افغانستان

کاپیسا کې ګډو ځواکونو دوولس تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې/انځورونه

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کاپيسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې امریکایي ځواکونو د خپلو داخلي همسنګرو په ملتیا د ولسي وګړو په کورونو برید کړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې دوولس تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

له سیمې څخه په خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې ګډو ځواکونو تېره شپه د نجراب ولسوالۍ اړوند «پچه غان» ، «افغانیه دره» او «غَین» نومي سیمو کې د ملکي وګړو په کورونو چاپه وهلې، چې په پایله کې یې د ۵ تنو ماشومانو او یوې مېرمنې په ګډون اته تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

راپورونه زیاتوي، ګډو ځواکونو د ملکي وګړو له لسو زیات کورونه هم ویجاړ کړي او ۶ تنه ولسي وګړي یې له ځانه سره د بندیانو په توګه وړي.

یاده دې وي، چې تر دې دمه د کاپيسا ولایت امنیتي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

د نن ټکی صفحی کی کوم معترض کسان چی دولتی عسکرو په مرګ خواشسنی ښکاروی اوس دی ددی مفسدو جنایاتو ته هم بد ووایی څوک چی کفر ملا تړ وی او دکفارو په ننګه خپل اولس ته توپک نیسی له امریکایی سره به یی فرق نه وی ښه به بریتونه تاووی چی پنځه ماشومان سره دیوی ښځی چی تازه یی دهشت ګردی شروع کړی وه هغه زمونږ اتل قلع اردو په خپلو وینو کی ولمبول

A saeed

الله ج
دی حساب ورسره وکړې
امېن.

جميل

انا لله وانا اليه راجعون
چيری دی آ ړانده ، کاڼه ، ګنګيان او بيهمته تف طفيلیان چی د طفيلی غلام دولت او غلامی طفيلی اردو پلوی کوی ؟

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x