افغانستان

مودي اشرف غني ته د بریا نه، بلکې د ټاکنو د بریالي ترسره کېدو مبارکي ویلې وه

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۸ل):  وروسته له هغه، چې د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د هند د لومړي وزیر «نریندرا مودي» له لوري نوموړي ته د بریا د مبارکي ویلو ادعا وکړه، مودي يې په غبرګون کې ویلي، چې غني او د افغانستان خلګو ته یې یوازې د ټاکنو د بریالي ترسره کېدو مبارکي ورکړې.

دغه څرګندونې «نریندرا مودي» د «اشرف غني» د هغه ټویټ په غبرګون کې کړې، چې نوموړي پکې د هند د لومړي وزیر له لوري ده ته د مبارکي ویلو ادعا کړې وه، مودي لیکلي « خوښ یم، چې له اشرف غني سره مې خبرې وشوې، ده او د افغانستان خلګو ته مې د ټاکنو د بریالي ترسره کېدو او لومړنیو پایلو د اعلان په مناسبت مبارکي وویله.»

نوموړي زیاته کړې «، هند له افغانستان سره د ملګرتیا قوي اړیکې غواړي او  همېشه د افغانستان د خلګو د هیلو په پوره کولو او پرمختګ کې هڅې کوي.»

یاده دې وي، چې تر دې دمه ارګ په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

مشرک هند تل زمونږ سره دښمنی کړی ، د افغان انګريز په جګړو کی خو يی د افغانانو په خلاف انګريزانو ته عسکر هم ورکړی وه ، د افغان شوروي په جګړه کی يی هم د غلام کمونست دولت پلوی کول او اوسهم د غاصبی امریکی د غلام دولت پلوی کوی . ای مشرکو دالخورو په افغانستان کی ستاسو خواری او مصرفونه ټوله عبس دی ، اصيل افغانان تاسی مړسترګی او د اسلام دښمنان ښه پيژنی او هيڅوخت به د قوی ملګرتيا اړيکی درسره ونه پايی . ستاسو ۱۸ کلنی خواری ټوله د شيطان دی کومه خاصه ګټه به ونلری… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

جمیل صاحب ! ستاسی خبره اسلامی او سل په سلو کی سمه ده، مسلمانان ملت واحد او کفر ملت واحد دی . مهمه نه ده چه کوم ډول کفر او چیری اوسیږی . کفر حق پټولو ته وایی او حق پټونه په ( دروغو، غلا او درغلیو ) کی نغښتی ده. یعنی دروغ، غلا او درغلی د کفر او دموکراسی تقوی ده. مګر دا چه کفار ولی کفر ( حق پټونه ) کوی ځواب یی ساده او هغه دا چه دوی د حرص له امله حق پټونه او مظلوم انسانان استثماروی او اسلام د الهی عدالت په واسطه د استثمارولو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x