روغتیا

غواړئ له فالج ناروغۍ ځان وژغورئ؟ دغه اړینې خبرې عملي کړئ!

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د وینې فشار، د وینې رګونو ستونزې، د وینې ټينګیدل یا جام کېدل؛ وګړو کې د زړه حملې، فالج او داسې نورو مهلکو ناروغیو لامل کیږي، دغه راز سږو او د بدن نورو غړو ته هم زیان اړوي.

فالج یا ګوزڼ دوه ډولونه لري، په یوه کې وینه په رګونو کې نخلي او په پایله کې دماغو ته رسیدګي نشي کولی چې فالج رامنځته کیږي، دویم ډول کې د وینې رګونو څخه دماغو کې وینه خوشې کیږي، په دواړو ډولونو کې د فالج نښې يو ډول وي چې هر وګړی پرې پوهیدل اړین دي.

په لاندې اسانه لارو کولی شئ د فالج ناروغۍ مخه ونیسئ!

فشار تعقیبول

که فشار لوړ وي او پام یې ونه کړئ نو د فالج خطر زیاتیږي، فشار د ۸۰ او ۱۲۰ ترمنځ وساتئ، دغه لامل دی چې د هر بالغ، ځوان او زیات عمر وګړو ته په کار دي تر څو خپل فشار تعقیب کړي، که چیرې يې فشار لاندې پورته وي ډاکټر ته دې مخه وکړي تر څو ورته د غوره درملو ترڅنګ نورې لارې چارې وښيي.

بدني فعالیت

ورزش یا تمرین مو نږدې د بدن هر ډول ناروغۍ درمل کیدلای شي، په ځانګړي ډول د فالج مخنیوي لپاره، ورزش د وینې جریان چټک او فشار مو کنترول ساتي، اوونۍ کې ۵ ورځې تر ۳۰ دقیقو تمرین یا بل بدني فعالیت د ژوند برخه وګرزوئ، داسې ورزش چې بدن مو ورسره خوله وکړي.

خپګان کمول

ذهني خپګان/سټریس او تشویش هم د فالج ګواښ زیاتوي، که دغه خپګان د دندې پرمهال وي نو یوه شیبه له کرسۍ پورته، ژوره ساه او قدم واخلئ، او په یوه وخت پر یو کار تمرکز وکړئ، که د نورو ستونزو له کبله وي په طبیعي ماحول یا شین ځای کې وګرځئ.

وزن کمول

چاغوالی یوه مهلکه ناروغي کرځېدلې، چې ورڅخه شکر رامنځته کیږي او فشار مو لوړیږي، دغه څيزونه د فالج ګواښ زیاتوي، لږ تر لږه ۵ کیلو وزن کمول مو هم د فالج ګواښ کمولی شي، ددې لپاره د روغتیایي خوړو ترڅنګ ورزش ورځنی عادت وګرځوئ.

کولیسترول کنترولول

د زیانمن کولیسترولو سره د ایل ډي ایل کچه کې زیاتوالی، او ګټور کولیسترولو کچه کې د ایل ډي ایل کموالي له کبله رګونو کې ځینې مواد راټولیږي، داسې غوړ او سره کړي خوراکونه پریږدئ چې د کولیسترول کچه لوړوي.

د زړه ټکان ته پام کول

د زړه ټکان کې بې نظمي Atrial fibrillation د فالج ګواښ پنځه چنده زیاتوي، که د زړه ټکان ډیر چټک شي یا ددې سمون بدل شي نو ډاکټر ته مخه وکړئ، ددې لامل په ډاګه کړئ او درملنه یې وکړئ.

شکر کنترولول

شکر سره بدن کې د ګلوکوز استعمال وړتیا له منځه ځي، کوم چې د دماغو او حجرو د قوت لپاره اړینه وسیله ده، که دغه وړتیا اغیزمنه شي فالج حمله کولی شي، ددې لپاره اړینه ده چې د وینې شکر کچه په پام کې ونیول شي.

فایبر لرونکي خواړه

د ورځې په هر ډول خوړو کې یو ګرام فایبر شامل کړئ، په دې سره د فالج ګواښ ۷سلنه کمیدلی شي، د ورځې په اوږدو کې انسان ۲۵ ګرامه فایبر ته اړتیا لري، چې په سبزيجاتو او میوه جاتو کې په اسانۍ سره موندل کیږي.

سګریټ

سګریټ نشې کولو سره وینه ټينګیږي، د رګونو کمېدلو ګواښ زیاتیږي او په دې کې مواد راټولیږي، دغه ټول علتونه کولی شي پر انسان د فالج حملې لامل شي.

ددې سربېره په خپلو خوړو کې میوه جات، سبزیجات او له غوړو خالي خوراکونه شامل کړئ، په دې او پورتنیو څيزونو عمل کولو سره به مو کولیسترول کنترول وي، په رګونو کې د وینې راټولیدل یا ټینګېدل ختم شي، د فشار او شکر کچه به ټيټه شي، او په پایله کې به د فالج یا ګوزڼ ناروغۍ مخه ونیول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x