افغانستان

فراه: طالبانو د سولې حرکت ۲۷ غړي نيولي

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۸ل): طالبانو د سولې حرکت ۲۷ غړي چې له هرات ولايت څخه فراه ته په لاره وو نيولي دي.

د سولې د حرکت مشر اقبال خيبر رسنيو ته ويلي دي چې طالبانو دغه کسان تيره ورځ هغه مهال نيولي دي چې له هرات ولايت څخه فراه ته په لاره وو او تر اوسه يې په اړه هيڅ ډول معلومات نشته.

خيبر ويلي دي چې طالبانو تر دې مهال د دوی د نيولو په اړه څه نه دي ويلي او نه هم تر اوسه ددې کسانو برخليک معلوم دی.

طالبانو څو مياشتې وړاندې هم په لوګر ولايت کې د ياد حرکت شپږ غړي نيولي وو چې د څو ساعتونو وروسته يې بيرته خوشې کړي وو.

د سولې ولسي حرکت چې له تيرې يوې مودې راهيسې په افغانستان کې له يو ولايت څخه بل ته پلي سفرونه کوي او وايي چې د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې له جنګه لاس واخلي او سولې پروسې سره يو ځای شي، خو عام افغانان ددې حرکت په اړه مشکوک او بيلابيل نظرونه لري.

د خواله رسنيو فعالان ياد حرکت د امریکايانو پروژه بولي او په وینا يې چې دوی ته د امريکا له لورې پروژې ورکول کيږي ترڅو خلکو ته د افغانستان د سولې په اړه بيل ډول ذهنيت ورکړي.

ياد حرکت وروسته له هغه خپل باور لا نور له لاسه ورکړ چې څو مياشتې وړاندي يې غړي پخپلو منځو کې په پيسو سره وران شول او هغوی په خواله رسنیو کې ددې حرکت په اړه له ډېرو رازونو پرده پورته کړه.

.طالبانو تر اوسه د يادو کسانو د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا بيکاره او لنډغر په نس مزدوران دی .

عبد الله الفاروقي

دي كي شك نشته جه د امريكايانو فه نوي شكل پروژه جوره كريده

اسلامي امارت مجاهدينو ته لازم دي جه سم ي ووهي تر سو إقرار تري واخلي ( )

كه توبه ي وباسله نو معاف ي كري
فه دي شرط جه تر سو اشغال موجود وي بيا به خفل غير مشروع حركتونه نه راباسي

اجمل

هر څوک مو چی خوښ نشی بیا نو پری ټاپی لګیږی چی یا امریکایی ده یا خلقی یا پرچمی. دا زمونږ د خلکو عادت دی. الله د مونږه هدایت کړی. تاسی طالبان چی په پاکستان کی کورونه لری، هلته مو اولادونه سبقونه وایی او ځینو نورو مو په قطر او دوبی کی پانکونی کړی بیا دا خلک حق نلری چی تاسو ته هم ووایی چی تاسی د آی اس آی عسکر او جاسوسان یاست؟

الحاج استاذ بیانزی

د تش په نامه د سولی حرکت غړی ړانده ، کاڼه او ګونګیان دی به هوای کی جنګی الوتکی او په زمکه جنګی ټانګونه هم نه ګوری چه زمونږ مظلوم، بی ګناه او بی دفاع اولسونه به ناروا وژنی ، طالب مجاهدین یی په ضد ملاتړلی مالی او ځانی قربانی ورکوی شبه او ورځ یی په ځان یوه کړی د تش په نامه سولی حرکت غړی که رشتونی افغانان وی باید دطالبانو سره د اشغالګرو او غلامانو به ضد ملګری شوی وی او د خلکو، خاوری ، نامس او خپلواکی د دشمنانو سره جنګیدلی وی . له بده مرغه، د… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x