نظــر

له وزیر گل سرہ پر انتخاباتي بنډار«طنز»

حفيظ الدين پيرزاده

وزیر گل وایي: د غني درې لکه رایې جعلي دي چې د سیف الملوک د ترہ زوی در ملوک د خپلې بدرۍ جمالې حوا جمالې په ځولۍ کې واچولې؛ درې لکه نورې رایې د ھغو ځوانانو دي چې اشرف غني د فیس بک، ټویټر او نورو رسنیو له لیارې پیژني او د ھغه په تیزہ کوڅه ډبه انگریزۍ او ھوایي دھلیزونو غولیدلي دي او باقي درې لکه رایې یې د ھغو نه سړ‎ي د زامنو دي چې پخپلو ځانو او ولس باور نه لري!

ما ورته وویل: وزیر گله لږ‎ بریک شه! ھغه لومړ‎ي دوہ پوړ‎ہ درسرہ منم خو په دې باقي درې لکه کسانو کې به ښه خلک ھم وي! د نه سړ‎ي زامن ویل به ورته مناسب نه وي!

ھغه په کړ‎س کړ‎س وخندل او راته کړ‎ل یې: زہ د خپلو کلیماتو په غوراوي کې محتاط یم.

دا خو منې چې غني چُرت ھم په انگریزۍ کې وھي او بیا یې نیغ په نیغه زموږ‎ ژبو ته را ژباړ‎ي؟!

ما وویل: ھو، دا راته ثابته دہ!

بیا یې راته کړ‎ل: ښه چې داسې دہ نو دولت ته په انگریزۍ کې څه وایي؟

ما ځواب ورکړ‎: مال، دولت او پیسو ته انگریزان money مُني وایي.

ھغه بیا وپوښتلم: او ساز ته دا شین سترگي څه وایي؟

ما وویل: ساز چې په پښتو کې یې جوړ‎ول بولي، ھغوی ورته making میکنگ وایي!

بیا یې راته وویل: اوس نو دولت ساز ټیم په انگریزۍ مانا کړ‎ہ!

ما وویل: money making team یا د پیسو جوړ‎ولو ( گټلو ) ټیم!!

بیا یې راته کړ‎ل: اوس دا خبرہ ھمدلته پریږ‎دہ! بلې ته غوږ‎ شه!

غني د قدرت لیونی دی او په ارگ کې ورته پاته کیدل یواځې د اشغال د تداوم په صورت کې ممکن بریښي.

ھغه ته دا مھمه نه دہ چې د کال شپیته زرہ امنیتي کسان وژل کیږ‎ي او که ډیر خو چې ھغه په ارگ کې وي.
نو مانا دا چې که غني وي نو اشغال به ھم وي او سوله به د مار پښې وي!

ځینې دون ھمته افغانان فکر کوي که امریکایان نه وي، موږ‎ به څه خورو؟ یا به خپلو کې سرہ وخورو او یا به مو گاونډیان وخوري نو ھغوی ھم د اشغال تداوم غواړ‎ي!

د غني د درې لکیزو طرفدارانو ډیری یې له غرب څخه راغلي ھماغه قاب شویان دي چې د دولت ساز ټیم اصلي مانا یې درک کړ‎ی او دلته د پیسو گټلو لپارہ راغلي او نور یې بیا ھغه بې ھمته افغانان دي چې نه پخپل ځان ویسا لري او نه د خپل ولس پر مټ!

اوس چې داسې کسانو ته د نه سړ‎ي زامن و نه وایم نو ته راته د دوی د حال سرہ برابرہ بله مترادفه کلیمه را وښایه!!

ما ورته وویل: ما ته خو یې مترادفه کلیمه نه دہ مالومه خو ستا د نظر په اړ‎ہ ھم سکوت اختیاروم.

ما غوښتل موضوع بدله کړ‎م؛ ورته مې وویل: د داکتر عبد الله په سلنه کې څه وایې: بیا یې په کړ‎س کړ‎س وخندل او راته یې کړ‎ل: زہ فکر کوم د انتخاباتو ټوله پروسه د دې لپارہ پیل شوې وہ چې عبد الله سي و نو (۳۹) ثابت کړ‎ي. دا چې د کابل ادارہ وایي د انتخاباتو پروسه بریالی دہ، ھمدې ثبوت ته اشارہ کوي، که نه دا انتخابات نه زموږ‎ د ولس لخوا و او نه د ھغوی لپارہ و!

ما ورته وویل: وزیر گله برادرہ! دا راته ووایه که تا انتخاباتو کې برخه اخیسته نو چاته دې رایه ورکوله؟

ځواب یې راکړ‎: ھغه چاته چې زما او زما د کورنۍ غم ورسرہ شته, او ھغه یواځې یو کاندید دی، ابن الأسود صیب!

ما ژر ورته وویل: ابن الاسود؟ دا لا کوم کاندید دی؟ زہ خو یې نه پیژنم! راته کړ‎ل یې: ولې یې نه پیژنې؟!!

ھغه د توري زوی یادوم چې د کمپاین پر مھال یې ځوانانو ته د وادہ کولو ټټر ډبولی و! ما ویل که پاچا شي نو زما زوی جنت گل به پرې د مجردانو له لسته وباسو!

ما بیا ورته وویل: ورورہ! باور وکړ‎ہ که مې بیا ھم پیژندلی وي!

ھغه راته وویل: زوی ته په انگریزۍ کې څه وایي؟

ما وویل son سن.

ھغه راته وویل: نو بیا خو تورسن ابن الأسود یا د توري زوی شو کنه!

مفکر پورہ جملې پښتو ته را اړ‎وي او ما یواځې نوم وژباړ‎ہ!

ما ورته وویل: نو بیا ته د نړ‎ۍ دریم مفکر یې، که دویم مفکر ته د زر کلنۍ دعا کوو تاته به د پنځه سوہ کلنۍ دعا وکړ‎و! او نورہ مې خدای پاماني ورسرہ وکړ‎ہ!
_________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د دسمبر ۲۳/ ۲۰۱۹ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x