
د ګوانتانامو ۳بندیان؛ د وحشت یوه بله ننداره!
دادمحمد ناوک
یو کوچنی کتاب مې دوه کاله وړاندې د شلېدلو کتابونو په منځ کې پیدا کړ، لکه چې نوم يې «امریکايي یرغل ګام پر ګام» و؛ د کتاب کره نوم او د لیکوال نوم رانه هېر دی، خو دې کتاب کې د ناټو یرغل ګام پر ګام له دقیق تاریخ سره وړاندې شوی و، که څه هم د یرغل د خونړيتوب یوازینی سند د دې یرغل ملاتړې رسنۍ وې، خو له همدې سرچینو په راټولو شویو معلوماتو به چې د سړي سترګې لګېدې حیران به شو چې دا خلک د «سوله ساتي ځواکونه» تر سرلیک لاندې له کلسټر بمونو سره راغلي؟؟
دلته پراخ یو اړخیز رسنیز پوښښ د دې سبب شو، چې د ولس یوه برخه د یرغل چوپړوال او یوه بله برخه يې پر وړاندې بې حسه پاتې شي، خو غوښنه برخه يې بیا هم پر وړاندې مزاحمه ودرېده؛ زموږ د ګران مشر انجینر نظر محمد مطمئن تازه اثر «د ګوانتانامو ۳بندیان» مې تازه ولوست، دا کتاب د ملا عبدالسلام ضعیف «د ګوانتانامو انځور» او د مولوي عبدالرحیم مسلم دوست «ماتې زولنې» په تعقیب د نړۍوالو بشرپالو؟ د بشري خواخوږۍ؟ لنډه او دردوونکې ننداره ده، دلته نه یوازې د بهرنیانو وحشت بلکې د هغوی د کورنیو چوپړوالو د ټیټو سترګو نندارې هم کولی شئ!
دې اثر کې د دریو زندانیانو – چې د کتاب ډېره برخه جوړوي – تر څنګ د ګوانتانمو د یو دوولس کلن زنداني او د وخت د لوړپوړو داخلي چارواکو د ضمیر بوج هم را یو ځای شوی دی، لیکوال چې تر دې وړاندې يې هم د اثارو خوار تود هرکلی شوی، پر دې بریالی دی چې لوستونکی د نثر د بندښت پر ځای محتوا ته متوجه کړي، د کتاب کیسهییز شکل د لوستونکي لپاره اسانی رامنځته کړی او د لیکوال هنري ځيرکتیا دا توره کړې چې د امریکايي وحشت نادرې پېښې لوستونکي ته جوړې شوې، نه ښکاري؛ د دې اندېښنې امکان ځکه را پیدا کېدای شي چې زموږ – نږدې دوه نسله – هغه ځوان کهول چې د ناټو تر یرغل لاندې را لوی شوي، اصلاً دا تصورولی نه شي چې په مطبوعاتو کې دومره خواخوږي امریکایان دې تر دې اندازې وحشیان هم وي؟ دې کتاب کې د پېښو واقعي تسلسل لپاره داستاني ژبه، د لیکوال هنري پیاوړتیا او د دې کتاب او ګوانتانامو د وضعیت په اړه د نورو اثارو پرتله د قناعت دلایل کېدلی شي.
لومړی ځل په پښتو کې د کورنیو او باندنیو زندانونو د عذاب په اړه په پاکستان کې د افغانستان د پخواني سفیر مولوي صاحب عبدالسلام ضعیف اثر «د ګوانتانامو انځور» هغه اثر و، چې دا پراخه نړۍ يې د ګوانتانامو تنګو پنجرو ته متوجه کړه، د ښاغلي مطمئن په دې اثر کې هم د ښاغلي ضعیف یادونه شوې او هم د څو نورو هغو زندانیانو چې ضعیف صاحب يې پخپل اثر کې یادونه کړې ده؛ چې لوستونکی د همدې اثارو له لارې ګوانتانامو کې روان وحشت، د امریکا پر وړاندې د کورنیو چوپړوالو بې وسي، ګوانتانامو کې د امریکایانو خپل سري، د امریکایانو پر وړاندې د سره صلیب حیثیت او ګڼې نورې هغه پدیدې چې مطبوعات يې بل ډول وړاندې کوي دلته په واقعي بڼه موندلی شي.
ماشوم مجرم؟
د ماشومانو د نړۍوال کنوانسیون د توافق له مخې تر اتلس کاله ښکته عمر په ماشومانو کې حسابېږي، خو د پکتیا یو تن دوولس کلن هلک اوه کاله د ګوانتانامو پنجرو وخوړ او د تنکۍ ځوانۍ رنګینې شېبې يې د امریکايي سپو په غپا کې ګونګۍ پاتې شوې، د جواد کیسه د کتاب د سر کیسه ده، چې لیکوال د استاد محمد زمان مزمل او هغه د کورنیو چارو د پخواني وزیر تاج محمد وردګ له خولې را اخیستې ده، جواد پر امریکایانو لاسي بم ور غورځولی، دې اقدام ته ځکه اړ شوی چې د کابل رنګینو مارکېټو کې مټورو امریکایانو پېغلو ته اشارې کولې او خنداوې يې ورته کولې، جواد ته ۲۲ لوړوپوړي چارواکي را ټول و، چې له یوې بلې خوا يې را غږاوه، تاج محمد وردګ وايي: [ «زموږ ډله له محمد جواد څخه د تحقیق لپاره ناسته وه، هر کس د خپلې خوښې پوښتنه ورڅخه کوله، یوه ناست وزیر ورته وویل: تا ولې په امریکایانو برید وکړ؟
جواد ورته وویل: غوښتل مې ويې وژنم!
وزیر لږ جدي شو: ته ما پېژنې؟
جواد وویل: هو! زه دې پېژنم ته د …. وزیر يې او زه دې پېژنم چې خپلې لوڼې او پردۍ ځوانې نجونې امریکایانو ته په واک کې ورکوې او هغوی ورسره بد کار کوي، ما ځکه په امریکایانو برید وکړ چې ستاسې د لوڼو او افغان نجونو عزت خوندي شي، امریکایان پوی شي چې دلته افغان شازلمیان شته او دوی (امریکایان) نه پرېږدي چې افغان ناموس ته په سپکه سترګه وګوري!
وزیر غوسه شو، جواد ته يې بدې ردې وویلې: ته ډېر بې شرمه، ډېر بې حیا هلک يې، وژنم دې امریکایانو ته دې په لاس ورکوم چې ګوانتانامو ته دې یوسې او په سخت زجر او شکنجو دې ووژني!»] (د ګوانتانامو۳بندیان، ۸-۹م مخونه)
د ولسي جرګې پخواني غړي مرحوم عبیدالله بارکزي د ژوندون تلویزون په انګړ کې یوې غونډې ته په ژړا خپله ترخه خاطره شریکه کړه، چې یو ځای کې له مجلسه د لمانځه لپاره را ووتم، یوې وړې دروازې ته افغان عسکر ولاړ و، ما دروازه د دې لپاره ور خلاصه کړه چې ګوښې ته به وتلې وې او هلته به لمونځ وکړم، خو چې دروازه خلاصه شوه، افغانې نجونې له بهرنیانو سره نیمه بربنډې پر لوبو او ساتېریو بوختې دې، د عسکر سترګې لمدې شوې وایي وکیل صاحب دې خواته مه ځه، اجازه نشته!
جواد ته د کورنیو چارو د وخت وزیر تاج محمد وردګ ټټر وهلی و، چې امریکایانو ته دې نه سپارم، خو په وینا يې د حامد کرزي پرلپسې فشار دې ته اړ کړ، چې د جواد هډونه د ګوانتانامو سپیو ته په پښو کې وغورځوي، پخپله ښاغلی وردګ وايي: [«کله چې موږ جواد خان امریکایانو ته سپاره او جواد خان پر موږ تېرېده نو ماته يې وکتل او ويې ویل: وزیر صاحب ډېره بې همتي دې وکړه، ما دومره بې همته او ټیټ ذاتی نه ګڼلې، تاسې به زه اعدام کړی وای، زه به مو پخپلو لاسونو وژلی وای، مګر دې ذلیلو امریکایانو ته به مو نه سپارلی!
تاج محمد وردګ وايي له ماسره د کورنیو چارو وزارت مرستیال هم ولاړ و، هغه هم همدا خبرې واورېدې او موږ ناچاره ټیټې سترګې نیولې وې!»] (د ګوانتانامو۳بندیان، ۱۱م مخ)
د دې کتاب اصلي کیسه د دريو زندانیانو د افغانستان اسلامي امارت د ماليې وزیر مولانا عبدالرزاق فتاحي، شریف الله شیرزاد او قومي مخور حاجي محمد نعیم کوچي په اړه ده چې دوی هر یو لومړی بګرام او بیا ګوانتانامو ته رسېدلي دي، د درې واړو په کیسه کې ګوانتانامو ته تړلي سترګې رسېدلي خو کله چې يې موټرې له کښتۍ ښکته کړل شوې او دوی په پښو شوي، نو هرکلی يې د سپیو په غپا شوی دی، له حاجي نعیم پرته نور دوه زندانیان له ګوانتانامو وروسته پلچرخي او بیا کورونو ته تللي دي.
مولانا عبدالرزاق فتاحي هغه وخت د ګل اغا شیرزي لپاره لکه غوړ ښکار په منګولو کې کېووت چې پر طالبانو، روحانیونو او قومي متدینو مخورو د هېواد په ګوټ ګوټ کې پر امریکایانو د پلور بازارونه ګرم و، ښاغلی فتاحي هم د خپلې بې وسۍ په کیسه کې یادونه کوي چې ګل اغا شیرزي ونیو او خالد پښتون پر امریکایانو وپلوره، شریف الله شیرزاد ننګرهار کې د افغان عسکرو له لوري د سوکانو او لغتو د اخلاص یادونه کوي او محمد نعیم کوچی بیا مخامخ کرزي ته وايي چې تا پرې ونیولم او هغه هم ورته مني چې ښه ده چې زما په دوره کې دې د ګوانتانامو اوبه وڅښلې!
ګوانتانامو کې سور صلیب فلج دی!
سور صلیب چې د زندانیانو په برخه کې د هیلې یوازینی ادرس بلل کېدای شي، خو ګوانتانامو کې دا نړۍواله اداره هم د امریکايي عسکرو تر خړو بوټونو لاندې ده، ښاغلي ضعیف هم پخپل اثر کې یادونه کړې وه، چې امریکایانو د سور صلیب ته ورته ادارو د لیدلو لپاره ځانګړي بلاکونه جوړ کړي وو، چې زندانیانو نسبتاً ښه وضعیت درلود، خو هغه بلاکونه چې له زندانیانو سره تر حیواناتو بدتر چلند پکې کېده، چا نه شوای لیدلی؛ چې یو مثال يې دلتا بلاک هم ورکول کېږي؛ خو د دې تر څنګ سور صلیب د زندانیانو د اړیکو لپاره د لیکونو د تبادلې د ویاړ یادونه هم پرلپسې کړې ده، خو دا لیکونه به د زندانیانو پر ځای ځايي پیره دارو عسکرو ته سپارل کېدل، ګوانتانامو انځور، ماتې زولنې او همدا اثر ټول د ګڼو زندانیانو له خولې هم دا را اخلي چې د کورنیو لیکونه به يې په ځنډ ور رسېدل، کله کله به د څو کلونو لیکونه په یوه ورځ ور سپارل کېدل او په لیکونو کې به هم ګڼې جملې قصداً ړنګې کړل شوې وې، چې زنداني ترې سم مفهوم وانه خیستلی شي او روحي ځور ورکړل شي.
دې کتاب کې هم ښاغلی شریف الله شیرزاد وايي: «ماته يې پنځه خطونه ټول یو ځای یوویشت میاشتې وروسته راکړل، د سور صلیب کسانو ته مې وویل چې تاسې دا خطونه وګورئ، په کوم تاریخ لیکل شوي او کوم وخت تاسې ماته راکړه؟ ویې ویل بښنه غواړو، کوم خطونه چې موږ دلته راوړو، امریکایانو ته يې ور تسلیموو، موږ امریکایانو ته وویل چې دا خطونه خو ډېر پخواني دي، بندیان به څه وايي، دوی ویل چې یوه المارۍ وه، هلته مو پکې اچولي وو، زموږ له یاده وتلي و اوس يې تاسې ورکړئ!» (د ګوانتانامو۳بندیان، ۶۴-۶۵م مخونه)
ښاغلی مطمئن د سولې په چارو کې فعال ځوان دی او همدې برخه کې يې خپلې تجربې، نظرونه او تبصرې وخت پر وخت د هر اړخیزه مقالو له لارې هم په انټرنیټي نړۍ کې زموږ پر همزولو لورولې دي، دا اثر يې د روان ناورین د سرخېلانو د مکرجنې څېرې یو بله پرده پورته کوي او زموږ نسل ته ور یادوي چې دا مغرورې ککرۍ چې له ځان پرته يې په نړۍ کې سیال نه درلود، نن له هغه چا سره د خبرو اترو لپاره ګونډه ماته کړه، چې همدا دوه لسیزې وړاندې يې پخپل قاموس کې د هغوی لپاره یوازې مرګ لیکلی و!
دا تنزل، دا سرټیټي او دا ماتې اصلاً هغه وخت پیل شوه چې خدايي دعوه کوونکې امریکا په ګوانتانامو، بګرام او د هېواد ګوټ ګوټ پنډغالو کې پخپلو زندانونو کې شیطاني څېره را ښکاره کړه او خپل نصب کړل شوي چوپړوال يې ولس ته لوڅ لغړ پر میدان ودرېدل: «لږ وروسته یوه بل قومي مشر جنرال مک نیل ته وویل: جنرال صاحب زموږ ولسمشر تاسې یاست که حامد کرزی؟ جنرال وویل چې ستاسې ولسمشر حامد کرزی دی.
قومي مشر ورته وویل: داسې نه ده، اصلاً دلته ټول واک له تاسې سره دی، کرزی ستاسې غلام دی، هیڅ واک هم نه لري، زموږ د کوچیانو لوی مشر حاجي نعیم کوچی تاسې بندي کړی، موږ حامد کرزي ته ورغلو، هغه ویل چې په دوه ورځې کې يې درته خلاصوم، خو هغه هیڅ واک هم نه لري، نږدې یو کال پوره شو مګر هغه راته راخلاص نه کړ، موږ له تاسې غواړو چې زموږ مشر راته را خوشي کړئ هغه ډېر سپين ږېری دی!» (د ګوانتانامو۳بندیان، ۹۰م مخ)