شعـــــرونه

شیندلې مرغلرې

عبدالله جواد

زلمي به د حالاتو له ګردابه راوباسو
شیندلې مرغلرې له دریابه راوباسو

کړو کلکې به منګولې په رسۍ د پاک توحید
زړګي د عقیدو له انقلابه راوباسو

اډې د شرکیاتو او بدعاتو وړو له منځه
اُمت به ټول د لوی شرکي عذابه راوباسو

او دا سپینه ماڼۍ به لوټه، لوټه کړو نسکوره
ډبرې د الحاد یې له تهدابه راوباسو

تکرار به یو نظام کړو له پیړیو څخه وروسته
قانون به ورته ښکلی له کتابه راوباسو

هو؛ بیا به په اقصیٰ کې اذان وکړو، وخت به راشي
ناره د تکبیرو یې له محرابه راوباسو

یو ورځ به دا ړنګ شوی ښار اباد کړو که ژوندي وو
خیر نن که جنازې ترې بی حسابه راوباسو

پوهیږو چې حالاتو ځورولی یې “جواده”
بس نور دې له اغزیو نه ګلابه راوباسو

عبدالله جواد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x