افغانستان

ننګرهار: ګډو ځواکونو د «پچير ملا صيب» په کور چاپه اچولې

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، ۴مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ملکی وګړو په کورونو د شپنيو عملياتو او چاپو په دوام دا ځل ګډو ځواکونو په ننګرهار ولايت کې د ديني او روحاني شخصيت «پچير ملا صاحب» په کور چاپه اچولې ده او د کور سامانونه يې ګډوډ کړي دي.

راپورونه وايي چې وړمه شپه ګ‌ډو ځواکونو د ننګرهار ولايت د پچير اګام ولسوالۍ په پچير کلي کې د هيواد د ستر علمي او روحاني شخصيت «پچير ملا صاحب» په کور چاپه اچولې ده چې تر اتو ساعتونو يې دوام کړی و او د کور ټولې خونې يې پلټلي دي.

په دغه چاپه کې عسکرو دوه ميله کلاشينکوفونه، دوه ميله توفنګچې او يو چره ييز ټوپک هم له ځان سره وړی دی او د کور سامانونه يې ټول پلټلي دي.

د سيمې اوسېدونکو د ياد روحاني او علمي شخصيت په کور د ګډو ځواکونو د چاپې په اړه خواشينې ښودلې ده او دا يې د پچير ملا صاحب د کور سپکاوی بللی دی.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم امريکايي عسکرو د پچير ملا صاحب دوه زامن هم نيولي وو چې درې کاله يې په باګرام زندان کې تير کړ او پير قمر الدين زندان څخه له خوشې کېدو وروسته په يوې ولسي غونډه کې د ګډون په وخت کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو له لوري د ملکی وګړو په کورونو چاپې او عمليات زيات شوي دي چې له امله يې د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم زياته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د حیرانتیا وړ ځکه نه ده، د حق او باطل جګړه کی علما، منور او مجاهد خلک لمړی او نور عام مسلمانان دوهم به نښه کیږی. د مسلمانانو د ویشلو او ځانلوالی د پاره په یو شمیر مسلمانانو یو نوم او په نورو بل نوم ږدی یعنی په څه کتګوریو یی ویشلی حتی هغه بی غیرته تش په نامه او غلام مسلمانان به په اخره کی محوه او له منځه وړی دغلامو مسلمانانو سره خو یی تر فعالو مسلمانانو ډیره کرکه لری به دی اړه د هیتلر خبره رانقل کړم هغه وایی : تر هغوی [ چه زمونږ سره زمونږ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x