واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

د وحید مژده مرموز قتل

واحد فقيري

واشنګټن پوسټ د ډسمبر پر ۲۵ لیکي د افغانستان په قومي، مذهبي، او عقیدتي وېشل سوې ټولنه کي وحید مژده له فرقوي منازعاتو څخه مبرا وو. هغه مدام په خپل چم ګاونډ کي پرته له ساتونکو څخه پلی ګرځېدی.

واشنګټن پوسټ لیکي د افغانستان په څلوېښت کلن جنګ کي مژده هیڅکله توپک را وا نه خیست، بلکي د شعرونو د مجموعو په شمول يې څو کتابونه خپاره کړل. پدې وروستیو کلونو کي، ۶۶ کلن مژده د یوه جدي او ژور سیاسي مبصر په صفت پېژندل سوي وو.

واشنګټن پوسټ لیکي د نومبر پر ۲۰ مه څو تنو وسلوالو مژده هله ووژاه چي له مسجده کور ته روان وو. د هغه قتل د کابل خلګ ولړزول. د ډاکټر عبدالله په شمول زیاتره مشران يې د فاتحې لپاره کور ته ورغلل. طالبانو د هغه مرګ «یوه ستره ضایعه» یاده کړه چي «د افغانستان د دوښمنانو» ترتیب کړې وه.

د امریکا معتبر اخبار لیکي سمدستي په افغان سوشل میډیا کي دا اوازه خپره سوه چي د حکومت سره تړلي مقتدري ډلي غواړي چي د مخالفانو ږغ خفه کړي. دا مقتدري ډلي هغه خلګ په نښه کوي چي د سولي پلویان دي، او غواړي چي په خصوصي ټوګه د طالبانو سره تماسونه وساتي. پدې افرادو کي مطمین، حسن حقیار، او نور شامل دي.

مطمین وايي چي پر هغه باندي هم حمله وسوه، خو هغه اوس ترکیې ته تللی دی. مطمین له ترکیې څخه واشنګټن پوست ته وویل چي څو ځله توقیف سویدی، او څو کرته خبرداری ورکړی سویدی چي سیاسي فعالیت باید سټاپ کړي. مطمین وايي،«موږ هیچا ته تهدید نه یو،‌موږ د سولي لپار کار کوو. هغوی غواړي چي موږ چوپ پاته سو.»

واشنګټن پوسټ لیکي افغان چارواکي زموږ سوالونو ته جواب نه وايي. د داخله وزارت چارواکي هم د واشنګټن پوسټ سره همکاري نه کوي. د اشرف غني ویاند، صدیق صدیقي، هم راڅخه پټ سو.

واشنګټن پوسټ لیکي په کابل کي د وحید مژده یاران وايي د سولي لپاره د مژده فعالیت ځیني مقتدر خلګ په قهر کړي ول. وحید مژده په مسکو کي هم د سولي په کانفرانس کي برخه اخیستې وه.

د وحید مژده د پوهنتون همصنفي، عبدالهادي ارغندیوال، وايي،«هغه یو عالم او صادق شخص وو. خو له بده مرغه د طالبانو په طرفداري د مژده موقف ځینو کسانو ته د زغم وړ نه وو.»

واشنګټن پوسټ وايي ځیني سیاسي مبصرین باور لري چي په حکومت کي مقتدرو ډلو وحید مژده په نښه کړیدی، ځکه هغوی د مخالفانو خفه کول غواړي. عبدالحکیم مجاهد وايي اوس هر څوک محتاط سویدی،‌ ځکه «داسي د قدرت مرکزونه سته چي ښکاره مخالفت نه سي تحمل کولای. مژده یو نقاد وو،‌ خو افراطي نه وو. هغه پر حکومت او طالبانو باندي انتقادونه کول.»

د وحید مژده ژوند ساده وو. د هغه ۲۸ کلن زوی احمد وايي،«هغه د علم عاشق وو. تل يې کور ته مېلمانه راوستل. له هیڅ شی څخه نه ډارېدی. پر هغه باندي خپل وطن ګران وو.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهاری

تکړه او پياوړی ليکوال او مبصر ښاغلی فقيري صاحب مسنون سلامونه مي ومنئ ! د مژده صاحب شهادت دي الله قبول کړي زما نژدې ملګری وو، د اسلام، اسلامي سياست، د ګران هيواد افغانستان د حالاتو او جرياناتو، په تېره د طالبانو کرامو په هکله يې ډېر پراخ معلومات درلودل. ماچي به په …. مجله کي دخپرېدو لپاره مقاله ځني وغوښتل سره د دې چي ډېر ژر به يې راواستول، خو ډېره دقيقه او خوندوره به وه. لکه چي وليدل سول په دې تېره يوه مياشت کي ډېرو خلکو له بېلو بېلو لارو د مژده صاحب د وژونکو او د… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

مونږ هم دسولی په یو پروګرام یا هیت کی کابل ته تللی وو، د هغو به ترڅ کی مو د احمدزی په مشری د اشغالګرو د هدو مخالفی جبهی ته هم ځو ځلی ورغلو خپلی خبری لنډوم په هغو تماسو کی مو د هغه جبهی د ډیرو مهمو غړو سره چه اکثره یی مونږ پخوا هم پیزندل کله احمدزی ، مزمل ، مطمن، مژده، حاجی فرید او داسی نور . مژده صاحب د همدغه جبهی ویاند او د جمیعت اصلاح غړیتوب هم درلود . ډیر پوهه او متقی انسان وو. که هر څه یی په اړه لیکم بیا هم کمی… نور لوستل »

عبد الله

مژده صاحب نه پیژنم خو دومره وایم چی سم سری نه طالب کی پریژدی او نه هم دولت کی او نه هم ملت کی. یوه خبره چی زموژ متقی او وطن دوست خلک هم دیر بی پروایی کوی. د سیاسی حالاتو تحلیل او د هغه سره سم باید سری مخ ته لار شی.

اجمل

له حالاتو نه داسی نتیجه اخلم: چی باید چپه خوله ووسو. اوس په یوه مجلس کی ټول طالبان نه یی، او ټول هم د حکومت کسان. یا باید چپ ووسی او یا که خبری کوې داسی خبری باید وکړی چی د مجلس ټولو خلکو ته د منلو وړ وی کنه نو یوه ټاپه به ستا په شا لګیږی یا د طالب لخوا یا د حکومت لخوا. او کچیری دی حقیقت خبره وکړه بیا به د مژده په سرنوشت ګرفتاره کیږې. په یوه مجلس کی یوه جامع خبره کول خورا سخت کار ګرځیدلی. پخوا خو خویونه، خصلتونه، مذهبونه او مفکوری یو… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x