
د بګرام خاطره مین فلور دیارلسمه پنجره «دريمه برخه»
م عبدالحلیم مخدوم
څنګه چې آمریکایانو به زمونږ تعلیمي پروګرامونه تخریب او سبوتاجول نو په دې سوچ او فکر کې سوم چې داسې یو څه باید شروع کړم که ملګري راسره وي او که نه وي هغه خپله هم په مخ وړای وشم، چې له یوې خوا مې ځان مصروف ستلای وي اوله بلې خوا مې یو څه زده کړي وي، ځکه علمي مصروفیت په محبس کې د ډېرو ستونزو د مخنيوي لپاره تر ټولو ښه علاج و/ دی؛ څنګه چې نړیوالې اړيکې او راشه درشه د ژوند د اړتیاوو څخه دي او انګلیش د یوې نړیوالې ژبې په توګه په دې راشه درشه، افهام، تفهیم، او اړيكو کې د عربي ژبې په څېر مهم رول لري، په ځانګړي ډول د یو داعي په دعوتي چارو کې د انګلیش رول له هیچا څخه پټ ندی ځکه یو عالم او داعي انګلیش ژبې ته له هر چا ډېره اړتیا لري، بناءً د ځان سره مې دا پرېکړه وکړه چې انګلیش شروع کړم، ځکه هم فارغ او هم ورته اړ وم، خو له بده مرغه نه مې قلم درلود او نه کتابچه! هغه وخت د بګرام قانون داسې وو چې شپاړلس میاشتې بعد به یې بندي ته قلم او کتابچه ورکول هغه هم د یو لړ شرایطو سره.
د سور صلیب کار کونکي به په هرو دوو میاشتو کې محبس ته راتلل هغو به د هرې پنجرې مشر ته دوه دانې بې پوښه بیک قلمان ورکول، او هر بندي ته به یې دوه دوه دسور صلیب ورقې ورکولې تر څو بندیان خپل کورونو ته خط وليکي، د پنجرې اکثرو ملګرو به کورونو ته خطونه ځکه نه لیکل چې آمریکايي ځناورو به دا خطونه کتل او سنسورول.
ډېر ځله به آمریکایانو بندیانو ته له کوره راغلي لیکونه نیم ړنګ کړي وو، ترڅو بندیان د خپل کورنیو په اړه په تشویش کې واچوي، ما به نو دغه د سورصلیب کاغذونه او ورقې له بندیانو ټولول او انګلیش به مې پر لیکی، مګر دا ورقې به په یوه اونۍ لږ او ډیر وخت کې ختمې شوې، نو مجبور شوم چې د هغه میاشتنۍ مجلې په بیاض او خالي ځایونو کې لیکل وکړم چې آمریکایانو به مونږ ته راکوله او یواځې به یې د آمریکايي ځواکونو عملیات پکښې په شد او مد سره تشریح کول نور به هیڅ هم پکې نه وو! دغه مجلې به نو په پنجره کې ښې ډېرې وي اکثره وخت به ملګرو ترش ته (آشغال دانۍ) غورځولې نو مابه ټولې را ټولې کړې سر ته به مې کوټه کړې او خپل انګلیش به مې پر لیکی د کاغذ له اړتیا به مې په دا رکم ځان خلاص کړی، د قلم په برخه کې به د پنجرې د مشر یې کور ودان یو قلم یې راکړ ما به کله تشناب کاغذ اوکله هم د سره صلیب کاغذ ځنې تاو کړ ترڅو د لیکلو جوګه شي، چې بیا به سور صلیب والا راتلل مابه هغه قلم وختي لا خلاص کړی وو نو به حیران وم چې په څه شئ لیکل وکړم، نو مې د لوشن څخه چې د پنجرې مخ ته به اېښی وو د قلم د رنګ د ذخیره کولو لپاره نلکۍ واېستله، چې صلیبیان به راغلل په دغه نلکۍ کې به مې د څلورو پنځه قلمانو رنګ خالي کړی او د ځانه سره به مې وساتی.
کله به مې چې د قلم رنګ ختم شو د دغه نلکۍ د رنګه څخه به مې پکې اچوی، د صلیبیانو د بیا راتګه پورې به دې نلکۍ کار راکوی، نو به د رنګ له کمښت سره نه مخ کېدم؛ د معلم په اړه به درته ووایم چې په بنجره کې یو د آمریکایانو قراردادي او ترجمان بندي وو چې بندیانو به د جاسوس په سترګه ورته کتل مجلس او ناسته پاسته به یې نه ورسره کوله د ده حرکات او سکنات هم مشکوک وو، دغه منزوي او تجرید شوي کس ته ما سبقان شروع کړل ده به هم په انګلیش کې لږ لږ مرسته راسره کوله خو ډېره کمه او محدوده! ځکه له بندیانو څخه به سخت په وام او وېره کې وو، څنګه به چې په پنجره کې د ننه بندیان په مکمل ډول حاکمان او برلاسي وو چې غلت کس به یې پنجرې ته دننه کړی په لږ وخت کې به پنجره کې ډېر سم سو، دبېلګې په ډول؛ د کوکه په نامه یې یو قومندان بګرام ته راوړی وو ټوله شپه به یې قرآن کریم په لاس او توبې به یې ایستلې.
خو له بده مرغه یې له خلاصېدو وروسته خبر سوم چې بیا یې د آمریکایانو چوپړ ووهی او په دغه لار کې ووژل سو، بل د هلمند ولایت د کرشک ولسوالۍ د خان محمد په نامه یو قومندان وو چې زما سره په پنجره کې وو ما سبقان ورته وېل، په پنجره کې به سخت په وام کې وو، ورته وېل به مې چې قومندان صیب دا دی آمریکایانو بګرام ته راوړې کالې یې در څخه واېستل که د خدای لپاره جهاد نه ورسره کوې د هغه خپل پرتوګ د ګټلو لپاره خو جهاد ورسره وکړه ! ده راته کړل چې مولوي صیب خدای مې دې خلاص کړي په یو رکم به آمریکایان په دې وطن کې کذاره راڅخه ونه کړي، اوس حال نه پر لرم چې به د آمریکایانو په مقابل کې جهاد کوي او که به د آمریکانو چوپړ وهي؟!،
په هر حال دغه ترجمان به د انګلیش په زدکړه کې لږ لږ مرسته راسره کوله، د پنجرې مخ ته به یو د انګلیش معلم راتلای هغه به د آمریکايي استخباراتوځانګړی کس وو جاسوسي به یې تر معلمي ډېره کوله، په عین حال کې په اخلاقي فساد ککړ وو، یواځې به یې بندیانو ته خپل د اخلاقي فساد قیصې کولې اوبس، نه به یې قلم راکوی اونه کتابچه، دې معلم صرف دومره مرسته راسره وکړه چې یوه ورځ یې د انګلیش تورو تړل رازده کړل چې دا کارد انګلیش کلماتو دلیکلو په سرعت کې مهم رول لري؛ څنګه چې هوډ او تصمیم د بري لومړی شرط دی د ملګرو دسبقانو سره سره مې دومره انګلیش لیکل کول چې د اوداسه لپاره به په نوبت کې ناست وم هم به مې یو مخ انګلیش لیکی، شپاړلس میاشتې مې د مین فلور په دې دیارلسمې پنجره کې تېرې کړې.
څلورمه میاشت مې وه چې د پنجرې معلم خلاص سو او بې معلمه پاته سوم خو حوصله مې له لاسه ور نکړه، څو واره مې محقق ته وویل چې یا مې بلې پنجرې ته تبدیل کړه او یا هم د بلې پنجرې څخه یو د انګلیش معلم راته را چینج کړه تر څو زه په پنجره ځنې انګلیش زده کړم، محقق راته کړل چې سمه ده، دا خو اسانه کار دی، خو آمریکايي محققین به ترټولو غټ او حرفه يي غداران او درواغجن وو، هره خبره به یې د وعدې په کچه هغه د تحقیق په کانټینر کې پاته شوه د عمل او اقدام څړک به یې نه لګېدی! بده یې لا دا چې، چا به څه زده کول غوښتل هغه به یې له دا نورو بندیانو ډېر څارل، تعقیبول او ډېر به یې د شک په سترګه ورته کتل، خو له دې ټولو ناخوالو با وجود مې، هوډ ټکنی نه شو، بلکه نور هم په خپل عزم کې راسخ شوم ځکه د آمریکایانو حسادت، رذالت، دانسانیت سره دښمني او د وخت اهمیت راته ښه معلوم وو، د معلم په هڅه کې وم چې ملګرو مشوره وکړه: ترڅو د خپل برخلیک معلومولو لپاره اعتصاب وکړي، څلور میاشتې مو اعتصاب وکړ، چې په دې اعتصاب کې بندیانو ټوله تحرکات تحریم کړل، لکه ډاکټر ته تلل، تحقیق ته تلل، ملاقات ته تلل، سپورټ ته تلل، او نور ټوله انتقالات بند شول، یواځېنی غوښتنه مو دا وه چې زمونږسرنوشت او برخلیک باید معلوم شي، خو آمریکايي بدمعاشانو د دې پرځای چې زمونږ دغه مشروع او قانوني غوښتنې ته غوږ ونيسي، په سوونو ذغرې وال عسکر د ګازي او برقي ټوپکانو، او د ګیس له ډبو سره، د خالي او بې دفاع بندیانو په پنجرو په داسې توګه را د ننه شول لکه په یو کمر بند چې تعرض کوي.
اول یې مرچکي ګاز وشيندی بندیانو ښه په مېړانه مقاومت وکړ، بندیانو د آمریکایانو د ښوېدلو لپاره د پنجرې د انګړ لومړنۍ برخه په شامپو او لوشن لړلې وه، او خپله بندیان د پنجرې په وروستۍ برخه کې د آمریکایانو د را داخلېدو شېبې شمېرلې، دا ووچې آمریکايي زغرې وال عسکر په ډېر غرور او په عین حال کې له وارخطايي سره په پنجرو را د ننه شول، له ننوتلو سره سم یې پښې په شامپو او لوشن لړلي انګړ وښوېدلې اوغوزار سول، لکه اوښان لویې لویې نارې یې وهلې! بندیانو چې له مخکېنه په مرچکي ګازو وېشتل شوي او غصه وو، په پنجره د ننه عسکرو باندې یې حمله وکړه، او سره په جنګ شول، له ډېرو آمریکایانو یې درېشي، زغرې او خولۍ واخیستلې او په وینو لړلي یې له پنجرو وایستل، بندیان هم د چا سر مات ، د چا لاس مات، او څوک هم نور ټپان وو؛ بله ډله تازه دمې عسکر راغلل، دا ځل یې بندیان په ګازي او برقي ټوپکانو ویشتل او بې سده به یې کړل، له سهاره ترماښامه مو مقاومت وکړ، ماښام آمریکایانو اعلان وکړ چې: اعتصاب مات کړئ که یې نه ماتوی نو ډېر خطرناک ګاز به در باندې استعمال کړو.
اوس نو ملګري څوک ټپیان اوڅوک مریضان وو، خو بیا یې هم مقاومت کوی، دا وو چې آمریکایان وارپه وار په محبس کې ډېرېدل چې د ننه لارې او کوڅې او د پنجرو د پاسه ټوله د محبس فضاء آمریکايي عساکرو ونیوله، مونږ چې د ماښام په لمانځه ودرېدلو آمریکايي عسکرو په پنجرو باندې په غټه کچه ډله ایزه حمله وکړه هم یې ډېر خطرناک ګاز شيندل او هم یې په برقي توپکانو بندیان بې سده کول، او هغه دوی ته مطلوب کسان یې له پنجرو اېستل او له ځانه سره یې وړل، لنډه دا چې د بشریت خواخوږو تر ماخوستنه د مظلومو بندیانو هغه څلور میاشتېنی مشروع اعتصاب د برقي ټوپکانو او ګیسو په زور مات او یو ځل یې بیا په محبس کې د ننه په ډېر قساوت او سپین سترګۍ سره بشري ناورین رامینځ ته کړ؛ د دې څلور میاشتني اعتصاب خبر آمریکایانو تر ننه هم پټ ساتلی دی، وروسته چې سور صلیب والا راغلل هغه مو په دې اعتصاب خبر کړل او دا مو ورته په ډېر ټینګار سره وویل چې زمونږ په دې اعتصاب تا سو د باندې مېډیا خبره کړی، هغو هم د آمریکایانو له ډاره د دې اعتصاب خبر له ځانه سره ساتلی دی اویا به هم هغه یاداشتونه او نوټونه ورڅخه ورک شوي وي.
دا ځواب دې سور صلیب والا خپله ووایې! د اعتصاب د ماتولو وروسته یې په ټول محبس کې بندیان تبدیل کړل ، زمونږ پنجرې ته یې له نورو پنجرو بندیان راوړل چې په هغو کې د یو بندي څه ناڅه انګلیش زده وو، په دې بندي مې انګلیش شروع کړی، بیا وروسته یې د مولوي داود صاحب په نامه یو نوی وردګ بندي دیارلسمې پنجرې ته راوړی په هغه مې هم شروع کړه ، لنډه یې دا چې شپاړلس میاشتې وروسته یې چې کله له زاړه مین فلور محبس څخه نوې جوړ سوي براوو محبس ته انتقالولو یو شمالي وال انګلیش زوړ معلم چې به د پنجرې مخ ته را تلای، یوه ورځ مې خپل لیکلی انګلیش خط ور ښکاره کړ راته وېل یې : ملا صیب ما پنځه ویشت کاله معلمي کړې ده خو ستا خط له ما ښه دی. نور بيا…..