چی افغانانو شوروی اتحاد او د نړی کمونسټی بلاک ته ماته ورکړه ، د افغانانو قربانيو او د خپل دين او د هيواد لپاره جګړی امريکا ديته ورسول چی ويل يی مونږ نړی رهبری کوو . امريکا زمونږ سره خيانت ، نمک حرامی او دښمنی وکړه ، امريکايانو خپل روزل سو ی خډل يو و بل ته وښکارل هغو ښه سره وداړل او په وينو يی سره ولړل ، دی روزل سويو خډلو ټوله ولس وداړی هر چاته يی خولی اچولی ، څو چی د الله تعالی په غيبی مرستی او پيرزوينی سره طالبانو کرامو په ۹۵ سلنه هيواد… نور لوستل »

محمدظاهر حلیمی

دسولی تفاهم نامه به هغه وخت بریالی وی چی دموادودتطبیق یی یوشمیربانفوذه هېوادونوپه غاړه واخلی اوکره ضمانت له امریکاڅخه واخستل شی ځکه امریکا اوس هم په کږه لاره روانه ده

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x