افغانستان

شکايتونو کميسيون: تر اوسه له ۷۰۰۰ زيات ټاکنيز شکايتونه ثبت شوي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون وايي، له تېرو دوو ورځو راهيسې له اوو زرو زيات ټاکنيز شکايتونه ثبت شوي دي.

د کميسيون چارواکي وايي، د ټاکنيزو شکايتونو د ثبت لړۍ به تر سبا چهارشنبې روانه وي او ښايي شمېر يې تر دې هم لوړی شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسيون له درې مياشتو ځنډ وروسته وړمه ورځ د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې له مخکښ نوماند اشرف غني پرته نورو ټولو نوماندانو دا پایلې له درغلۍ ډکې بللي او کميسيون يې په تقلب تورن کړی دی.

سره له دې، چې د اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکی ټيم تر نورو نوماندانو مخکې دی، خو دغې ټاکنيزي ډلې هم نن په کابل کې د ټاکنيزو شکايتونو مرکزي دفتر ته ۱۲ سوه شکايتونه وړاندې کړي دي.

د دولت جوړوونکي ټيم غړي وايي، تر سبا به نور شکايتونه هم کميسيون ته وسپاري.

د معترض نوماند عبدالله عبدالله په مشرۍ ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم بیا تر اوسه له اتلس سوو زيات شکايتونه ثبت کړي دي.

د رحمت الله نبیل په مشرۍ امنيت او عدالت ټيم هم کميسيون ته سلګونه شکايتونه سپارلي دي.

د شکايتونو کميسيون وايي، د ټاکنيزو ډلو شکايتونه د ټاکنو لومړيو پایلو په اړه نه دي، بلکې د ټاکنيزو پړاوونو په اړه دي او دوی به يې په ټاکلې موده کې پایلې له خلکو سره شريکې کړي.

خو د نوماندانو شورا نن په کابل کې د يوې غونډې پر مهال د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پایلې له درغلۍ ډکې وبللې او رد يې کړې.

د نوماندانو شورا يو ځل بيا وويل، چې د ولسمشريزو ټاکنو پايلې له درغلۍ ډکې دي او بايد د يوه ګټونکي پر ځای د ملي مشارکت حکومت اعلان شي، چې ټول نوماندان په کې برخه ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x