ټولنیزه برخه

د «وخت ساتنه» موخې ته رسېدل نږدې کوي

حسيب الله سجاد

د موخې په لور خوځښت کول د وخت ساتنې سره موخې ته د رسېدو لاره هواروي او دغه لار نږدې کوي او موږ کولی شو چې په لنډ وخت کې خپلې موخې ته ورسیږو، خو د وخت ساتنې او کړنلار جوړونې پرته خوځښت کول داسې دي لکه په یوه کږه وږه لار حرکت کول چې موخې ته رسېدل له ځنډ سره مخ کوي او د چټک خوځښت مخه نیسي.

همدا سبب دی هغه انسانانو چې د وخت په پېژندلو او ساتلو سره یې ژوند کړی نو بریالي ثابت شوي او خپلو موخو ته رسیدلي دي. او هغه ډله انسانان چې د وخت ارزښت یې نه دی پیژندلی د ژوند په لوړو او ژورو کې پاتې شوي او له خپلو موخو څخه هم پاتې شوي دي.

صحابه کرام په خپل وخت کې په خپلو وختونو باندې ډېر پابند وو او د هغه څخه د ښې ګټې پورته کولو لپاره به یې په ښه ډول فکر کولو نو همدا علت ؤ چې دښمنان به یې له ویښتابه او موخو څخه وېرېدل هغه داسې یوه ډله وه چې شپه او ورځ یې په نېکۍ او ښکلاوو ډکه کړې وه همدا سبب ؤ چې خپلو نېکو موخو ته ورسېدل.

د «فضایل الاوقات» کتاب په سریزه کې امام بیهقي داسې وايي: «کله چې مسلمانانو وخت پیژندلو او د وخت ځای یې په خپل ژوند کې پیدا کړی ؤ نو دوی ټول نېکمرغه شول او نړیوالو ته یې هم نېکمرغي په ډالۍ راوړه او د نړۍ ګوټ ګوټ یې په خپلو ویناوو او کړنو سره معطر وګرځول او د تاریخ پاڼې یې په خپلو ارزښتمنو کړنو سره ډکې کړې، هغه د شپې عبادت لرونکي او د ورځې خوځنده لار وهونکي وو، دوی د آخرت په پلټنه کې وو نو ځکه دا دنیا هم ورته تابع وه او په پوره فرمانبردارۍ او امر مننې یې دا دنیا هم په اختیار کې وه او د خیر او ښېګڼې په میدانونو کې یې یو له بل سره سیالي کوله چې په تاریخ کې تر ټولو مخکې هم شول»

نن هم اسلامي امت په هغه ډول وخت نه پېژني څرنګه چې ښايي، نو همدا سبب دی چې د علم او پوهې په تلونکي کاروان کې وروسته پاتې دي او همدارنګه د دیني ارزښتونو په لاسته راوړلو کې هم وروسته پاتې دي او که وخت ته توجه او پاملرنه ونه کړي او د بې‌پروایۍ له خوب څخه راويښ نشي خدای مه کړه چې د دې نړۍ په پراخه سمندر کې به یې د ژوند کښتۍ په ډوبېدو وي.

لکه څرنګه چې د یوې سروې او ارزونې پر بنسټ په منځني ډول په اسلامي او عربي نړۍ کې د یو کس کار په څلورویشتو ساعتونو کې نیم ساعت دی! نو تاسې پرې غور وکړئ چې آیا څرنګه به دا خلک بریا ته ورسیږي؟

دوکتور محمد امین شحاده داسې لیکي: «زه په دې باندې پوره باوري یم چې د مسلمانانو د وروسته پاتې والي لوی او اصلي سبب د وخت نه پېژندنه او د هغه څخه ګټه نه اخیستنه ده. ځکه اوس مسلمانان د دین او دنیا په خاطر د وخت څخه ګټه نه پورته کوي نو همدا سبب دی چې موږ مسلمانان له ټولو ملتونو وروسته پاتې یو، په داسې حال کې چې یو وخت مسلمانان د ژوند په ټولو اړخونو کې د ټولو ملتونو په سر کې واقع وو او دا سرلوړي او مشري د مسلمانانو په لاس کې وه، اوس هم ډېری داسې کسان شتون لري چې اسلامي امت ته یې نسبت کېږي خو خپل وختونه بې له کوم مسؤلیته ضایع کوي او داسې فکر کېږي چې په اسلامي هېوادونو کې د وخت څرخ پر موږ باندې تړلی دی. ټول د موخې لرونکي ژوند په لور خوځښت کوي خو موږ بې‌خوځښته یو او له خپل ځای څخه حتی خوځېږو هم نه».

همدا سبب دی چې نامتو مصري لیکوال استاد محمد امین په خپله یوه لیکنه کې داسې وايي: «دا وخت چې اوس موږ قرار پکې لرو له ځانه سره یو ډول خاص مواد لري چې موږ کولی شو د دغه موادو څخه په اقتصادي پراختیا، د علم او پوهې په ترلاسه کولو او روغتیا ته په رسېدلو کې ګټه واخلو نو موږ ډېر دغه وختونه ضایع او برباد کړي او زموږ د ژوند زیاته برخه نه د دنیا او نه د آخرت په کارونو کې موږ لګولې بلکې اکثره وختونه مو په باطل او بې‌کاره کارونو کې تېره شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x